په افغانستان کې د اوړي ګرمې څپې د هغو کورنیو ژوند سخت کړی چې تودو ولایتونو کې اوسیږي او برښنا نه لري.
د هوا له تودوخې سره د ماشو، مچانو او نورو حشراتو شمېر او دملاریا په ګډون د بېلابېلو فصلي ناروغیو پېښې هم زیاتېږي.
په کونړ ولایت کې زیاتره خلک له پشه خانو استفاده کوي، ځکه دلته ډیر خلک برښنا نه لري، سولر ته هم د چا وسه نه کېږي، نو د هغې په نسبت دا ډیرې ارزانه دي، له ماشو نه پرې ځان بچ ساتي، دا ماشې ملاریا ګډويلطیفه
د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد اوسېدونکې لطیفه وايي ډیری خلک له ماشو د خلاصون په موخه له پشه خانو استفاده کوي: " په کونړ ولایت کې زیاتره خلک له پشه خانو استفاده کوي، ځکه دلته ډیر خلک برښنا نه لري، سولر ته هم د چا وسه نه کېږي، نو د هغې په نسبت دا ډیرې ارزانه دي، له ماشو نه پرې ځان بچ ساتي، دا ماشې ملاریا ګډوي."
د کندهار ولایت اوسېدونکی محمد صادق صداقت هم ورته خبره کوي.
دی بیا وايي، په کندهار ښار کې د برېښنا او په خونو کې د سړونکو امکاناتو د موجودیت له امله له پشه خانو استفاده کمه ده، خو په کلیو او بانډو کې چې خلک بهر ویده کېږي، بیا په پراخ ډول کارول کېږي: " په صحرا کې ټول خلک همدا پشه خانې کاروي، یو ډول درمل دي هغه هم پرې وهي، ځکه که دننه پشه خانې ته کومه غوماشه، مچ یا کومه بله حشره ننوتلې وي، هغه خپله له منځه ځي او مري. "
بلخ ولایت کې هم چې په دوبي کې ګرمي په کې زیاته وي خلک له پشه خانو استفاده کوي.
د دې ولایت د مزار شریف ښار اوسېدونکي صفی الله دی ازادي راډیو ته وویل:" دې وختونو کې له پشه خانې استفاده ډېره ده، خلک د حشرو ضد پشه خانې هم استفاده کوي او عادي پشه خانې هم، مونږ خپله یې تیاری جوړې شوې اخلو، ځني کسان چې توان یې نه لري جالۍ اخلي خپله یې ګنډي، دوه نفره څلور، پنځه سوه افغانۍ او یو نفره یې هم درې سوه افغانۍ دي."
د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار اوسېدونکی زاهد الله وايي، پخوا به ځینو موسسو خلکو ته پشه خانې وړیا هم ورکولې چې د حشراتو ضد درمل به هم پرې شیندل شوي وو، خو په خبره یې دا دوه کاله نه دي ورکړل شوي.
"هلت نیت موسسې هم ورکولې، نورو به هم کمک کولو، د سیمې د کلینیکونو له لارې به ویشل کېدې، خو دا دوه کاله کېږي چې ما نه دي لیدلي، ځکه چې توزیع شروع شي، ماشومان تګ راتګ لري بیا یې ورکوي ورته. "
د یادونې ده چې په افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته دغه هیواد سره د نړیوالو مرستو په کمېدو، د بودجې د کمښت له امله ډېرې موسسې تړل شوي او یو شمیرو بیا خپل فعالیتونه محدود کړي دي، چې د زاهدالله په باور ممکن د پشه خانو د وېش پروګرامونه یې هم اغیزمن کړي وي.
په صحرا کې ټول خلک همدا پشه خانې کاروي، یو ډول درمل دي هغه هم پرې وهي، ځکه که دننه پشه خانې ته کومه غوماشه، مچ یا کومه بله حشره ننوتلې وي، هغه خپله له منځه ځي او مريصادق
که څه هم د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) افغانستان څانګې د روان لمریز کال د ثور په پنځمه د ملاریا ناروغۍ په وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس پاڼه لیکلي و، چې په دغه هیواد کې یې له ۲۲۰ زره څخه زیاتې پشهخانې وېشلي.
خو د ملګرو ملتونو دې پروګرام زیاته کړې وه چې دا پشه خانې یې د میندواره میرمنو تر منځ ویشلي دي.
ویل کېږي چې ماشومان او میندوارې میرمنې د ماشو په وسیله له لېږدونکو ناروغیو څخه ډېر متاثره دي.
دا چې سږ کال د ماشو په وسیله د لېږدونکو مرضونو له امله څومره کسان په ناروغیو اخته شوي او ایا خلکو ته له ماشو د خوندیتابه لپاره اوس هم د ځینو موسسو له خوا پشه خانې ویشل کېږي که نه، په دې اړه مو د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وپوښت خو د راپور تر خپرېدو یې د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.
خو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو. ایچ.او) په اپریل میاشت کې، په افغانستان کې په ملاریا ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمیر ۲۹۰۰ او په ډینګي تبې د اخته شویو ۲۳۸ ښودلی و.
ډاکټران له پشه خانې استفاده د ملاریا، ډینګي تبې او ځینو نورو نارغیو د مخنیوي لپاره ډېره مهمه بولي زیاتوي، دایې یې اسانه او ارزانه لاره ده.
له دې ډلې د داخله نارویو متخصص داکټر ناصر فګار ازادي راډیو ته وویل:" د ځینو ناروغیو د مخنیوي په خاطر دا یوه اسانه او ارزانه طریقه ده، البته په هغو سیمو کې چې هوا په کې ډېره ککړه وي، ډېره ګرمه وي، مرطوبه وي او ماشې او مچان په کې ډېر لیدل کېږي، پشه خانې نه یوازې د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي لپاره کارول کېږي بلکې له دینګي ناروغي چې نن سبا ډېره لیدل کېږي هم ساتنه کوي او دغه شان د ځینو نورو حشراتو له چېچلو څخه هم مونږ خوندي کولای شي. "
نوموړی زیاتوي چې پشه خانې ماشو نه د خوندیتوب په خاطر د کیمیاوي موادو له سوځولو یا دود کولو دغه شان د سپرې ګانو له استعمال ځکه هم ښې دي چې کیدای شي هغه د ځینو تسمماتو، ساه بندۍ او نورو ستونزو لامل شي.
دې ټینګار کوي، چې د ناروغیو د مخنیوي لپاره تل ګران او پرمختللي وسایل اړین نه وي بلکې په کمو امکاناتو هم د خلکو روغتیا ساتل کېدای شي.
د کورونو شاوخوا د ولاړو اوبو له منځه وړل، له کثافاتو یې پاک ساتل، کړکیو او دروازو ته جالۍ او د پشه خانو کارول هغه ساده لارې دي چې په خبره یې د ماشو، مچانو او نورو حشراتو د زیاتېدو مخه نیسي.
په ځانګړي ډول د شپې پر مهال د پشه خانو استعمال د ماشو د چېچلو او له امله یې بېلابیلو ناروغیو څخه د خوندي پاتې کېدو تر ټولو اغیزمنه وسیله ده.
پشه خانه په اصل کې جالۍ ده، چې ځني یې پلاستیکي، فلزي یا فایبر چوکاټ لري.
پر بستري یا د ماشومانو پر زانګو وهل کېږي، ځني یې د ځړولو لپاره څلور خواوته تسمې لري او دغه شان د وتلو، ننوتلو لپاره دروازې چې د ځنځیر په واسطه خلاصېږي او تړل کېږي.