۵۵ کلن دولت خان، د همدې کډوالو له ډلې دی چې څلورنیمې لسیزې مخکې له خپلې نهه کسیزې کورنۍ سره پاکستان ته کډوال شو، خو اوس داسې مهال بیرته راستون شوی چې د کورنۍ د غړو شمېر یې ډېر او اقتصادي ستونزې یې پراخې دي.
دولت خان اوس د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې خپلې مینې کې ژوند کوي.
زموږ تصور دا و چې په وطن کې به کاروبار جوړ وي خو له بده مرغه دلته کار نشتهدولت خان
له نږدې ۴۵ کاله کډوالۍ وروسته، خپلې سیمې ته راستون شوی خو ژوند یې لا هم له لوړو او ژورو سره مخ دی.
د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې استوګن ۵۵ کلن دولت خان تازه دوه میاشتې وړاندې په خیبرپښتونخوا کې خپله ۴۵ کلنه کډواله زندګي پای ته ورسوله او د کډوالو په وړاندې د پاکستان د تاوتریخوالي د ډک چلند د راپورونو له خپرېدو وروسته په خپله خوښه وطن ته ستون شو.
هغه په اچین ولسوالۍ کې چېرته چې د هغه پلرنی ټاټوبی دی، په خپله جګړه ځپلې کلا کې چې له خټو جوړه او خونې یې له اوسېدو وتلي خپل ژوند له صفره پیل کړی دی.
په خبره یې د خپل کور په حویلۍ کې د ونې سیورې ته ناست وي او خپلو لمسیانو ته چې لوبې کوي ګوري، خو ذهن یې د ژوند هغه خاطرو ته ځي چې نږدې نیمه پیړۍ وړاندې پیل شوې وې.
پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل مهال، هغه چې د دولت خان په خبره د ده عمر شاوخوا ۹ کاله وو او جګړو له امله یې کورنۍ اړ شوه خپل کلی، کور او ژوند شاته پرېږدي او ګاونډ ته کډه شي.
وايي هغه مهال یې لږ لږ یادیږي، چې په څومره سختو حالاتو کې له وطنه ووتل.
د دولت خان په خبره په ۴۵ کاله کډوالۍ کې یې له خپل وطن سره مینه کمه نه شوه خو له راستنېدو وروسته له داسې ستونزو سره مخ شوی چې د راتلونکې په اړه یې اندېښنې زیاتې شوي دي، د بې کارۍ او بې روزګارۍ ستونزې.
دولت خان ازادي راډیو ته وویل: "دلته له بده مرغه کار او روزګار نشته، هلته چې موږ وو، هر کس ته کار پیدا کېده، که لږ و او که ډېر خو کار و، دلته موږ په کار پسې ګرځو خو هیڅ کار نه پیدا کیږي."
د سرپنا نه لرل او دغه راز د نجونو په زده کړو محدودیت بله هغه ستونزه ده چې د دولت خان په خبره دی ورسره مخ دی.
هغه غوښتنه کوي چې واکمن نظام دې، د نجونو په زده کړو محدودیت پای ته ورسوي، تر څو د ده د لوڼو په ګډون ټولې افغانې نجونې خپلې نیمګړې زده کړې پای ته ورسوي.
هغه وویل:"حکومت دې، پروژې شروع کړي، تعلیم ته دې پام وکړي، په ځانګړي ډول د نجونو زده کړو ته باید ډېره پاملرنه وکړي، ځکه همدا زده کړې دي چې یو هیواد په کې پرمختګ کولای شي، دا موږ چې اوس بې روزګاره یو، یو لامل یې همدا دی چې زموږ تعلیمي کچه ټیټه ده."
طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واک وروسته له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د نجونو پر مخ د عصري زده کړو دروازې تړلي دي او د دولت خان په ګډون یې د خپلو لوڼو د راتلونکې په اړه د سلګونو زره پلارانو اندېښنې زیاتې کړي دي.
دولت خان وايي هغه مهال چې له افغانستانه کډوال کېدل د کورنۍ د غړو شمېر یې نهه کسان وو خو بیرته د راستنېدو وروسته یې د کورنۍ د غړو شمېر له دوه سوه اوړي چې ډېر یې شمېر یې په کې د کډوالۍ پر مهال پیدا شوي او له خپل وطن سره یوازې فطري رشته لري.
هغه وايي اولادونه یې اوس مهال داسې چلند کوي لکه له خپل اصلي ټاټوبي چې کډوال شوي وي خو هغه هیله لري چې دا هر څه به په کرار کرار عادي شي.
نوموړي وویل په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، زنداني کولو او ایستلو له پراخه عملیاتو له پیل سره سم یې نور په هغه هیواد کې ځان خوندي نه احساسوه ځکه یې پرېکړه وکړه چې باید خپلې اصلې مېنې ته ستون شي، خو په خبره یې د خیبرپښتونخوا پرېښودل هم ورته اسانه نه و ځکه د ژوند مهم او خواږه کلونه یې هلته تېر کړي دي.
هغه وویل: " د پآکستان حکومت د افغانانو په وړاندې عملیات پیل کړل، په کورونو به ننوتل او خلک یې بې عزته کول، نو موږ فکر وکړو چې له دې مخکې چې هغوی راشي او موږ په زور وباسي، ماشومان مو پاتې شي او موږ راوویستل شو، نو دا خو بیا شرم وو نو پرېکړه مو وکړه چې په خپله خوښه راستانه شو."
هغه وايي په پاکستان کې یې د ورځې مزدوري او ځینې کوچني کاروبارونه کول، خو دلته تر اوسه نه دی توانېدلی د عاید کومه ثابته سرچینه پیدا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ پراخه شوې ده.
که څه هغه هیواد په ۲۰۲۳ کال کې په رسمي ډول له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه او د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې تر ۲۰۲۶ کاله پورې له دوه میلیونه ډېر کډوال بیرته ستانه کړي چې ډېری یې د دولت خان په څېر د بې کارۍ، د سرپناه د نشتوالي، روغتیايي او تعلیمي اسانتیاوو نه موجودیت او د راتلونکې په اړه د ناڅرکند حالت له ستونزو سره مخ دي.
د دولت خان د ژوند دا کیسه یوازې د یو کس کیسه نه ده، بلکې د هغو زرګونو افغانانو سرنوشت دی چې د جګړو ، بې ځایه کېدو او کډوالې تر سیورې لاندې لوی شوي، عمرونه یې تېر شوي او اوس وطن ته بېرته له راستنېدو وروسته د ژوند نوی پړاو پیلوي.
که کار راته پیدا نه شي بیرته پاکستان ته غواړم کډوال شمدولت خان
خو د دې پړاو بریا تر ډېره په دې پورې تړلې ده چې دوی دغه تازه راستانه شوي څومره ژر کار او سرپنا پیدا کولای شي، تر هغه به ښايي د دولت خان په څېر ډېرې راستنې شوې کډوالې کورنۍ د ماښام ډوډۍ خوري خو د سبا د ډوډۍ د پیدا کولو په اړه به اندېښمنې وي.
خو دا یې بیا تر ټولو ډېره اندېښمنونکې ده، د کار په لټه بیا د کډوالۍ هڅه، دولت خان وايي که په کور دننه ورته کاري زمینه برابره نه شي مجبور دی، خپلو اولادونو ته د ډوډۍ د پیدا کولو په پار بیا ګاونډ ته پناه یوسي، هغه ځای چې دولت خان په کې نږدې پنځه څلویښت کاله ژوند کړی.