دکابل ښار یوه اوسیدونکې زرمینه وايي په ځلونو داسې شوي چې میلمانه ورکره راغلي او په هغه کوټه کې چې ټول ناست وي سګرت یې څکولي دي.
هغه زیاتوي چې دا هم له نزاکت لرې عمل دی او هم د نورو روغتیا ګواښي.
سګرټ له جیبه راباسي او لګوي یې، د کور خاوند هم د نزاکت له مخې ورته نه شي ویلی چې دا کار مه کوهد کابل اوسیدونکې زرمینه
" سګرټ له جیبه راباسي او لګوي یې، د کور خاوند هم د نزاکت له مخې ورته نه شي ویلی چې دا کار مه کوه چې مېلمه دی خفه نشي، ناست خلک هم ورته څه نشی ویلی، دوی باید خپله پام وکړي چې دا ډېر مضر دی او دې نزاکت ته باید پام وکړي. "
دا وايي ځني خلکو بیا دا زمینه خپله میلمنو ته مساعده کړې او په مېلمستون کې یې ورته د ایرو اچولو لوښی ایښی وي، چې په باور یې سم کار نه دی.
د ننکرهار ولایت اوسېدونکی بلال مینه ناک هم دا خبره کوي :
سګرټ څګول خو سراسر زیان دی، خپله د انسان وجود ته زیان رسوي او اقتصادي زیان هم لريبلال مینه ناک
"سګرټ څګول خو سراسر زیان دی، خپله د انسان وجود ته زیان رسوي او اقتصادي زیان هم لري او بل دا چې ځینو نورو ته هم د ازار او اذیت سبب ګرځي، دوی په موټر کې سګرټ بلوي، یا هم که چا کره میلمانه شی، چې دا ښه کار نه دی، ښه دا ده که څوک دا عمل لري پرې یې ږدي او که څکوي یې هم نو ازاده فضا کې دې وڅکوي."
سګرټ څکول د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د عامې روغتیا له مهمو ستونزو څخه ګڼل کېږي. په افغانستان کې هم ګڼ شمېر خلک په عامه ځایونو، موټرو او ان د کورونو دننه سګرټ څکوي، چې نه یوازې د دوی خپلې روغتیا ته زیان رسوي، بلکې د شاوخوا خلکو پر روغتیا هم ناوړه اغېزې کوي.
روغتیا پالان هم سپارښتنه کوي چې خلک باید په عامه او تړلو ځایونو کې د سګرټو له څکولو ډډه او د نورو خلکو روغتیا ته درناوی وکړي.
له دې ډلې د داخله ناروغیو متخخص ډاکټر محمد ولي ناصري ازادي راډیو ته وویل:
یو هغه څوک دی چې سګرټ څکوي او بل هغه کسان دي چې په کوم محیط کې اوسېږي یا ژوند کوي یا وخت تیروي، هلته چې کوم کس سګرټ څکوي دی یې دود تنفس کويډاکټر محمد ولي ناصري
" یو هغه څوک دی چې سګرټ څکوي او بل هغه کسان دي چې په کوم محیط کې اوسېږي یا ژوند کوي یا وخت تیروي، هلته چې کوم کس سګرټ څکوي دی یې دود تنفس کوي، نو دا له هغه هم ډیر خطرناک دی، اوس یو سړی ځي رستورانت کې سګرټ څکوي، یا موټر کې سګرټ څکوي یا هم بند محیط کې، لکه مهمان خانه کې ، یا حجره کې سګرټ څکوي، دا ډیر خطرناک وي."
نوموړی زیاتوي، چې د عامه پوهاوي لوړول او د سګرټو د استعمال د محدودونکو قوانینو پلي کول کولای شي د دې ستونزې په کمولو کې مهم رول ولوبوي.
د روغتیا پالانو په وینا، په عامه ترانسپورتي وسایطو او سرپټو محلونو کې د سګرټو لوګی د نورو لپاره د تنفس ستونزې رامنځته کوي، په ځانګړي ډول ماشومانو، سپین ږیرو او هغو کسانو ته چې د سږو یا زړه ناروغۍ لري.
مخکې د عامې روغتیا وزارت د تنباکو د کنټرول د پروګرام مسؤلانو ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي وو ، چې د مرۍ، خولې او معدې د ۳۰ فیصده سرطانونو لامل، په دوامداره توګه د تنباکو کارول دي.
د یادونې ده چې په عامه ځایونو کې د تنباکو د استعمال د مخنیوي قانون په افغانستان کې په ١٣٩٢ کال کې تصویب شوی دی، چې له مخې یې هر څوک چې له دغه قانون څخه سرغړونه وکړي، ۳۰۰ افغانۍ جریمه کېږي او په ورته وخت کې د دغه قانون له مخې د سګرټو پر وارداتو ۵۰ سلنه ګمرکي تعرفه هم وضع شوې.
خو له دې سره سره هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د واټونو پر سر په سلګونو هټیو او ګرځنده غرفو کې سګرټ پلورل کېږي، خلک یې اخلي او پرته له دې چې د زيانونو په اړه يې فکر وکړي، په بېلابېلو ځایونو کې یې څکوي.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د نړۍ د هرو ۵ وګړو له ډلې ۱ هغه یې په تنباکو روږدی دی او د دغه سازمان د شمېرو له مخې په کلني ډول شاوخوا ۸ میلیونه انسانان د تنباکو د استفادې له کبله مړه کېږي.