د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۰۳

شاپور ځدراڼ، د افغانستان پیژندل شوی لوبغاړی چې نور نشته

شاپور ځدراڼ
شاپور ځدراڼ

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي شاپور ځدران مړی به له هنده کابل ته انتقال او هلته خاورو ته سپارل کېږي. د افغانستان کرکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هغه د جنازې لمونځ او د خاورو سپارلو مراسم به په کابل کې ترسره شي. شاپور، چې د افغانستان د کرکټ له نوموتو چټکو توپ اچوونکو او اغېزناکو څېرو څخه و، له یوې مودې ناروغۍ وروسته وفات شو.

شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې یو پېژندل شوی نوم او د لومړي نسل له چپ لاس چټکو توپ اچوونکو څخه و، چې له یوې مودې ناروغۍ وروسته یې د هند په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

د کرکټ نړیوالې شورا هغه د نړیوال کرکټ په ډګر کې د افغانستان د پرمختګ له مهمو څېرو بللی، چې له یوې لسیزې زیات وخت یې د افغانستان د ملي لوبډلې لپاره لوبې کړې دي.

د کرکټ نړیوالې شورا زیاته کړې چې شاپور ځدران د ۲۰۱۵ کال د کرکټ نړیوال جام په ترڅ کې د افغانستان په لومړۍ تاریخي بریا کې، چې د سکاټلنډ پر وړاندې ترلاسه شوه، مهم رول درلود. دی همداراز په دغو لوبو کې د ۱۰ ویکټو په اخیستو سره د افغانستان تر ټولو غوره توپ اچوونکی و.

د دې شورا په وینا، شاپور ځدراڼ هغه مهال چې افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې د کرکټ نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ، د ملي لوبډلې ثابت لوبغاړی و او وروستۍ لوبه یې د ملي لوبډلې په جامه کې په ۲۰۲۰ کال کې ترسره کړه.

شاپور ځدراڼ له سکاټلنډه د لوبې تر ګټلو وروسته
شاپور ځدراڼ له سکاټلنډه د لوبې تر ګټلو وروسته

شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو مشهور توپ اچوونکی و، چې خپله لومړۍ نړیواله یوه ورځنۍ لوبه یې په ۲۰۰۹ کال کې د هالنډ پر وړاندې ترسره کړه او د څلورو ویکټو په اخیستو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

هغه په ټوله کې د افغانستان لپاره ۴۴ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې او ۳۷ شل اوریزې نړیوالې لوبې ترسره کړې دي.

همدارنګه د افغانستان کرکټ بورډ شاپور ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د تاریخ له اغېزناکو لوبغاړو بللی، چې د خپلې ژمنتیا، لېوالتیا او دوامدارو هڅو له لارې یې په هېواد کې د دغه ورزش په وده او پراختیا کې مهم رول لوبولی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ په وینا، ځدراڼ د افغانستان د کرکټ د لومړیو ورځو د سفر په زړه کې و او نړیوالې صحنې ته یې د دې لوبدلې په رسولو کې مهم رول درلود.

د شاپور ځدراڼ ملګري او د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني اجرائیوي رئیس شفیق ستانکزي، ازادي راډیو سره په خبرو کې هغه د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې له بنسټګرو څخه وباله:

زه شاپور ځدران له ۲۰۰۲ کال راهیسې پېژنم، ځکه په همدې کال د افغانستان کرکټ ته داخل شو او له موږ سره یې یو ځای کرکټ کاوه. له هغه وخت تر اوسه هېڅکله له یو بل څخه خوابدي شوي نه یو. د هغه له مړینې ډېر خواشیني یو
د شاپور ځدراڼ ملګری او پخوانی همکار، شفیق ستانکزی

د افغانستان کرکټ بورډ ټینګار کړی چې د ملي لوبډلې لپاره د شاپور ځدران لاسته راوړنې او خدمتونه به د افغانستان د کرکټ د تاریخ یوه مهمه برخه پاتې شي او نوموړی به تل د ځوانو افغان کرکټ لوبغاړو لپاره یوه الهام‌بښونکې څېره وي.

د هغه له مړینې وروسته، د افغانستان کرکټ بورډ هغه ته د درناوي په پار او له کورنۍ سره یې د خواخوږۍ څرګندولو په موخه د شپږیزې کرکټ لیګ د یوولسم پړاو هغه لوبې، چې ټاکل شوې وه د روانې اوونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو ترسره شي، وځنډولې.

په همدې حال کې، د افغانستان کرکټ بورډ د شاپور ځدران د جنازې او خاورو ته سپارلو مراسمو جزیات هم اعلان کړي دي. د دې بورډ د اعلامیې له مخې، د هغه جسد به د چهارشنبې په ورځ د سرطان میاشتې په ۱۷مه نېټه له هند څخه د کابل هوايي ډګر ته ورسېږي، او یوه ورځ وروسته به د هغه د جنازې لمونځ او خاورو ته د سپارلو مراسم په کابل کې ترسره شي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG