د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۱

ګروسي: د ایران له اټومي تاسیساتو به څارنه ترسره کړي؛ تهران له بمارشویو هغو ته اجازه نه ورکوي

د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څارنې اداې مشر رافایل ګروسي د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ایران له اټومي تاسیساتو به څارنه وکړي خو داچې کله، په دې اړه یې نورجزیات ورنکړل.

نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې تهران او واشنګټن تیره اونۍ یوتفاهم لیک لاسلیک کړ چې هدف یې د منځني ختیځ د جګړې پای ته رسول دي. په دغه تړون کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه په راتلونکو اقداماتو کې د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې د رول یادونه هم شوې ده.

د فرانسپرس خبري آژانس د راپورله مخې رافایل ګروسي له جاپان څخه د کتنې پر مهال خبریالانو ته وویل چې په دغه هوکړه کې "په څرګنده توګه" راغلي چې "هغه اټومي فعالیتونه به چې د اټومي موادو اړوند تاسیساتو کې ترسره کېږي، د دې ادارې له خوا څارل کیږي."

د هر ډول تفتیش د ترسره کېدو د نېټې او ځایونو په اړه بحثونه روان دي

هغه زیاته کړه، دا ښکاره خبره ده چې موږ به یې څارنه کوو. د نوموړي په خبره د هر ډول تفتیش د ترسره کېدو د نېټې او ځایونو په اړه بحثونه روان دي او تمه ده چې په دې اړه به د ایران د حکومت په همغږۍ او همکاری ژر پرېکړه وشي.

ایران د سې شنبې په ورځ وویل چې د اټومي انرژۍ د څارنې ادارې ته به اجازه ورنکړي چې هغه تاسیسات وپلټي چې تېر کال د متحده ایالاتو او اسرائیل له خوا بمبار شوي وو، او د امریکا د مرستیال ولسمشر جې ډي ونس هغه ادعا یې رد کړه چې تهران منلې ده چې څارونکو ته به د لاسرسي اجازه ورکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د سې شنبې په ورځ وویل چې ایران "په بشپړ ډول موافقه کړې" چې اټومي څارونکي بېرته هېواد ته پرېږدي.

خو د چهارشنبې په ورځ له واشنګټن سره د تهران د تخنیکي خبرو د پلاوي مشر بیا ټینګار وکړ چې د دې نړیوالې ادارې د څارونکي ماموریت په اړه هیڅ موافقه نده شوې.

ایران "هیڅ پلان نه لري چې د په نښه شویو تاسیساتو یا اټومي موادو څخه څارنې ته اجازه ورکړي

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب ‌آبادي د امریکا او اسراییل په بریدونو کې په نښه شویو اټومي تاسیساتو ته په اشاره وویل چې ایران "هیڅ پلان نه لري چې د په نښه شویو تاسیساتو یا اټومي موادو څخه څارنې ته اجازه ورکړي."

هغه همدارنګه وویل چې ایران په سویس کې له ګروسي سره چې د غونډې غوښتنه یې کړې وه، له کتنې ډډه وکړه.

د ۲۰۲۵ کال په جون کې د امریکا او اسرائیل د ۱۲ ورځنۍ جګړې او بمبارۍ وروسته، د ایران په لوړه کچه د غني شویو سلګونو کیلوګرامو یورانیمو د زېرمو وضعیت لا هم ناڅرګند دی.

تهران تل دا رد کړې چې د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي، خو په عین حال کې ټینګار کوي چې د بشپړ ملکي اټومي پروګرام د پرمخ وړلو حق لري.

د تېر کال له جګړې وروسته د ایران پارلمان یوه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې تهران په جولای میاشت کې د ملګروملتونو د اټومي څارنې له ادارې سره همکاري وځنډوله.

خو ایران په سپټمبرمیاشت کې ومنله چې د یوې نوې موافقې له مخې څارونکو ته د بېرته ورتګ اجازه ورکوي چې په نتیجه کې یې د دې نړیوالې ادارې چارواکو په وروستیو میاشتو کې دې هېواد ته سفرونه وکړل. دوی د روانې میاشتې په پیل کې د بوشهر له اټومي بټۍ څخه هم کتنه ترسره کړه خو څارونکو ته تراوسه د بمبار شویو اټومي تاسیساتو د کتنې اجازه نه ده ورکړل شوې.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG