د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۸

د ملي راډیو ټلویزیون او افغان فلم هیرې شوې څېرې، یوسف هېواددوست یې خلکو ته وریادوي

یوسف هېواددوست افغان ژورنالست
یوسف هېواددوست افغان ژورنالست

یو افغان ژورنالیست یوسف هیواد دوست، له لسیزو راهیسې په خپلو ټولنیزو پاڼو په ځانګړي ډول فیس بوک او یو شمیر رسنیو، د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون او افغان فلم پخواني کارکوونکي خلکو ته ورپېژني. دی وايي، کوم کسان چې ده معرفي کړي شمیر یې له زرګونو هم اوښتی.

افغان ژورنالست یوسف هیواددوست هڅه کوي چې د ملي راډيو ټلویزیون او افغان فلم هغه څېرې مینه والو ته معرفي کړي چې د ده په ټکو هیرې شوې دي.

" ما هڅه وکړله چې د دوی پېژندې خپرې کړم، د دوی یادونه تازه کړم او خدمتونه یې یاد کړم." ښاغلی هېواددوست وايي له دوه لسیزو زیاته موده کېږي چې په خپله فیس بوک پاڼه خلکو ته د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون او افغان فلم پخواني همکاران ورپېژني.

دا ۷۰ کلن افغان ژورنالیست وايي، نه یوازې د فیس بوک پاڼې له لارې بلکې له ډېر پخوا راهیسې یې د بېلابیلو رسنیو له لارې هم دا کار کړی، ځکه د ده په خبره دې کسانو د نوي ژوند او تمدن لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې کړې دي:" په هر ستیج، له هر مایکروفون، هرې کمرې او هر نشراتي ارګان ما ګټه اخیستې ده، چې دغه خادمان چې د نوي ژوند او تمدن لپاره یې کار راپیل کړ، یو سل او لس کاله مخکې لومړی په کوتې لندنې کې راډیو او له هغه ورسته بیا افغان فلم فعاله شو، بیا تلویزیون افغانستان ته راغی او دا چارې نورې هم ګړندۍ شوې، نو ما له هر امکانه استفاده کړې او ګټه مې اخیستې چې د راډیو تلویزیون او افغان فلم ویاړلي کارکوونکي معرفي کړم، راډیو، تلویزیون او افغان فلم فرهنګۍ انقلابونه راوړي دي، په کلیو او هم ښارونو کې، دا کسان زه تاریخ ته سپارم، غواړم ژوندي پاتې شي. "

ښاغلي هیواد دوست وايي، په دې کسانو کې نطاقان، ممثلین، پروډیسران، ډایرکټران، کمره مینان، تخنیکران او نور بېلابیل کارکونکي شامل دي چې شمیر یې د ده په خبره زرګونو ته رسېږي.

یوسف هیواد دوست د کابل د بګرامیو ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی، د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو پوهنځی یې لوستی، په خبره یې له ډېر ماشومتوب له ۱۳۴۵ کال راهیسې یې افغانستان کې راډیو سره او بیا ورسته له هیواده بهر په بېلابیلو رسنیو کې د ممثل، ژورنالیست او خپرونو د چلوونکي په توګه کار کړی او اوس په ډنمارک کې اوسېږي چې هلته هم د "افغان غږ" په نوم راډیو لارې افغانانو ته خپرونې کوي.

له نوموړي مې وپوښتل چې ایا خلک د ده دا کار چې د ملي راډیو تلویزیون او افغان فلم پخواني کارکونکي ورته معرفي کوي، خوښوي ؟

یوسف هېواددوست د ملي راډیو تلویزیون له همکارانو سره
یوسف هېواددوست د ملي راډیو تلویزیون له همکارانو سره

هغه وویل:"یو وخت یو ژوندی پروګرام ما چلولو د" خبرو او سندرو " په نوم یا "ترانه ها و سخن ها"، همغه وخت کې به مونږ ته خلکو تیلفون کاوه، د نطاقانو، ژورنالیستانو، پروګرام جوړونکو، ممثلینو او د افغان فلم د کارکونکو په اړه به یې پوښتنې کولې چې دا څوک دي، که د دوی پېژندنه خپره کړئ، دا د نېږدې پنځوس کلونو مخکې خبره کوم، ماته همدا الهام شو، نو په داسې وخت کې خو طبعي ده چې خلک یې غواړي."

د ملي راډیو تلویزیون او افغان فلم یو شمیر پخواني کارکوونکي د ښاغلي هیواد دوست دا هڅې ستایي.

له دې ډلې فلم جوړونکي موسی رادمنش ازادي راډیو ته وویل: " هیواد دوست صیب په خپل دې کارسره غواړي چې د هنر او فرهنګ په تاریخ کې دا وښيي چې داسې غوره او پوهې څیرې وې چې په تللو سره یې هیڅ وخت نه هېرېږي، بلکې د راتلونکي نسل په زړونو کې به تل ژوندۍ دي. "

دغه شان په تیر جمهوري نظام کې د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون مرستیال عبدالغني مدقق هم ازادي راديو سره خبرو کې د ښاغلي هیواد دوست دا کار یو ډېر ښه اقدام وباله:" واقعاً دا لړۍ ښه لړۍ ده، هم د هغوی یادونه کېږي او هم ځوان نسل په دې پوهېږي چې یو وخت زمونږ هیواد کې دا شان پرمختګ هم و او مونږ د همغو په پلونو قدمونه ایښي دي. "

د یادونې ده چې په افغانستان کې راډیو په لومړي ځل په ۱۳۰۴ لمریز کال کې د "راډیو کابل" په نوم، د امان الله خان د واکمني پر مهال تاسیس شوه، خو تر څنګ یې بیا تلویزیون په ۱۳۵۷ لمریز کال کې "د افغانستان خلق تلویزیون" په نوم فعالیت پیل کړ چې د وخت په تېرېدو سره دواړه د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون په نوم یاد شول او پرمختګ یې وکړ چې اوس د طالبانو تر واک لاندې نشرات کوي.

افغان فلم بیا په ۱۳۴۷ لمریز کال کې خپل فعالیت پیل کړ چې په لومړیو کې یې مستند او بیا هنري فلمونه تولید کړل خو د بي بي سي پښتو د یو راپور پر بنسټ چې د ۱۴۰۴ کال د غبرګولي په اوومه یې په خپله ویب باڼه خپور کړ، طالبانو یې اوس نوم سمعي او بصري ریاست ته اړولی او د راپور په ټکو د دغې ادارې څرنګوالی یا ماهیت هم بدل شوی او چارې یې پخوا سره توپیر لري.

که څه هم د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو د راتګ په لومړیو کلونو کې ازادي راډیو ته ویلي وو چې افغان فلم ریاست به بېرته فعالېږي او دوی ځني طرحې لري چې تولید شي.

د یادونې ده چې افغانستان کې له کورنیو جګړو راهیسې بیا تر نننه پورې د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون او افغان فلم په زرګونه پخواني کارکوونکي له خپل هیواد وتي چې یو شمیر یې لا هم په جلا وطنۍ کې خپل فعالیتونه مخته وړي، ځینو بیا نورو کارونه ته مخه کړې او څه هم په مسافري کې مړه شوي چې د ښاغلي هیواد دوست په شان هڅې یې مینه والو ته یادونه تازه کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG