د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۲۳

د راستنو شویو افغان کډوالو ماشومان تعلیمي برخه کې ستونزې ګالي

ارشیف
ارشیف

افغانستان ته له پاکستان ستانه شوي کډوال وايي، ماشومان یې د زده کړو د دوام په برخه کې ستونزو سره مخ دي. دوی د نورو مسایلو تر څنګ د پښتو او دري ژبو په لیک، لوست سم نه پوهېدل هم ننګونکې ګني او ورته د ملاتړ کوروسونو په برابرولو ټینګار کوي.

کډوالۍ افغان ماشومان او ځوانان په خپلو رسمي ژبو له لیک، لوست هم لرې کړي دي.

یو شمیر دوی، چې په دې ورستیو کې له پاکستان خپل هیواد ته ستانه شوي وايي، په دې برخه کې له ستونزوه سره مخ دي.

د غزني ولایت اوسېدونکی نثار احمد ازادي راډیو ته وویل، دوی ته د افغانستان د زده کړو بهیر ځکه سخت دی چې په خبره یې پاکستان کې زېږدلی او رالوی شوی او په اردو او انګلیسي ژبه یې زده کړې کړي دي:" زمونږ د ژبې ستونزه ده، زمونږ درسونه هلته په اردو او انګلیسي باندې وو، دلته بیا درسونه په پښتو او دري دي. حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې مونږ ته ښوونځیو کې د ژبو، په ځانګړي ډول، د پښتو او دري ژبو کورسونه برابر کړي."

له پاکستانه راستنه شوې او د لسم ټولګي زده کوونکې پیغله نیلم چې اوس یې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د محدودیت له امله په خبره، یو افغان انلاین ښوونځي کې زده کړې پیل کړي هم وايي، ورته ستونزې سره مخ ده.

دې وړاندې ازادي راډیو ته وویل: " کوشش کوم چې هغه سمه پښتو ووایم، د دې ځای د خلکو په شان، چې اردو په کې رانشي، یا انګلیسي په کې رانشي خو رانه ګډه، وډه شي، چې جمله پوره کوم، یو ټکی په کې انګلیسي شي، دوه په کې اردو وي او دوه هم په کې پښتو، نو ځکه زما په پښتو دلته څوک نه پوهېږي. "

نیلم هم د طالبانو حکومت له پوهنې وزارته په خپله مورنۍ ژبه د لیک، لوست په برخه کې د ملاتړو پروګرامونو غوښتنه وکړه.

د زده کړو د برخې یو شمیر افغان فعالان هم په دې نظر دي، چې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت او ښوونځي باید دې زده کوونکو ته د ژبې د زده کړې تقویتي پروګرام جوړ کړي.

له دې ډلې فضل هادي وزین ازادي راډیو ته وویل: "ستونزې شته خو زمونږ تجربه دا ده چې ډیر لنډ وخت کې، تقریباً یو کال، یو نیم کال کې دا ستونزه حل کېږي او ډیری زده کوونکي کولای شي چې ان په همغه صنف کې چې دوی شامل شوي دي شپږ میاشتې ورسته نورو شاګردانو سره یو ځای پرمختګ وکړي، پوهنې وزارت او مکتبونو ته پکار ده چې ځني اسانتیاوې ورته برابرې کړي، یو خاص پروګرام ورته جوړ کړي، بل حل نه لري، داسې نه شي کیدای چې بېرته لومړي ټولګي کې کښینول شي."

نوموړی زیاتوي، چې راستانه شوي زده کوونکي بابد په شخصي ډول هم، لکه تولګیوالو، دوستانو او خپلوانو سره ، دغه شان د ډیر لیک، لوست له لارې ورو ورو خپلې دا ستونزې حل کړي.

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د طالبانو تر کنترول لاندې ملي راډیو تلویزیون د جون په ۲۴ په خپله ویب پانه لیکلي، چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او د پوهنې وزارت مسوولانو د بېرته راستنو شویو کډوالو د زده کړو د دوام پر وړاندې د پرتو ستونزو په اړه سره خبرې کړې دي.

خو په خبر کې راغلي، چې زیاتره راستنېدونکي د تحصیلي اسنادو او مدارکو له نشتوالي سره مخ دي او د جذبولو او زده کړو د دوام لپاره یې باید اسانتیاوې برابرې شي.

پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهیسې له هغه هیواد د افغان کډوال اېستل پیل کړي دي چې لا هم دوام لري.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د جون په شلمه د کډوالو په نړیواله ورځ په یو پیغام کې ویلي و، چې له یادې مودې تر اوسه ۲.۴ میلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

که څه هم ښاغلي شریف ادعا کړې چې د ستنېدنې دا بهیر منظم او عادلانه دی خو افغان کډوال او بېلابیل نړیوال سازمانونه یې غیر تدریجي او جبري شړل بولي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG