د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۲۴

په استرالیا، نیوزلنډ او فیجي کې ممکن زرګونه افغانان له قونسلي خدمتونو بې برخې شي

په استرالیا کې د افغانستان سفارت ودانۍ
په استرالیا کې د افغانستان سفارت ودانۍ

په اسټرالیا کې د افغان سفیر وحیدالله ویسي د کار موده د جولای په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلې او ښايي هلته د افغانستان سفارت وتړل شي. ښاغلي ویسي د خپل کار د پای ته رسېدو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې ښایي سفارت هم وتړل شي.

په استرالیا کې د افغانستان د سفارت احتمالي بندېدو، هلته د مېشتو افغانانو اندېښنې پارولي دي.

په اسټرالیا کې د افغانستان سفیر وحیدالله ویسي د سه شنبې په ورځ « د جون په ۳۰مه» ناوخته پر خپله ایکس پاڼه لیکلي و چې د کار موده یې د جولای په لومړۍ نېټه پای ته رسېدلې او ښايي هلته افغان سفارت وتړل شي.

ښاغلي ویسي خپله وروستۍ رسمي لیدنه د اسټرالیا له یوې حکومتي چارواکې سم موسټین سره کړې او د دې لیدنې د عکسونو په خپرولو یې لیکلي چې "سفارت ښایي وتړل شي خو زه هیله من یم چې اسټرالیا له افغانانو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي."

افغان سفیر وحیدالله ویسي د استرالیا له یوې چارواکې سره
افغان سفیر وحیدالله ویسي د استرالیا له یوې چارواکې سره

وحیدالله ویسي له ۲۰۱۷ کال راهیسې هلته سفیر پاتې شوی و.

په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت د نیوزیلنډ او فیجي هېوادونه هم تر پوښښ لاندې لرل او هلته یې مېشتو افغانانو ته قونسلي خدمتونه کول.

له دې تحول وروسته اسټرالیا کې یو شمېر مېشت افغانان وایي د سفارت احتمالي تړل کېدل یوازې د یوې ډیپلوماتیکې دستګاه ختمېدل نه بلکې د زرګونو مېشتو افغانانو لپاره د قونسلي خدمتونو پای ته رسېدل دي.

په ملبورن کې مېشت افغان زاهد صافي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:"د سفارت بندېدل یوازې د یوې ډیپلوماتېکې ادارې بندېدل نه بلکې دلته زرګونه افغانان حقوقي او قونسلي خدمتونه له لاسه ورکوي،له دې وروسته افغانان مجبوره دي چې نورو هېوادونو ته سفر وکړي او هلته خپلې قونسلي چارې پر مخ یوسي،نو په دې اساس د سفارت تړلو اغېزه به دلته پر مېشتو افغانانو ډېره وي.."

استرالیا کې ځینې مېشت افغانان بیا وایي چې د دې سفارت ځینې قونسلي خدمتونه له وړاندې محدود وو او صادر شوي اسناد یې د طالبانو حکومت ته د منلو نه و.

په ملبورن ښار کې یو بل مېشت افغان صبغت الله چې کابو درې کاله وړاندې دغه هېواد ته له خپلې کورنۍ سره تللی هم په دې اړه یې وړاندې ازادي راډیو ته زیاته کړه:"زه دلته د یو افغان او د یوې کورنۍ د مشر په توګه د استرالیا له حکومته غواړم چې د افغانستان سفارت خلاص کړي ةکه موږ دلته له ډېرو ستونزو سره مخ یو، دلته زرګونه افغانان مېشت دي او هر یو یې بېلابېلې ستونزې لري، اول زه خپله ما څو موده وړاندې خپل د «موټر» لیسانس کنبرا کې د افغانستان سفارت ته ولېږه، سفارت وویل چې موږ د دې تایید صلاحیت نه لرو،ځکه دوی سفارت محدود کړی و او اوس بند سو، اوس زه اړ یم چې د لیسانس تر لاسه کولو ته دوه درې کاله په تمه شم.”

په اسټرالیا کې مېشتو ځینو نورو افغانانو چې حتا د هغه هېواد تابعیت هم لري، ازادي راډیو ته وویل چې د خپلو ډېریو قونسلي چارو پرمخ وړلو لپاره اړ شوي چې دوبۍ ته د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت ته سفر وکړي چې دا چارې حتا په اونیو وخت او د سفر له امله زیاتو لګښتونو ته اړتیا لري.

په استرالیا کې د افغان سفیر او افغانستان د سفارت د کار ختمېدل او احتمالي تړلو د بشري حقونو د ځینو بنسټونو اندېښنې هم راپارولي دي.

له دې ډلې د بشري حقونو د فعالانو اتحاد چې وړاندې یې په دې اړه د یو یو بیان په خپرولو د استرالیا حکومت د بیا غور غوښتنه کړې وه، یو غړي یې فهیم فرواک ازادي راډیو ته وویل چې د دا ډول پرېکړې مستقیما پر عامو افغان کډوالو بشري او سیاسي پایلې لري:

"د بشري حقونو د فعالانو اتحاد د هېواد د ډیپلوماتیکو د کمزوري کېدو د ځینو سفارتونو په ځانګړې توګه استرالیا کې د افغانستان د سفارت احتمالي تړل کېدو په ژوره اندېښنه څرګندوي،موږ باور لرو چې دا ډول اقدامات یوازې اداري پرېکړې نه دي بلکې مستقیم انساني، سیاسي او د بشري حقونو پایلې لري،د سفارتونو تړل د خلکو لپاره د اساسي خدمتونو لاسرسی محدودوي او د کډوالو غږ کمزوری کوي."

ښاغلی فرواک ټینګار کوي چې بهرني هېواددونو د افغانانو لپاره په اوسنیو شرایطو کې کې ډیپلوماتیکې لارې پرانیستې وساتي تر څو پر خبره افغانان له دې لارې خپل غږ ورسوي، بشري حقونو تر لاسرسی ولري او غوښتنه کوي چې د افغانانو برخلیک سره مسولانه چلند وکړي.

د یادونې ده چې په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت د نیوزیلنډ او فیجي هېوادونه هم تر پوښښ لاندې لرل او هلته یې مېشتو افغانانو ته خدمات وړاندې کول.

د معلوماتو له مخې، استرالیا شاوخوا ۹۰زره افغانان اوسیږي او په نیوزیلنډ کې بیا د افغانانو شمېر شاوخوا ۹ زرو ته رسیږي. په فیجي کې یواځې ۳۰ افغانان په موقتو ویزو اوسیږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG