د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې په منځني ختیځ کې د جګړې د درولو، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو، او د ایران پر بندرونو د امریکا د بندیز د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدلي دي.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې تروټ سوشال کې د دغې هوکړې له اعلان سره سم ولیکل: "د ایران د اسلامي جمهوریت سره موافقه اوس بشپړه شوې ده." دا هوکړه د ۶۰ ورځو په مخه واشنګټن او تهران ته فرصت برابروي چې په دې موده کې د سولې د یوه تفصیلي تړون په اړه خبرې اترې وکړي.
د پاکستان صدراعظم شهبازشریف، چې هېواد یې د واشنګټن او تهران ترمنځ د منځګړي رول لوبولی، هم تایید کړه چې د سولې هوکړه شوې ده او د لاسلیک مراسم به د راتلونکې جمعې په ورځ د جون په ۱۹مه په سویس کې ترسره شي.
ایران هم د هوکړې ترلاسه کېدل تایید کړل. د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب آبادي د دوشنبې په ورځ د جون په ۱۵ وویل: "د جګړې دایمي او سمدستي پای په ټولو جبهاتو کې اعلان شوی، چې لبنان هم پکې شامل دی."
هغه زیاته کړه چې د هرمز تنګی به د هوکړې له رسمي لاسلیک وروسته، د جون په ۱۹مه، بېرته پرانیستل شي.
د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې که چېرې وروستۍ هوکړه په رښتیا هم لاسلیک شي، نو دا به په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو پر لور تر ټولو ستر ګام وي، هغه جګړه چې د فبرورۍ په ۲۸مه پرایران د امریکا او اسراییل له هوایي بریدونو وروسته پیل شوې ده.
د جمعې په ورځ (د جون په ۱۹مه) د هوکړې له لاسلیک سره سم د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي،
ټرمپ ولیکل: "دا ستره هوکړه به ټولې سیمې ته سوله او امنیت راولي."
هغه زیاته کړه: " کله چې د جمعې په ورځ (د جون په ۱۹مه) د هوکړې له لاسلیک سره سم د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي، د ماینونو د پاکولو لپاره به اقدامات وشي او د سیمې او نړۍ لپاره به د تېلو بهیر یو ځل بیا په دواړو لورو کې پیل شي."
د ایران دولتي خبري اژانس مهرهغه څه خپاره کړي چې د ۱۴ مادو د تفاهم لیک جزئیات یې بللي دي. د راپورله مخې په دې تفاهم لیک کې ویل شوي چې په شپیتو ورځو کې به د ایران د اټومي پروګرام او پر تهران د ټولو بندیزونو د بشپړ لرې کولو په اړه خبرې اترې ترسره کیږي.
ټرمپ ټینګار کړی چې د هر ډول هراړخیزې سولې د هوکړې اساسي شرطونه دا دي چې ایران اټومي وسلې ترلاسه نه کړي او د هرمز تنګی د نړیوالو کشتیو د آزاد تګ راتګ لپاره پرانیستی پاتې شي.
تر دې مخکې رویټرز خبري آژانس د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي له قوله راپور ورکړی و چې د لومړنۍ هوکړې له مخې به امریکا د ایران د کنګل شویو شتمنیو له جملې ۲۵ میلیارډه ډالر خوشې کړي او په بدل کې به تهران ژمنه وکړي چې نه به اټومي وسلې تولیدوي او نه به یې ترلاسه کوي.
دغه چارواکي زیاته کړه چې ایران موافقه کړې چې تر هغې پورې به اوسنی اټومي وضعیت وساتي څو وروستۍ هوکړه وشي؛ یعنې نه به د یورانیمو بډاینه کوي او نه به خپل اټومي تاسیسات پراخوي.
د ایران د فارس خبري اژانس، چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک ته ته نژدې دی، ویلي: "پریکړه شوې چې د خلیج له لارې سمندري تګ راتګ به د ایران له خوا د عمان په همغږۍ تنظیمېږي." دا څرګندونې د ټرمپ له هغو پخوانیو خبرو سره په ټکر کې دي چې د کشتیو د آزاد تګ راتګ یادونه یې کړې وه.
د ایران پوځي قوماندانۍ د سولې دغه هوکړه د هېواد لپاره یوه بریا بللې ده.
دا هوکړه به دی په خپله په برېښنايي ډول لاسلیک کړي او یا به یې مرستیال ولسمشر جې ډی ونس
ټرمپ تر دې مخکې له والسټریټ ژورنال ورځپاڼې سره سره په مرکه کې ویلي وو چې دا هوکړه به دی په خپله په برېښنايي ډول لاسلیک کړي او یا به یې مرستیال ولسمشر جي ډی ونس.
ونس وروسته وویل چې دی پلان لري د سویس په جینوا کې د هوکړې د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي او دا هم "ممکنه" ده چې ټرمپ به هم هلته وي.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ښاغلي غریب آبادي وویل چې یو له شرطونه چې ایران به غچ اخیستونکی اقدام نه کوي دادی چې اسراییل به د لبنان له جنوب څخه وځي.
اسراییل ویلي چې دغې هوکړې ته ژمن ندی او له لبنان نه به ونه اوځي. د اسراییل دفاع وزیر اسرائیل کاتس وویل اسراییلي ځواکونه به ترنامحدودې مودې په لبنان او سوریه کې پاتې شي. هغه ایران ته خبرداری ورکړچې که په لبنان کې د اسراییل د عملیاتو په غبرګون په دې هیواد برید وکړي نو به په "ټول ځواک" ورته ځواب ووایي.
د لویدیځ مشرانو غبرګونونه
لویدیځو مشرانو د دغې هوکړې هرکلی وکړ او ویې ویل چې د هرمز تنګی باید له محصول پرته د کشتیو د تګ راتګ پرمخ پرانیستی وي او تهران باید هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.
دا هوکړه باید د هرمز تنګي د "سمدستي او بې قیده اوشرطه بیا پرانیستل" تضمین کړي
د فرانسې ولسمشرایمانویل مکرون چې دوشنبې د جون په ۱۵مه د جي اوه د سرمشریزې کوربه دی، ویلي چې دا هوکړه باید د هرمز تنګي د "سمدستي او بې قیده اوشرطه بیا پرانیستل" تضمین کړي. هغه زیاته کړه چې د بریتانیا په ګډون جوړ شوی نړیوال ماموریت چمتو دی چې د دې کار ملاتړ وکړي.
هغه وویل: "ټول امکانات برابر دي او عملي کولو لپاره چمتو دي. د سمندري تګ راتګ بیا پیل، له محدودیتونو او محصول پرته د سیمې د ثبات او د نړیوال اقتصاد لپاره یو اساسي شرط دی."
د بریتانیا صدراعظم کیرسټایرمر وویل: "موږ واضح ویلي چې په هرمز تنګي کې باید له محصول پرته آزاد تګ راتګ بېرته اعاده شي او زیاته یې کړه چې ایران باید هیڅکله هم اټومي وسله ترلاسه نکړي.
د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش د دې هوکړې هرکلی کړی او دا یې په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو پر لور "یو مهم ګام" بللی دی.
د نوموړي ویاند سټیفان دوجاریک په یوه بیان کې وویل: «عمومي منشي هیله لري چې اړخونه به له دې نوي پرمختګ څخه ګټه واخلي او د جګړې د وروستي حل لپاره خپلې هڅې لا زیاتې کړي."