د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۵۲

یوناما تایید کړه چې د پاکستان په بمباریو کې دیارلس ولسي وګړي وژل شوي دي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت یوناما وایي، د افغانستان په خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو د وروستیو بمباریو د قربانیانو ډیری یې ښځې او ماشومان دي. یوناما ویلي، دغه پیښه چې ۱۳ ملکي وګړي په کې وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي، دوی مستنده کړې.

د یوناما په خبره د سې شنبې شپې ناوخته د دغو هوايي بریدونو ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

یوناما همدارنګه د تاوتریخوالي د کمېدو، د دوامداره اوربند د ټینګښت، د ملکي وګړو د خوندیتوب او د سرحدي لارو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې اختلافات باید د خبرو اترو له لارې حل شي.

له دې وړاندې، د طالبانو ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، ادعا کړې وه چې د افغانستان په دریو ولایتونو د پاکستان د سې شنبې شپې په هوايي بریدونو کې ۱۳ کسان، چې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سړی پکې شامل وو، وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د ملګروملتونو د سرمنشي د ویاند مرستیال فرحان حق د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د افغانستان په درېو ولایتونو کې د پاکستان وروستیو بریدونو ته په اشاره ټینګاروکړچې ولسي وګړي او ملکي زیربناوې باید تل خوندي وساتل شي.

ملګري ملتونه له ټولو خواوو غوښتنه کوي چې د نړیوالو بشري حقونو او نړیوال بشري قانون له مخې خپل مسولیتونه پرځای کړي

هغه وویل، د افغانستان واکمنونو راپورورکړ چې پر کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان له خوا څو هوایي بریدونه شوي چې د راپورونو له مخې د یولسو ماشومانو په ګډون دیارلس تنه پکې وژل شوي او ۱۴ نورټپیان دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویاند زیاته کړه، "ملګري ملتونه له ټولو خواوو غوښتنه کوي چې د نړیوالو بشري حقونو او نړیوال بشري قانون له مخې خپل مسولیتونه پرځای کړي او موږ ټینګار کوو چې ملکي وګړي او ملکي زیربناوې باید تل خوندي وساتل شي.

په عین حال کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، عطاءالله تارړ ادعا کړې چې د دې هېواد ځواکونو په افغانستان کې څلور هدفونه له منځه وړي او ۲۶ "ترهګر" یې وژلي دي.

هغه د غبرګولي په ۲۰مه، چهارشنبه، زیاته کړې چې دغه بریدونه په پاکستان کې د وروستیو ترهګریزو پېښو په ځواب کې ترسره شوي او په افغانستان کې یې د "فتنه الخوارج " هغه اصطلاح چې د پاکستان پوځ یې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون یوشمیرترهګرو ډلو ته کاروي، پټنځایونه او خوندي مرکزونه" په نښه کړي دي.

پاکستان د افغانستان پر خوست، کونړ او پکتیکا ولایتونو هوایي بریدونه کړي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:10 0:00

د پاکستان د دغو بریدونو په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د ولسي وګړو پر کورونو د بمبارۍ په تړاو یې خپل "شديد او قاطع اعتراض" ورته وړاندي کړ.

په هغه اعلامیه کې چې د دې وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد د چهارشنبې د ورځې ناوخته پرخپله ایکسپاڼه کې خپره کړې ویل شوي چې دوی "دغه تېری او بشري جنایت د نړیوالو اصولو او قوانینو ښکاره نقض بولي، په کلکو ټکو یې غندي او یو ځل بیا ټینګار کوي چې د خپلې خاورې دفاع او د ولس امنیت تأمینول خپل شرعي مسئولیت ګڼي."

د طالبانو حکومت ویلي چې د خوست، پکتیکا او کنړ ولايتونو په ځينو سيمو کې د پاکستان د چهارشنبې د شپې په بمباریو کې د ولسي وګړو کورونه په نښه شوي او په نتیجه کې یې د یولسو ماشومانو په ګډون دیارلس کسان وژل شوي او ۱۴ تنه نورولسي وګړي ټپیان شوي دي.

خو پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې د افغانستان په خاوره کې یې د یولړ عملیاتو په ترڅ کې ۲۶ ترهګروژلي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه یادونه کړې چې "د دغو تکراري پاروونکو اقداماتو او جنایتونو د ټولو پايلو مسئولیت به د پاکستان پوځ پر غاړه وي."

پاکستان له اوږدې مودې راهیسې پر افغانستان تور لګوي چې د پاکستان ضد وسله‌ والو ډلو ته پناه ورکوي، خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې ردوي.

تازه تاوتریخوالی د فبرورۍ له خونړیو سرحدي نښتو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنی لوی پوځي کړکېچ بلل کېږي. دواړو لورو د تېر کال په اکتوبر کې له څو اوونیو جګړو وروسته پر اوربند هوکړه کړې وه.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG