د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۳۷

ایراني ښځو په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په خاطر له هغوی سره پیوستون څرګند کړ

یو شمېر ایراني ښځو پر خپلو خواله رسینو له افغان مېرمنو او نجونو د ملاتړ لپاره د پیوستون کمپاینونه پیل کړي دي.

دوي په دې اړه د ټولنیز رسنیو په بېلابېلو پلټفارمونو خپل پیغامونه، ویډیوګانې او غږونه علني کړي دي.

دا ایراني فعالانې په دې باور دي چې د ښځو د حقونو مبارزه جغرافیه نه پېژني او په خبره یې، په افغانستان کې د ښځو روان وضعیت یوازې د یوه هېواد ستونزه نه، بلکې د ټولې سیمې او نړۍ د ښځو اندېښنه ده.

د دې کمپایونو یوې غړې او د ایران د ښځو د غورځنګ فعالې منصورې شجاعي د شنبې په ورځ « د غبرګولي په ۲۳مه» په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

“دا نه یوازې زموږ د خور توب نړیواله دنده ده بلکې له افغان ښځو زموږ د ګډ درد او د هغو ایدیالوژیکو حکومتونو څرنګوالي یو شان والي پر وړاندې غږ دی چې پر موږ واکمن دي، نو له همدې امله موږ له افغان ښځو سره د نورو سیمو د ښځو په پرتله د همدردۍ ډېر احساس کوو،د یوې مسلې په اړه همغږي او ملاتړ تل د عمومي افکارو د جذب سبب کېږي،که موږ وکړای شو په همغږۍ د سیمې د ښځو غږ اوچت کړو، قاعدتاً لا زیات د نړیوالو غوږونو ته رسېږي.”

مېرمن شجاعي وایي که دا ملاتړ او د دواړو هېوادونو د ښځو همغږي په عاجله توګه په افغانستان او ایران

اسیه امیني وايي له افغان ښځو ملاتړ او همغږي د دوی د مبارزې دوام دی

کې وضعیت او د ښځو پر وړاندې لګول شوي محدودیتونه او پالیسې لرې یا بدلې نه کړي، په خبره یې د عمومي افکارو جلب کې موثره تمامېدای شي.

د ایران د ښځو د حقونو فعاله اسیه امیني بیا په دې باور ده چې له افغان ښځو ملاتړ او همغږي د دوی د مبارزې دوام دی.

دې وړاندې ازادي راډیو سره خبرو کې زیاته کړه:

“زه نه یوازې له دوی ملاتړ کوم، بلکې دا ملاتړ یوه اړتیا بولم،یوازې افغان ښځو لپاره نه بلکې د ټولو هغو ښځو لپاره چې ظلم پرې کېږي،او دا جنستي تبعیض د نورو تبعیضونو تر مجموعې لاندې ورک کېږي،نه افغان او نه ایراني ښځې اوس په نړۍ کې اوچت غږ نه لرو،دا ظلم که هر څومره هم د انکار وړ وي، خو د نړۍ رسنۍ، نړیوال شنونکي، سیاستوال او په ټوله کې بهرنۍ نړۍ ګواکي غوږونه بند او سترګې پټې کړي دي.”

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان هرات کې د طالبانو د حکومت لخوا د حجاب نه مراعتولو په تور د یو شمېر ښځو او نجونو د نیولو راپورونه خپاره شول.

خو هرات کې د طالبانو والي شیخ نور احمد اسلام جار د جمعې په ورځ «د غبرګولي په ۲۲مه» ځینو کورونیو رسنیو سره خبرو کې رد کړي او ویلي چې هېڅ ښځه په دې تور نیول شوې نه ده بلکې په ادعا یې، د ښځینه طالب پولیسو لخوا تنبیه شوي او بیرته کورونو ته استول شوي دي.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) مخکې ویلي وو چې طالبانو د روانې غبرګولي میاشتې په ۱۶ او ۱۷مه «د تېرې اونۍ د شنبې او یکشنبې په ورځ» شاوخوا دیرش ښځې دټاکل شوي حجاب د نه رعایت کولو په تور نیولي دي.

د طالبان د حکومت د امرباالعمروف او نهی المنکر وزارت کارکوونکو له خوا د "ناسم" حجاب په تور د ښځو د نیولو په غبرګون کې یو شمېر خلک سړکونو ته راوتي وو چې دغه لاریون په تاواتریخوالی وواښت.

یو شمېر افغان ښځې، د افغان مېرمنو د خوځښتونو او د بشري حقونو فعالانې هم د ایراني ښځو د ملاتړ هرکلی کوي او دا د افغان ښځو د وضعیت د بدلون لپاره د یو پیاوړي ځواک په رامنځته کولو کې اغیزناکه ګام بولي.

له ډلې په تهران کې مېشته او د افغان معترضو ښځو د یو غورځنګ غړې شبانې شبدیز ازادي راډیو ته وویل:

“دا چې ایراني ښځو د نورو هېوادونو مېرمنو د افغان ښځو د ملاتړ لپاره غږ پورته کړ او په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د پای ته رسولو غوښتونکې شوې،دا نړیوال ملاتړ ډېر ګټور دي او دې سره مرسته کوي چې حد اقل نړیواله ټولنه جنستي اپارتاید په رسمیت وپیژني.”

شبانې شبدیز او ایران کې یو شمېر نورو مېشتو افغان ښځو درې ورځې وړاندې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په ځانګړې توګه هرات کې په دې وروستیو څو ورځو کې د ښځو د وضعیت اړوند په اعتراض کې په تهران کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت مخې ته لاریون هم وکړ.

د رواداري په نوم د بشري حقونو د سازمان مشره شهرزاد اکبر بیا له افغان ښځو د ایراني ښځو او نورو نړیوالو هېوادونو، سازمانونو او ادارو ملاتړ نه یوازې د دوی د مبارزې روحیې پیاوړتیا ته اغېزناکه بولي بلکې په خبره یې دا د طالبانو له حکومت سره د هغوی د هېوادونو او دولتونو د اړیکو او پالیسۍ پر څرنګوالي هم تاثیر لرلی شي.

دې د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل:

“دغه ښځې چې له بېلابېلو هېوادونو له افغان ښځو سره پیوستون ښي،کولای شي منسجمې او پر خپلو حکومتونو فشار راولي چې طالبان په رسمیت ونه پیژني، او افغانستان کې روان وضعیت عادي سازي نه کړي، د خلکو پیوستون ډېر ځواک لري ځکه د هېوادونو ګټې بدلې او بیا دا هېوادونه د خپلو ګټو پر بنسټ تعامل کوي.”

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د تېر ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت راهیسې؛ له کله چې بیا پر افغانستان واکمن شوي، له شپږم ټولګیو پورته میلیونونه نجونې له تعلیم او لوړو زده کړو راګرځولي، ډېری ښځې یې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له کاره منع کړي، له محرم پرته یې پر سفر بندیز لګولی او ښځې او نجونې عمومي پارکونو، لوبغالو او نورو تفریحي ځایونو ته هم د تګ او د اعتراضونو اجازه نه لري.

دا هغه مسایل دي چې تل یې په هېواد دننه او بهر د ښځو، ملګرو ملتونو او مختلفو نړیوالو دولتونو او ادارو غبرګونونه راپارولي، خو طالبانو نه یوازې دا اعتراضونه جدي نه دي نیولي بلکې ورځ بلې یې د مختلفو پالیسو پر تطبیق ښځې ټولنه کې له حضوره څنډې ته کړې دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG