د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۱۳

بروکسل به نن د طالب استازیو کوربه وي؛ د افغان کډوالو د اخراج پر موضوع بحثونه کېږي

اروپايي ټولنې مرکز - بروکسل
اروپايي ټولنې مرکز - بروکسل

بروکسل د اروپا زړه او د اروپايي ټولنې یوه مهمه پلازمینه سه شنبه د طالبانو د یوه پلاوي کوربه ده.

که څه هم اروپايي هېوادونه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني خو دا طالب استازي له اروپا د ایستل کېدونکو افغان کډوالو پر سر د خبرو لپاره اروپا ته وربلل شوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت منابعو ازادي راډیو ته تایید کړې چې د دغه وزارت ویاند قهار بلخي د پنځه کسیزه پلاوي مشري کوي.

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د پنځو طالب استازیو لپاره یې یواځې د یوې ورځې ویزې ورکړي او له بلجیم بهر د شنګن نورو سیمو ته سفر نه شي کولی.

د طالبانو پلاوی له ترکیې بروکسل ته سفر کوي او ظاهراً یې همالته ویزې ترلاسه کړي.

بروکسل او د اروپايي ټولنې هېوادونو دا رد کړې چې د طالب چارواکو کوربه توب طالبانو ته مشروعیت ورکول دي خو د بشري حقونو مدافع سازمانونه او فعالان د اروپايي ټولنې په دې کار نیوکې کوي او وايي د طالبانو کوربه توب د اروپايي ټولنې له ارزښتونو سرغړونه ده.

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د تعلیم د حقونو فعاله ملاله یوسفزۍ:

«اروپايي ټولنې د طالبانو چارواکي بروکسل ته بللي څو د مهاجرت د تړون په اړه بحث وکړي - او زه له دې موضوع ډېره متاثره او ناراحته یمه. دا هماغه طالبان دي چې نجونې یې له ثانوي زده کړو منع کړې او په زور یې واده ته اړ ایستلې. هماغه طالبان چې د دې میاشتې په پیل کې یې په هرات کې لسګونه ښځې د هغوی د جامو د طرز په خاطر ونیولې.»

د بشري حقونو په سازمان کې د افغانستان څېړونکې فرشته عباسي وايي اروپايي ټولنه له یوې خوا له طالبان د سرغړونو په خاطر غندي او له بلې خوا له طالبانو سره همکاري کوي څو افغانان په زور وباسي.

هغې زیاته کړې:

« افغانستان د نړۍ د بشري حقونو له تر ټولو بد ناورین سره مخ دی. دا هیواد د ښځو او نجونو لپاره د بنسټیز تبعیض او ظلم ځای ګرځیدلی. له طالبانو سره د مهاجرت هر ډول تړون به داسې یوه هېواد ته چې ښکاره نا امن دی د افغانانو د جبري ستنولو او شړلو خطرناکې لارې رامینځته کړي.»

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ هم پر اروپايي ټولنې غږ وکړ چې افغان کډوال افغانستان ته ستانه نه کړي.

هغه نن سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي :«شکنجه او ناوړه چلند په افغانستان کې جدي خطر دی او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا ورکړل شوی تضمین دغه خطر نشي رفع کولی، زه د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غواړم چې افغانان خطر ته ولیږي.»

د بښنې نړیوال سازمان د اروپا څانګې افغانستان ته د افغان کډوالو بېرته ستنول به د هغوی ژوند په خطر کې واچوي.

دې ادارې د افغانانو د اخراج لپاره د اروپایي ټولنې اقدام شرموونکی بللی او ادعا لري چې اروپا په دې کار سره د ځورونو، تري تم کول، خپلسرو نیولو، شکنجې، او غچ نیونې خطرونه له پامه غورځوي.

اروپايي ټولنې بیا ویلي چې دوی یواځې له غړو هېوادونو سره د طالبانو د خبرو اسانچاري کوي ځکه د خلکو د ایستلو پرېکړې د هېوادونو په لاس کې دي او یواځې مجرم کډوال به ایستل کېږي یا هغه چې د پناه غوښتنې شرایط یې نه دي پوره کړي.

خو پوښتنه دا ده چې طالبان د افغان کډوالو د ایستلو په بدل کې له اروپا څه غواړي؟

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندور دوبرنت د دغه هېواد دولتي رسنۍ ان ډي ار ته ویلي چې دوی له طالب استازیو سره په استانبول کې خبرې کړي.

د ده په خبره هېواد یې مجرم افغان کډوال باسي او غواړي د اخراج پروازونه زیات کړي.

ان ډي ار رسنۍ راپور ورکړی چې د دوی د څېړنو په اساس طالبان د دغو پروازونو د زیاتېدو په بدل کې له جرمني د ډېرو طالب استازیو د منلو غوښتنه کړې.

جرمني رسماً د طالبانو دوه ډپلوماټان منلي خو د راپورونو له مخې هڅه دا ده چې لږ تر لږه شپږ نور طالب استازي هم په جرمني کې ومنل شي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG