په افغانستان کې پر ټنګ ټکور له محدودیتونو وروسته لسګونه محلي سندرغاړي او سازغږونکي پاکستان ته کډه شول، خو هلته د اولادونو غم په سر اخیستي او وایي، راتلونکې یې روښانه نه ده.
په خیبر پښتونخوا کې میشت یو شمېر افغان هنرمندان وايي د پاکستان په دولتي ښوونځیو کې د دوی ماشومانو ته د زده کړو اجازه نه ورکول کیږي او په خصوصي ښوونځیو کې د لوړو لګښتونو وس نه لري.
په پېښور ښار کې میشت افغان سندرغاړي سعیدالله وفا ازادي راډيو ته وویل:
اوس مهال موږ سره تر ټولو لویه اندېښنه زموږ د اولادونو د راتلونکې په اړه ده، ځکه دلته په پېښور کې په دولتي ښوونځیو کې دوی ته د زده کړو اجازه نشتهپه پېښور ښار کې میشت افغان سندرغاړي سعیدالله وفا
دی زیاتوي: « زموږ ماشومان دا اوس له زده کړو پرته رالویږي او دا زموږ لپاره ډېره د درد مسله ده، موږ ټول هنرمندان چې دلته یو د ټولو دا ستره مسله ده چې اوس مهال موږ ورسره مخ یو.»
په دې ښار کې بل میشت افغان سندرغاړي چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي هم ورته خبره وکړه.
هغه ازادي راډيو ته وویل:
«چې د افغانستان نوم ورپوري وي هغوی ته په دولتي ښوونځیو کې د داخلې اجازه نشته، په شخصي ښوونځیو کې داخله ورکول کیږي، خو هغې لپاره هم باید واسطه او رابطه ولري، او بل دا چې فیسونه یې ډېر زیات دي چې ټول افغان هنرمندان یې وسه نه لري.»
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته په دې هیواد کې د موسیقۍ په غږولو او اورېدلو سخت محدودیت وضع شوی دی چې له امله یې ګڼ افغان ساز غږونکي او سندرغاړي له دې هیواده وتلي، او ډېر شمېر یې په ځانګړي ډول په خیبرپښتونخوا ایالت کې ځای په ځای شوي دي.
که څه هم دقیق شمېر یې نه دی معلوم خو په خیبر پښتونخوا کې د افغان هنرمندانو د ټولنې د معلوماتو له مخې چې لږ ترلږه ۱۱۰ افغان هنرمندانو له دوی سره ځانونه راجستر کړي دي.
د دې ټولنې مسول او د خیبر پښتونخوا مشهور هنرمند ډاکتر راشد ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د افغان هنرمندانو د اولادونو د زده کړو ستونزه ومنله خو وې ویل چې دوی تازه د پېښور د ایالتي محکمې نه افغان کډوالو هنرمندانو ته د ویزو د ورکړې تاییدې ترلاسه کړې او د ویزو له اخیستلو وروسته به په دولتي ښوونځیو کې د هنرمندانو د اولادونو د زده کړو زمینه هم برابره شي.
هغه وویل: «دغه افغان هنرمندان خو دلته په غیر قانوني ډول راغلي دي، کله چې د دولتي ښوونځیو خبره راځي، نو هلته هغوی قانوني اسناد درنه غواړي، او دا دوی لري نه، خو اوس چې د پېښور عدالت موږ ته کومه پرېکړه راکړې ده، له مخې یې باید دغه افغان هنرمندانو ته ویزې ورکول شي نو که دا کار وشي ان شالله د دوی د ماشومانو د زده کړو ستونزه به هم ورسره حل شي.»
د پاکستان د اساسي قانون د A فصل د ۲۵ مادې له مخې د دې هیواد هر اوسېدونکی وګړی په دولتي امکاناتو د زده کړو حق لري، خو ډاکتر راشد وویل چې د افغان هنرمندانو د استوګنې د قانوني اسنادو د نه لرلو مسله د دې لامل شوې چې په دولتي ښوونځیو کې د دوی ماشومانو ته د زده کړو اجاز ورنکړل شي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې لا هم د پاکستان په بیلابیلو ایالتونو کې تر دوه میلیونه افغانان ژوند کوي، خو د دې سازمان د کډوالو د عالي کمشنرۍ ( یو این ایچ سي ار) د راپور له مخې افغان کډوال ماشومان د قانوني اسنادو د نشتوالي او د جبري شړل کېدو له ویرې له سختو محرومیتونو سره مخ دي.
یو این ایچ سي ار د تېرې ثور په ۱۵مه په خپور کړی راپور کې ویلي چې زده کړو ته د کډوالو ماشومانو نه لاس رسی تر ټولو لویه ستونزده ده او شاوخوا ۷۷ سلنه سروې شوي ماشومان ښوونځیو او د مسلکي زده کړو مرکزونو ته لاس رسی نه لري.
په راپور کې ویل شوي چې په ځانګړي ډول ماشومان او ځوانان، له جدي خوندیتوب ګواښونو سره مخ دي او له بنسټیزو خدماتو بېبرخې دي او ټینګار یې کړی چې د قانوني اسنادو نشتوالي او د نیول کېدو او شړل کېدو دوامدارې ویرې دوی دې ته اړ کړي چې په پټه ژوند وکړي.
پاکستان نه یوازې افغان هنرمندانو، بلکې هلته پرتو سلګونه زره نورو کډوالو باندې د ژوند کړۍ تنګه کړې او هره ورځ یې نیسي، توقیفوي او په زوره یې افغانستان ته راشړي.
که څه هم د طالبانو حکومت او بېلابېلو بشري ادارو د پاکستان له حکومته غوښتي چې د کډوالو ستنول داوطلبانه او تدریجي کړي، خو هغوی پرې غوږ نه دی ګرولی او له ۲۰۲۳ کال راهیسې یې د کډوالو ځپل پېل کړي دي.