د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۰۳

د جګړو له امله بې ځایه شوې کورنۍ لا هم اصلي مېنو ته نه دي ستنې شوي

د پاکستان د بریدونو له امله بې ځایه شوې افغان کورنۍ
د پاکستان د بریدونو له امله بې ځایه شوې افغان کورنۍ

ډېرې هغه افغانې کورنۍ چې د پاکستاني ځواکونو د هوايي او راکټي بریدونو له امله د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ولسوالیو څخه بې‌ځایه شوې وې، لا هم خپلو کورونو او عادي ژوند ته نه دي ستنې شوي. د پاکستاني ځواکونو دغو هوايي بریدونو او توغندیزو بریدونو زرګونه ملکي وګړي بې‌کوره کړي او نامعلوم راتلونکي سره یې مخ کړي دي. دا کورنۍ د سرپناه او امنیت په لټه کې دي، داسې مهال چې د روانو جګړو د بشري پایلو په اړه اندېښنې لا هم پر ځای دي.

فقیرزی چې د تورخم اصلي اوسیدونکی دی له خپلې کورنۍ سره یوځای د پاکستان د هوایي او توغندیزو بریدونو په خاطر له کلي کډې ته اړ شوی.

ټول یو ځای، بل ځای ژوند کوي، زمونږ په ګډون ځینې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې دي. ۳۰ سلنه بېرته راستنې شوي او پاتې ۷۰ سلنه لا هم په نورو ځایونو کې ژوند کوي.
فقیرزی د تورخم یو اوسیدونکی

فقیرزی وایي، دوی د خپل ځان او د کورنۍ د غړو د خوندیتوب په خاطر خپل کورونه پرېښي دي.

د ده په خبره، ډېری کورنیو یوازې د اړتیا وړ محدود وسایل له ځان سره اخیستي نور نو خپل کورونه، کرنیزې ځمکې او څاروي هر څه یې پرېښي دي.

دا کورنۍ یو شمېر یې اوس د خپلو خپلوانو یا هم په لنډ مهالو سرپناوو کې مېشت دي او نه پوهېږي چې کله به بېرته خپلو کورونو ته ستنانه شي.

فقیرزي په دې اړه ازادي راډیو ته وایي: «تر اوسه نیمایي خلک هم خپلو کورونو ته نه دي راستانه شوي. څوک په خیمو کې ژوند کوي او څوک له خپلو خپلوانو سره. ځیني ان په کنډوالو کې ژوند کوي، یوازې څلور دېوالونه دي، خونې نه لري. په کابل کې په کمپونو کې ژوند کوي. ستونزې ډېرې دي؛ د اوبو ستونزه ده، اوړی دی، ډېره ګرمي ده.»

د هغو سیمو د اوسېدونکو لپاره چې د پاکستاني ځواکونو تر بریدونو لاندې دي، بې‌ځایه کېدل نور یوه استثنايي پېښه نه ده، بلکې د دوی د ورځني ژوند برخه ګرځېدلې.

ډېرې هغه کورنۍ چې ژوند یې پر کرنې او مالدارۍ ولاړ دی، د سرحدي ترینګلتیاوو له امله په څو ځلي د خپلو کورونه پرېښودو ته اړې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ، د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړو زیاتېدو له یو لکو ډېر کسان د خپلو کورونه پرېښودلو ته اړ کړي دي.

دغه وضعیت نه یوازې د دوی کرنیزو حاصلاتو او شتمنیو ته زیان رسوي، بلکې د ماشومانو زده کړې، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی او د کورنیو عایداتي سرچینې هم له ستونزو سره مخ کوي.

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ یو اوسېدونکي عثمان، ازادي راډیو ته وویل:

خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي. دا څو ورځې باران هم کېږي او باد ډېر دی. خلک پلاستیکونه لګوي او بل څه وسایل نه لري، ځکه دوی ډېر بېوزله دي او شمېر یې هم ډېر دی، ان مرستندویه ادارې هم ټولو ته رسېدنه نه شي کولای
د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ یو اوسېدونکی عثمان

د ملګرو ملتونو ځینو ادارو مخکې هم راپور ورکړی و چې د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ جګړې د لسګونو زرو افغان ماشومانو د بې‌ځایه کېدو لامل شوي او د زرګونو نورو زده کړې یې خنډ سره مخ کړي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ترینګلتیاوو په تېرو کلونو کې په څو ځلي پوځي نښتو او متقابلو توغندیزو بریدونو ته لاره هواره کړې ده.

دواړه هېوادونو تل یو بل تورن کړي چې د دې کرښې په اوږدو کې د فعالو وسله‌والو ډلو د مخنیوي توان نه لري.

خو د دغو سیاسي او امنیتي اختلافاتو ترمنځ، تر ټولو لوړه بیه ملکي وګړي پرې کوي او اړ کېږي چې بیا بیا خپل کورونه او کلي پرېږدي.

دا وضعیت په داسې حال کې رامنځته کېږي چې افغانستان له نورو پراخو ستونزو سره هم مخ دی؛ له اقتصادي ناورین، بې‌کارۍ او بېوزلۍ نیولې، تر ګاونډیو هېوادونو څخه د سلګونو زرو افغان کډوالو تر راستنېدو او د اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ تر اغېزو پورې.

مرستندویه ادارو مخکې په وار وار خبرداری ورکړی چې هره نوې بې‌ځایه کېدنه پر هغو کورنیو لا ډېر فشار راولي چې له وړاندې هم د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي.

د یو شمېر کارپوهانو په باور، چې مخکې یې له ازادي راډیو سره خبرې کړې دي، د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د ترینګلتیا دوام او پر افغانستان د پاکستاني ځواکونو بریدونه ښيي چې تر کومه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو د کمولو، دوه اړخیزو خبرو د پیاوړتیا او د ملکي وګړو د ساتنې لپاره دوامدارې لارې چارې رامنځته نه شي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې اوسېدونکي به دغه شان له ناامنۍ، بې‌ځایه کېدو او نامعلوم راتلونکي سره مخ وي.

د هغو کورنیو لپاره چې یو ځل بیا یې خپل کورونه پرېښي، تر ټولو لویه اندېښنه سیاسي اختلافات نه دي، بلکې په امن کې بېرته کورونو ته ستنېدل، د عادي ژوند بیا پیلول او خپلو ماشومانو ته د خوندي راتلونکي برابرول دي.

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د فبرورۍ له ۲۲مې تر اپرېل ۴مې نېټې پورې، په افغانستان د پاکستان په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۲۶ نور ټپیان شوي دي. همدارنګه د پاکستاني ځواکونو په تازه هوايي بریدونو کې چې تېره اوونۍ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ترسره شول، هم لسګونه کسان ووژل شول.

د طالبانو حکومت په وینا، پاکستان په دې موده کې ننګرهار، کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، نورستان او لغمان ولایتونه بمبار کړي او توغندیز بریدونه یې پرې کړي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) بیا د دغو کسانو له ډلې د نږدې ۴۰۰ کسانو وژل کېدل او له ۴۰۰ څخه د زیاتو نورو ټپي کېدل تایید کړي دي.

پاکستاني چارواکو بیا مخکې ادعا کړې وه چې د دغه هېواد په بریدونو کې په افغانستان کې د طالبانو پوځي مرکزونه او د دوی په وینا د «ترهګرو» پټنځایونه په نښه شوي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG