د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۸

ذبیح الله مجاهد : په کونړ، خوست او پکتیکا د پاکستان دتیرې شپې بریدونو کې یوولس کوچنیان وژل شوي

افغانستان کې د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په کونړ ، خوست او پکتیکا د پاکستان په نویو بریدونو کې یوولس کوچنیان، یوه ښځه او یو نارینه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. د پاکستان حکومت ادعا کوي چې لسګونه وسله وال یې وژلي دي.

افغانستان کې دطالبانو حکومت وايي په دریو ولایتونو دپاکستان د تیرې شپې بریدونو کې ښځې او کوچنیان وژل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې "د پاکستان اردو تیره شپه یوځل بیا دافغانستان په هوايي قلمرو تیری وکړ او په کونړ ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې یې د ولسي خلکو کورونو بمبارد کړل."

هغه وايي په نتیجه کې ۱۱ کوچنیان، یوه ښځه او یو نارینه وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

ذبیح الله مجاهد دغه بریدونه "دبشرضد جنایت"بللي او په کلکه غندلي دي.

بلخوا اسلام اباد وايي په دغو هوايي بریدونو کې یې ۲۶ وسله‌وال وژلي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطا‌ء الله تارړ په خپله ایکسپاڼه ولیکل:

"پاکستان کې له وروستیو ترهګریزو پېښو نه وروسته، د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې د وسله‌والو پټنځایونو او خوندي مرکزونو پر ضد دقیق او حساب شوي بریدونه ترسره شول."

تارړ زیاتوي چې په دغو بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره تړلي ۲۶ وسله‌وال وژل شوي دي.

د چین په ارومچي ښار کې اپریل میاشت که د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمینځ له خبرو وروسته چې ددواړو لورو ترمینځ نښتو کې کموالی راغلی وو دا لومړی ځل دی چې د افغانستان په دریو ولایتونو دهمهاله بریدونه خبر ورکول کیږي.

پاکستان وايی د تحریک طالبان پاکستان کسان په افغانستان کې له خپلو پناه ځایونو څخه پاکستان کې بریدونه کوي .خو افغانستان کې د طالبانو حکومت تل دا تور رد کړی دی.

د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې راغلي چې پاکستان تراوسه داسې ثبوت نه دی وړاندې کړی چې وښيي چې پاکستاني طالبان د افغان طالبانو په لارښونه پاکستان کې بریدونه کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG