د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۲۴

وروستیو بریدونو ته په پام د کابل او اسلام آباد اړیکي کومې خواته روانې دي

پاکستان د افغانستان په څو ولایتونو په وروستیو بریدونو او له هغې مخکې نورو هغو سره ښودلې چې دا هیواد به د طالبانو د حکومت له سخت غبرګون سره سره له دغو بریدونو لاس وانخلي. د دغو بریدونو اکثره قربانیان هم ولسي وګړي دي چې د ملګروملتونو په ګډون د بشري حقونو نړیوال بنسټونه یې اندیښمن کړي دي.

د ملګروملتونو په ګډون نړیوالو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکیچ د دوام په اړه تل اندیښنه څرګنده کړې اودا اندیښنې هله زیاتې شوي چې د دواړو لورو ترمنځ بیا بیا نښتې شوې دي. د افغانستان په درې ولایتونو، پکتیا، پکتیکا او کونړ کې د پاکستان د یکشنبې د شپې هوایي بریدونه یې یوه ښکاره بیلګه ده. د ملګروملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتیرش په ګډون یوشمیر چارواکو او نړیوالو بنسټونو په دغو بریدونو کې د ولسي وګړو د وژل کیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه چې په نښتو کې باید د ملکي وګړو خوندیتوب ته ډیرپام وشي او افغانستان او پاکستان دې خپلې لانجې د خبرواترو او تفاهم له لارې هوارې کړي. د هغو نښتو او بریدونو په اړه چې اکثره قربانیان یې ملکیان په تیره ښځې او ماشومان ښودل شوي، دواړو لورو تل مختلفې ادعاوې کړې دي چې ډیرځلې یې سپیناوی ګران دی. د افغانستان په درې ولایتونو کې د وروستیو هوایي بریدونو په اړه اسلام آباد ویلي چې په دغو بریدونو کې یې وسله وال وژلي خو د طالبانو حکومت وایي، وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي. د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما هم په دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ ژولې پخلی وکړ خو شمیریې له هغه څه چې طالبانو ښودلی و، توپیردرلود. یوناما د لږترلږه ۲۸ کسانو د وژل کیدو او د ۴۹ د ټپي کیدو خبره کړي خو د طالبانو حکومت د وژل شویو کسانو شمیر۳۶ او د ټپیانو۱۶۳ ښودلی دی. پاکستاني چارواکو بیا په دغو بریدونو کې د ۲۴ وسله والو د وژلو خبره کړې ده.

په پکتیا، پکتیکا او کونړ د پاکستان هوايي بریدونه؛ د لسګونو ملکیانو د مرګژوبلې راپور ورکړل شوی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:54 0:00

تردې مخکې هم په افغانستان کې د پاکستان په هوایي بریدونو کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبلې اوښتي چې د ملګروملتونو په ګډون د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو هم هغه تایید کړي دي خو پاکستاني چارواکو بیاهم ټینګارکړی چې د هغو سخت دریځو وسله والو ځایونه یې په نښه کړي چې د دوی په وینا د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه تنظیموي. اسلام آباد د خپلو بریدونو د توجیه لپاره تل تور لګولي چې د پاکستان د تحریک طالبان ډلې ټي ټي پي په ګډون یوشمیرسختدریځې ډلې چې دوی ورته د فتنه خوارج کلمه کاروي او د طالبانو حکومت یې په ملاتړ تورنوي، په نښه کړي دي. خو د طالبانو حکومت دغه تورونه تل ردکړي دي.


هدف او مقصد یې دادی چې طالبانو باندې فشار راوړي ترڅو طالبان دوی ته تمکین وکړي. او له بلې خوا غواړي چې د طالبانو په مقابل کې د افغانستان خلک وپاروي

پوښتنه داده چې پاکستان په دغو بریدونو سره چې اکثره قربانیان یې ملکي وګړي دي او ملګروملتونو او د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو هم هغه په یو شمیرکې تایید کړي دي، څه لاس ته راوړي، ایا هغه د طالبانو له حکومت سره د دې هیواد په اړیکوکې ترینګلتیا لا نه زیاتوي؟ په دې اړه د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي پخوانی استاد نصرالله ستانیکزی وایي: " زه فکرکوم د پاکستان حکومت چې د خپلو دغو اعمالو په نتیجه کې د جنګي جنایاتو مرتکب شوی دی او انکاریې لاپسې د دوی جرم غښتلی کوي، هدف او مقصد یې دادی چې طالبانو باندې فشار راوړي ترڅو طالبان دوی ته تمکین وکړي. او له بلې خوا غواړي چې د طالبانو په مقابل کې د افغانستان خلک وپاروي اودا وښیي چې طالبان د افغانستان د ساتلو توان نه لري."

د سیاسي چارو بل شنونکی اوپه پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلوماټ امیرګران بیا په دې نظردی چې د پاکستان اقتصادي وضعیت خراب دی او دا هیواد د ده په خبره د ډالرو د ترلاسه کولو لپاره پروژې ته اړتیا لري:

" په پاکستان کې وضعه ډیره ناارامه ده، ناامنه ده، مثلاً اقتصادي ژورې ستونزې دي، دوی ډالري جګړو ته ضرورت لري او غواړي چې د امریکا په مرسته، د نورو هیوادو په مرسته دلته یوځل بیا دغه ډالري جګړو ته وده ورکړي او دغه پروژې په لاس راوړي. دلته قرباني د ډیورنډ د تحمیلې کرښې شاوخوا ولسونه دي."

د طالبانوحکومت د دغو بریدونو په غبرګون کې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د پاکستان د سفارت شارزدافیراحضارکړاو هغه ته یې په بریدونو کې د ملکي وګړو د وژل کیدو او ټپي کیدو په اړه خپل شدید اعتراض وړاندې کړ. تردې مخکې د طالبانو چارواکو ډیرځلې د پاکستان د بریدونو په وړاندې د غچ اخیستونکو اقداماتو خبره کړې خو د وروستیو څو بریدونو په اړه د طالب لوړپوړو چارواکو له څرګندونو داسې بریښي چې د پخوا پرتله اوس یې دریځ یوڅه نرم شوی. که خبره همداسې وي علت یې څه کیدای شي، یو واربیا ښاغلی ستانکیزی: "سره له دې چې دا به مشکله وي چې سړی یې دا علت ووایي، شاید د قواوو توازن ته په پام سره به اقدام ونکړي او یا داده چې د نورو بهرنیو هیوادونو، لکه د عربي هیوادونو، ترکیې، ایران او چین تر فشارلاندې به اقدامات نه کوي. هغوی به له دوی د صبر او تحمل غوښتنه کوي. اما په هرصورت زه فکر کوم چې د قواوو توازن به دوی ته یوڅه مشکل وي چې عکس العمل وښیي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د افغانستان له یوې خصوصي رسنۍ سره په ضمني ډول د قواوو د انډول نابرابري ومنله او ویې ویل چې د پاکستان د مخکینیو بریدونو غچ اخیستل شوی او دا برید به هم بې ځوابه پاتې نه شي، خو زیاته یې کړه چې که د هوا له لارې نه وي دوی په ځمکه انتقام اخیستلی شي چې ښایي اشاره یې د ډیورنډ د کرښې په بله غاړه کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پوستو ته وه چې د طالبانو ځواکونو په مخکینیو غچ اخیستونکو بریدونو کې هغه ډیرځلې په نښه کړې دي.

که څه هم د طالبانو دفاع وزارت وروسته وویل چې په هوایي بریدونو کې یې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش او د دوی په خبره د شر او فساد مرکزونه په نښه کړي او هغوی ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي خو د پاکستان پوځ ویلي چې څلورډرونونه یې په بلوجستان کې راغورځولي او چاته زیان ندی رسیدلی.

پاکستان ښایي یو قوت وي خو دا هیواد د تشدد له لارې نشي کولای خپلو هدفونو ته ورسیږي

د سیاسي چارو بل شنونکی او ازاد خبریال سمیع یوسفزی

بیا په دې اند دی چې پاکستان ښایي یو قوت وي خو دا هیواد د تشدد له لارې نشي کولای خپلو هدفونو ته ورسیږي.

" صحیح ده چې پاکستان یو نظامي قوت دی، بمبارد کولای شي خو د دغو ټولو باوجود نه ټي ټي پي( تحریک طالبان پاکستان) ته په پاکستان کې دننه ماتې ورکولای شي او نه هم طالبان داسې یو بیان، یا داسې یوه عمل ته مجبورولی شي چې د ټي ټي پي مخالفت وکړي یا د ټي ټي پي چې کوم مقاومت ده، د هغه په اړه دې داسې کومه خبره وکړي چې هغه د پاکستان غوښتنه وي."

ایا ټي ټي پي یا نورې سختدریځې ډلې چې اسلام آباد د طالبانو حکومت د هغوی په ملاتړ تورنوي، د دواړو لورو ترمنځ د شخړو د زیاتوالي اصلي لامل دی او که ترشا یې نورعوامل هم شته، په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلوماټ امیرګران وایي، پاکستان له څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې خپل عمق ستراتیژیک تعقیب کړی او دا هیواد نه غواړي چې افغانستان یو قوي دولت ولري:

پاکستان ډیر غیرډیپلوماتیک او غیراصولي دوکتورین هم په نظرکې لري او هغه داده چې افغانستان کې بې ثباتي غواړي

" پاکستان ډیر غیرډیپلوماتیک او غیراصولي دوکتورین هم په نظرکې لري او هغه داده چې افغانستان کې بې ثباتي غواړي او په افغانستان کې هره واکمني چې وي، ورته دغسې دیکتې کوي، یادغسې د دوی جیوپولیتیک، سیمه ییز اهداف دا ورته وایي، چې ګویا تاسې د سیمې له هیوادو سره، خصوصاً له هند سره خپلو ډیپلوماتیکویا تجارتي او اقتصادي او نورو اړیکو ته پراختیا مه ورکوئ او په دغه ساحه کې خپل سیاستونه یا پالیسۍ د پاکستان د پوځي ستبلشمینټ د اوامرو یا د هغوی د اهدافو یا دوکتورینو تابع وګرځوئ. دا خو افغانستان په هیڅ صورت سره نشي منلی."

د کابل او اسلام آباد ترمنځ اړیکي چې د جمهوریت په نژدې شل کلنه دوره کې تل ترینګلې وې، پرافغانستان د طالبانو له بیاواکمنیدو وروسته ان د جګړې ترحده کړکیچنې شوې. پوښتنه داده چې که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي، دغه اړیکې به څه ډول بڼه غوره کړي، د سیاسي چارو شنونکی سیمع یوسفزی وایي، د دې نښې نه لیدل کیږي چې دواړه خواوې دې روغه جوړه وکړي او نړیوال هم نور له منځګړیتوب ستړي شوي دي.

د تاسف ځای دی چې افغانستان کې بې ګناه کسان د پاکستان په بمباریو کې وژل کیږي خو پاکستان کې څوک غږ نشي پورته کولای

" د دواړو ملکونو دا روابط چې دي، بیخي زه فکرکوم چې په تاریخ کې دومره ټیټې سطحې ته ندي راغلي، یوبل باندی عدم اعتماد، یودبل خلاف بیانونه او متاسفانه اوس د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ هم د دغو تبلیغاتو، د دغه ډول روابطو له امله ډیر زیات یوه د نفرت فضا رامنځته شوې ده. حتی ډیر د تاسف ځای دی چې افغانستان کې بې ګناه کسان د پاکستان په بمباریو کې وژل کیږي خو پاکستان کې څوک غږ نشي پورته کولای بلکې مقابل کې هماعه د حکومت چې کوم روایت دی، په حکومت کې کومه دعوه ده، هغه مني نو له دې امله د خلکو ترمنځ روابط خراب شوي دي، د کابل او اسلام آباد ترمنځ، د واکمنانو ترمنځ روابط ډیر د بحران طرف ته تللي دي او د دغو روابطو بیرته کو شیر کولو یا یوجای کولو لپاره داسې جدي هڅې هم نه لیدل کیږي. او دا یو داسې حالت دی چې که په دغه حالت کې پاتې کیږي نو بیا د دې امکان شته دی چې له دې نه نور هم مشکلات رامنځ ته شي."

ترهغو چې افغانستان په نړیوال ډګر کې منزوي وي، د افغان ولس غږ په سیمه او نړۍ کې څوک نه اوري

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکیچ په ځانګړې توګه د پاکستان د وروستیو هوایي بریدونو په اړه د کورنیواو نړیوالو غبرګونونو په ترڅ کې د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني بیان له دې پلوه د پام وړدی چې ویلي یې دي ترهغو چې افغانستان په نړیوال ډګر کې منزوي وي، د افغان ولس غږ په سیمه او نړۍ کې څوک نه اوري. ښاغلي غني په دغه بیان کې چې په ټولنیزو رسنیو کې یې خپورکړی، له ستونزو څخه د افغانستان د وتلو لپاره بیا د افغانانو ترمنځ د یوې عمومي اجماع د جوړیدو خبره کړې او ویلي یې دي چې دی چتمو دی چې د دغسې یوې ملي اجماع په جوړولو او له نړۍ سره په بېرته نښلېدو او وصل کېدو کې خپله ونډه واخلي. اشرف غني چې د جمهوري ریاست دوهمه دوره یې نیمګړې پاتې شوه او د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه چې طالبان د کابل تردروازو رسیدلي و، له هیواده ووت، د خپلې واکمنۍ په موده کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په ګډون په ډیرو مواردو کې د ملي اجماع د جوړولو خبره کړې خو هیڅکله یې نتیجه نده ورکړې.

د اشرف غني او له هغه مخکې د حامدکرزي په واکمنیو کې چې د نړیوالو له بشپړملاتړ څخه برخمنې وې، کابل تل اسلام آباد په افغانستان کې په نا امنیو کې په لاس لرلو تورناوه او د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې یې د پاکستان پرهمکارۍ شک کاوه، خو هیڅکله هم ونه توانیدل چې نړیوال پدې قانع کړي چې د هغه هیواد په وړاندې اقدام وکړي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

  • 16x9 Image

    نوریاس نوري

    چک جمهوریت، پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغان څانګې خبریال

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG