د افغانستان د نجونو له رباتیک ټیم څخه د کلیفورنیا ایالت په یوه پوهنتون کې د دوو لوړو افتخاري جایزو تر ترلاسه کولو پورې؛ د سمیې فاروقي کیسه د استعداد، زحمت او پر محدودیتونو د بریا کیسه ده.
هغه نجلۍ چې په افغانستان کې لویه شوه او له ګڼو ستونزو سره سره وتوانېده چې د امریکا په یوه معتبر پوهنتون کې د غوره محصلې په توګه وځلېږي.
اوس د هغې بریا یوازې یوه شخصي لاسته راوړنه نه ده، بلکې د هغو زرګونو افغان نجونو د هیلو او وړتیاوو نښه ده چې لا هم د زدهکړو او پرمختګ لپاره د فرصتونو په لټه کې دي.
ماته دا ثابته شوې چې استعداد هر ځای شته، وړتیا او ظرفیت هر ځای شته، او خوبونه هر ځای شته؛ خو څه چې نه دي برابر، هغه فرصتونه دي.سمیه فاروقي
سمیه فاروقي دا خبرې د کلیفورنیا د سکرمنټو ایالتي پوهنتون د زرګونو فارغانو په وړاندې د دغه پوهنتون د دوه لوړو جایزو د ترلاسه کولو پر مهال وکړې.
هغې سږکال د فراغت په مراسمو کې، د نږدې ۶۵۰۰ فارغانو ترمنځ، هم د انجینرۍ او کمپیوټر ساینس د پوهنځي جایزه او هم د پوهنتون د ریاست مډال ترلاسه کړ؛ هغه مډال چې د یاد پوهنتون تر ټولو ستر محصلي افتخار بلل کېږي.
سمیې فاروقي وړاندې ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:
«هر کال د انجینرۍ د څانګې د رئیس له خوا یو مډال او یوه جایزه د ټولو څانګو یو ممتاز محصل ته ورکول کېږي، نېکمرغه یم چې سږ کال دا مډال ما ترلاسه کړ. همدارنګه هر کال د پوهنتون رئیس له فارغېدونکو محصلینو څخه یو کس ټاکي؛ داسې محصل چې نه یوازې په زدهکړو کې مخکښ وي، بلکې ټولنې او خلکو ته هم یې خدمت هم کړی وي. هغه ته هم یو مډال ورکول کېږي، او زه خوشحاله یم چې د پوهنتون د ټولو فارغانو او ټولو څانګو ترمنځ مې دا مډال هم ترلاسه کړ.»
سمیه فاروقي په افغانستان کې زېږېدلې او لویه شوې ده؛ هغه هېواد کې چې په وروستیو کلونو کې د نجونو د زدهکړو فرصتونه له سختو محدودیتونو او بندیزونو سره مخ شوي دي.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، هغې هم د خپل رباتیک ټیم د یو شمېر غړو په څېر د نجونو د زدهکړو پر وړاندې د محدودیتونو او بندیزونو له امله افغانستان پرېښود.
هغه امریکا ته تر تګ مخکې د دې ټیم غړې وه چې د کلیشو ماتولو او د افغان نجونو د علمي او ټکنالوژیکو وړتیاوو د څرګندولو له امله مشهور شوی و.
د پوهنتون مسؤلین او استادان هغه یوه الهامبښونکې محصله بولي .
د کلیفورنیا د سکرمنټو ایالتي پوهنتون رئیس، لوک ووډ، د فراغت په مراسمو کې د سمیې فاروقي د جایزو د اعلان پر مهال وویل:
هغې نه یوازې خپل تحصیلي مسیر، بلکې خپل ټول ژوند د داسې سرچینو د رامنځته کولو او پراخولو لپاره وقف کړی چې د خلکو ژوند ښه کوي.د کالیفورنیا د سکرمنټو ایالتي پوهنتون رئیس، لوک ووډ
دی زیاتوي :«هغه د زحمت، وقار او استقامت ریښتینې بېلګه ده، او هغه طریقه چې حضور پیدا کوي، ځلېږي او نورو ته خدمت کوي، ډېره الهامبښونکې ده.»
که څه هم سمیه په سکرمنټو ایالتي پوهنتون کې د میخانیکي انجینرۍ د زدهکړو پر مهال د رهبرۍ، علمي برترۍ او ټولنیزو فعالیتونو له امله د پام وړ وه، خو د فراغت په ورځ تر هر څه زیات د هغې پیغام د ګډونوالو پام ځان ته واړاوه:
« افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې پکې له شپږم ټولګي وروسته د نجونو زدهکړې منع دي. خو بیا هم زه دلته یم؛ د افغانستان یوه نجلۍ، یوه میخانیکي انجینره او د سکرمنټو ایالتي پوهنتون یوه ویاړمنه محصله. دا ماته دا ثابتوي چې استعداد هر ځای شته، وړتیا هر ځای شته، او خوبونه هر ځای شته، خو هغه څه چې نه دي برابر، هغه فرصتونه دي.»
ډېریو ته د سمیې فاروقي لاسته راوړنه یوازې یوه شخصي بریا نه وه، بلکې د هغو زرګونو افغان نجونو د هیلو استازیتوب یې کاوه چې په وروستیو کلونو کې له تعلیمي محدودیتونو سره مخ شوې دي.
داسې مهال چې نن سمیه فاروقي د خپل ژوند او مسلک نوی پړاو پیلوي، هیله لري چې د هغې کیسه نورو ته الهام بښونکې وي.
هغې ازادي راډیو ته وویل:
زه ټولو افغان نجونو ته وایم چې تاسو ټولې بااستعداده او ډېرې پیاوړې یاست، ځکه چې دا سخت شرایط مو زغملي دي. له بده مرغه ستاسو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړل شوې دي، خو دا هېڅکله ستاسو له ارزښت او وړتیا څخه څه نه کموي. موږ ټول په تمه یو چې یوه ورځ د افغانستان نجونې په عزت ښوونځیو ته ولاړې شي او له خپلو استعدادونو څخه ګټه واخلي.سمیه فاروقي افغان نجونو ته په خطاب
د سمیې فاروقي لپاره، له افغانستان څخه د کلیفورنیا تر یوه لوړ محصلي افتخار پورې دا سفر یوازې یوه شخصي بریا نه ده؛ بلکې د دې حقیقت یادونه ده چې زدهکړې کولی شي ژوندونه بدل کړي، او د فراغت د هر سند تر شا د هڅې، قربانۍ او هیلو یوه کیسه پټه وي.