د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۲

ټرمپ: ډیر ژر به له ایران سره روغه وشي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

اسراییل سه شنبه پر لبنان بریدونه وکړل. د یکشنبې په ورځ چې کله اسراییلي ځواکونو پر لبنان حملې وکړې په ځواب کې یې ایران پر اسراییل توغندي وویشتل او د اپریل له نیمایي راهیسې پیل شوی اوربند یې مات کړ، خو په دې ترڅ کې د امریکا ولسمشر ویلي دي چې په څو ورځو کې به روغه جوړه وشي.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر سه شنبه( د جون ۹ مه) وویل چې د منځني ختیځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې د تړون په اړه خبرې اترې په خپلو وروستیو پړاوونو کې دي. ډونالډ ټرمپ وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې د ایران او اسراییل ترمنځ تازه پيل شوې جګړه ودریده.

ایران د یکشنبې په ورځ د بیروت په جنوبي څنډو کې د لبنان د حزب الله پر وړاندې د بریدونو په ځواب کې په اسراییل توغندي وویشتل او مخکې تر دې چې ولسمشر ټرمپ د اسراییل صدراعظم له ځوابي برید څخه وګرځوي، اسراییل پر ایران حملې وکړې.

د اسراییل صدرعظم بنیامین نتنیاهو د دوشنبې په ورځ ناوخته وویل چې جګړه دریدلې او تهران هم اعلان وکړ چې د توغندیو او ډرون بریدونه یې درولي دي، خو دواړو لوریو خبرداری ورکړی دی چې د روغې جوړې د هڅو سربیره که کوم یوه تیری وکړ، جګړه به پيل شي.

له ایران سره به په دوو دریو ورځو کې روغه جوړه وشي
ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، ایران او اسراییل د ده له غوښتنې سره سم موافقه وکړه چې جګړه ودروي. ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې اوس د روغې جوړې په وروستي پړا کې یوو او یو ډیر ښه تړون به وشي.

کله چې له ښاغلي ټرمپ څخه خبریالانو پوښتنه وکړه چې کله به تړون وشي، په څو ورځو یا څو اونیو کې؟ هغه په ځواب کې وویل چې دا چاره به دوه درې ورځې نور وخت ونیسي.

د اسراییلي پوځ په وینا، د شاوخوا ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ایران په اسراییل نژدې 30 توغندي ویشتلي او اسراییل په ایران کې پوځي ځایونه په نښه کړي.

د ایران دولتي رسنیو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د "پوځ د هوايي دفاع ځواک" دوه غړي یوه ورځ مخکې د اسراییلو په بریدونو کې ووژل شول.

د ایران له غوښتنو سره سره، اسراییل په لبنان باندې خپل بریدونه جاري ساتلي دي او هلته د ایران ملاتړې حزب الله ډله په نښه کوي. حزب اله ته متحد ایالتونه د یوې ترهګرې ډلې په سترګه ګوري او اروپایي ټولنې د دې ډلې پوځي څانګه په تور لست کې شامله کړې ده.

سه شنبه د لبنان دولتي رسنیو وویل چې اسراییل د لبنان په جنوبي ښار، صور باندې برید کړی دی. اسراییل تر حملې مخکې د صور ښار له اوسیدونکو غوښتي و چې ښار پریږدي.

لبنان وروسته له هغه د اسراییل- امریکا او ایران د جګړې برخه شو چې حزب الله ډلې د مارچ په دویمه د ایران د ستر مشر علي خامنه اي تر وژل کیدو وروسته پر اسراییل توغندي وویشتل.

بل لور ته په یمن کې د ایران پلوه حوثیانو له لورې پر اسراییل د سې شنبې په سهار توغندي وویشتل شو. د اسراییلي پوځ په وینا په دې برید کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. او په یوه بله پېښه کې هرمز تنګي ته څیرمه سه شنبه د امریکا د یوې اپاچي هیلکوپتر د نسکوریدو خبر ورکړل شو چې پيلوټان یې وژغورل شول.

په سیمه کې وروستی تاوتریخوالی د اپریل له اتمې راهیسې، د امریکا-اسراییل او ایران ترمنځ اوربند له جدي خطر سره مخامخ کړی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG