د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۵۲

د لوبو په نړیواله ورځ؛ ځینې افغان ماشومان په کمپیوټري لوبو بوخت دي

دوه افغان ماشومان دودیزه لوبه خوسی کوي
دوه افغان ماشومان دودیزه لوبه خوسی کوي

د جون یولسمه د لوبو نړیواله ورځ ده. یو شمیر افغان ماشومان وايي، بېلابیلې لوبې کوي. خو ځیني کورنۍ بیا وايي، افغانستان کې ماشومان نن، سبا ډېر په کمپيوټري لوبو بوخت دي. د ماشومانو د برخې فعالین بیا وايي، هره لوبه د ماشوم په اروايي، ذهني او شخصیتي وده کې مرسته کوي، خو ډېر د ماشومانو د فریکي یا بدني او ذهني لوبو په مثبت اغیز ټینګار کوي.

د کابل اوسېدونکی ۱۵ کلن احمد مبشر کلیوال، وايي نورې لوبې هم کوي خو فوټبال یې ډېر خوښ دی.

مبشر وړاندې ازاد راډیو ته وویل

«زه مې تره زوی سره فوټبال ته جمنازیم ته ځم، شنبه، دوشنبه او چهارشنبه تمرین کوم، پخوا مې پنځه دقیقې منډه نه شوې کولای خو اوس چې خپلو دوستانو سره لوبه کوم وايي تا ډیر پرمختګ کړی.»

د کونړ ولاېت اوسېدونکې دیارلس کلنې پاکیزې هم ازادي راډیو ته وویل چې خپلو همزولو سره لوبې کوي:

«مونږ چې کله له مکتوبونو او مدرسو راشو، کوڅو ته وځو، خپلې ملګرې ټولې راټولې کړو، چیندرو رسمه کړو، چیندرو کوو، په کلیو او بانډو کې دا رواج شته، همزولې راټولوو، ډیر چیندرو کوو او خوند ترې اخلو.»

خو د کابل اوسېدونکې، ښوونکې ساره سعیدي بیا وايي، افغانستان کې ماشومان نن، سبا ډېر په کمپيوټري لوبو بوخت دي.

ساره ازادي راډیو سره خبرو زیاته کړه، دا لوبې ماشومانو ته بېلابیلې روغتیايي ستونزې پېدا کولای شي:

نوی نسل چې دی ټوله ورځ په خپلو کمپيوټرونو او مبایلونو کې په کمپیوټري لوبو بوخت وي او تمرکز یې یوازې په همدې لوبو وي، دا لوبې نه یوازې دا چې ګټه نه لري، ماغزه ستړي کوي
ساره سعیدي، د کابل اوسیدونکې

د ماشومانو د کورونیو په خبره، ماشومانو ته په افغانستان کې د لوبو ډېر کم امکانات موجود دي، تفریحي پارکونه کم او په کې د لوبو وسایل یا نشته یا هم تخریب شوي دي.

خو د کابل ښاروالې ویاند نعمت الله بارکزي مخکې ازادي راډیو ته ویلي و، په کابل ۱۴۰ دولتي تفریحي پارکونه شته، د دوی د حفظ او مراقبت ریاست د پارکونو د تخریب شویو وسایلو د بیا رغولو دنده لري او نوي پارکونه چې جوړېږي هم دوی د ماشومانو د تفریح موضوع ته په کې پام کوي.

د ماشومانو د برخې یو شمیر فعالین، د ماشومانو لوبې په دوه ډوله ویشي، کمپیوټري او غیر کمپیوټري لوبې.

د دوی په خبره غیر کمپیوټری لوبې هم دوه ډوله دي یو ډول یې فزیکي یا بدنې لوبې او بل ډول یې ذهني لوبې.

له دې ډلې د افغانستان د ماشومانو د ادبیاتو کور د موسسې ډلې غړي ډاکټر محب الله زغم ازادي راډیو ته وویلو:

«هره لوبه د ماشوم په اروايي، ذهني او شخصیتي وده کې مرسته کوي، بدني لوبې چې دي مثلاً، کرکټ، فوټبال، خوسی، چیندرو او نور دا د ماشومانو د پلوو، هډوکو او عضلاتو له ودې سره مرسته کوي او جسم یې پیاوړی کوي، له دې ورهاخوا ځني لوبې دي چې هغه ذهن بوخت ساتي، لکه شطرنج، یا هم پرې ( قطعې ) کول، دا د ماشومانو په ذهني وده کې ډېره مرسته کوي او ځني لوبې دي چې بیا ډواړو هم بدني او ذهني ودې سره مرسته کوي.»

ښاغلی زغم که څه هم وايي، کمپیوټري لوبې هم ځیني ګتي لري، لکه د مغزو، سترګو او لاسونو تر منځ همغږي رامنځته کول خو په خبره یې، که ډېرې شي دا بیا د ماشوم سترګو، مغزو او بدني روغتیا باندې منفي اغیزې هم کولای شي.

نوموړي زیاتوي، دا چې ماشومان تر ډیره په ډله کې لوبې کوي، په دې سره یې ټولنیز مهارتونه زیاتږي او د همکارۍ، خواخوږۍ او د ستونزو د حل روحیه یې هم پیاوړې کوي.

د جون یولسمه د لوبو نړیواله ورځ ده.

دا ورځ په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د ملګرو ملتونو سازمان له خوا په رسمیت وپېژندل شوه.

له دې ورځې د نمانځۍ ارزښت، د ماشومانو د زدکړو وده، روغتیا او هوساینه ښودل شوې.

د ماشومانو د حقونو کنواسیون چې په کې انسان د زېږون له ورځې تر اتلس کلنۍ پورې ماشوم ګڼل شوی، په ۳۱ مه ماده کې یې راغلي، ماشوم حق لري چې استراحت، تفریح او لوبې وکړي او د خپل عمر پر بنسټ په بوختونکو فعالیتونو کې برخه واخلي.

خو بې وزلۍ او د څو لسیزو جګړو له اکثره افغان ماشومانو څخه دغه حقونه اخیستي او دوی د نورو هېوادونو د ماشومانو پرتله ډیرې کمې معیاري او سالمې بوختیاوې لري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG