د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۵۵

د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر: د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره له طالبانو سره خبرې ضروري دي

له جرمني څخه افغانستان ته ستون شوی افغان
له جرمني څخه افغانستان ته ستون شوی افغان

د اروپايي اتحادیې د احصاییې اداره وايي چې له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۴ پورې د دې اتحادیې له غړیو هیوادونو یو میلیون افغانانو د پناه غوښتنه کړې ده.

د اروپايي ټولنې د کډوالو د چارو کمېشنر، ماګنوس برونر Magnus Brunner، ویلي چې اروپا د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو د موضوع د حل لپاره له طالبانو سره له خبرو پرته بله لار نه لري، او له همدې امله د بروکسل پلان شوې غونډه ضروري ده.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «له دې خلکو سره خبرې نه کول هېڅ حل نه دی، ځکه دا خبرې د وضعیت د ښه کولو لپاره ضروري دي.»

اروپايي کمېسیون د طالبانو چارواکي بروکسل ته د خبرو لپاره بللي دي، څو د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي او د هغو کسانو د ایستلو په اړه خبرې وکړي چې د پناه غوښتنلیکونه یې رد شوي دي. سره له دې، اروپايي ټولنه لا هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

د کډوالو د حقونو فعال او د اروپايي ټولنې د کډوالۍ د پالیسیو د کمېټې غړي، یونس محمدي، ویلي چې په ډېرو اروپايي هېوادونو کې د ښي‌اړخو او د کډوالۍ ضد ګوندونو له واکمنېدو وروسته، د کډوالۍ تګلارې سختې شوې دي.

محمدي ازادي راډیو ته ویلي چې د اروپايي ټولنې د کډوالۍ اداره هڅه کوي په هره بیه د ناقانونه کډوالۍ لارې وتړي او د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره له طالبانو سره د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

هغه افغانستان ته د افغان کډوالو لېږل د نړیوالو کډوالۍ قوانینو خلاف وبلل او اندېښنه یې څرګنده کړه چې ښايي یو شمېر افغان کډوال حتی درېیمو هېوادونو ته هم ولېږدول شي.

محمدي: «اروپا هڅه کوي داسې لارې پیدا کړي چې له طالبانو سره خبرې وکړي او د افغان کډوالو د بېرته ستنولو زمینه برابره کړي.

اروپايي چارواکي، سره له دې چې طالبان غندي او د افغانستان وضعیت ته اشاره کوي، بیا هم باور لري چې د کډوالو د ایستلو لپاره له طالبانو سره خبرې کول یوازینۍ عملي لاره ده.»

نوموړي زیاته کړه چې اروپايي ټولنې په دې وروستیو کې نوي قوانین هم اعلان کړي چې له مخې یې د پناه غوښتونکو د منلو بهیر لا سخت شوی دی.


د بشري حقونو بنسټونو د افغان کډوالو بېرته افغانستان ته ستنول له قانوني او اخلاقي پلوه تر پوښتنې لاندې راوستي، ځکه افغانستان له سخت بشري او اقتصادي بحران سره مخامخ دی او میلیونونه خلک د لوږې او بېوزلۍ له ګواښ سره مخامخ دي.

خو برونر ټینګار وکړ چې له طالبانو سره خبرې کول د هغوی د حکومت په رسمیت پېژندل نه دي، بلکې د اروپايي هېوادونو او پناه غوښتونکو د وضعیت د ښه کولو لپاره اړینې دي.

د بلجیم حکومت ویلي چې اروپايي کمېسیون د طالبانو د احتمالي پلاوي نوملړ ورسپارلی او امنیتي ادارو یې لومړنۍ ارزونې پیل کړې دي، خو تر اوسه د ویزو رسمي غوښتنلیکونه نه دي ترلاسه شوي.

د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ شاوخوا یو میلیون افغانانو په اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې عریضې کړې دي، چې نژدې نیمايي یې منل شوې دي.

همدارنګه، د اروپايي ټولنې شاوخوا ۲۰ غړو هېوادونو تېر کال د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو ملاتړ کړی و چې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري، په ځانګړي ډول هغه کسان چې جرمي سابقه لري. جرمني له ۲۰۲۴ کال راهیسې له سلو ډېر افغانان، چې په جرمونو محکوم شوي وو، افغانستان ته لېږلي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG