د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۵۴

په افغانستان کې د څه باندې لسو اونیو د طبیعي پېښو قربانیان تر ۳۰۰ واوښتل

افغانستان-سیل- ارشیف
افغانستان-سیل- ارشیف

د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې اعلان کړی چې په تېرو تقریبا دوه نیمو میاشتو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله نژدې اوه سوه کسان مړه او ژوبل شوي دي، له ۱۸ زره ډېرې کورنۍ زیانمنې شوي او نږدې ۱۰ زره کورونه په بشپړ او نیمه ډول ویجاړ شوي دي.

په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنې شوې یو شمېر کورنۍ وايي مناسبې او پوره مرستې ورسره نه دي شوي.

د سرپناه او خوراکي توکو نه لرل هغه مسایل دي چې دغه زیانمن یې د خپلو لویو ستونزو په توګه بیانوي.

افکټ « هر څه مو سیلاب وړي دي، نه د حکومت له لوري چا مرسته کړې او نه کومه موسسه راغلې ده.»

د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ دا اوسېدونکی جعفر خان چې په خبره یې له لوی اختر مخکې یې سیلابونو کور ونړاوه، لا هم له خپلې اته کسیزې کورنۍ سره له سرپنا پرته په خیمه کې ژوند کوي.

هغه سې شنبه د جوزا ۱۹ مه ازادي راډيو ته وویل، لا هم ورسره لازمې مرستې نه دي شوي:« په کور کې هیڅ نه دي راپاتې، نه خونې راپاتې دي، او نه د کور وسایل، اوس مهال له سرپنا پرته ژوند کوم، نه حکومت راغلی او نه کومه موسسه چې مرسته راسره وکړي.»

په لغمان کې سیل- ارشیف
په لغمان کې سیل- ارشیف

د څنګلوري لغمان د قرغیو ولسوالۍ یوه سیلاب ځپلي عمران الله ازادي راډيو ته وویل چې سیلابونو یې کروندې ویجاړې کړي او د سږ کال لپاره یې د دوی د غنمو حاصلات له منځه یوړل.

هغه وویل:« د یو دهقان د غنمو فصل چې سیلاب یوسي، کور یې ړنګ شي، او هر څه له لاسه ورکړي، دا څه وخوري، څه واغوندي او خپلې اړتیاوې له کومه پوره کړي، دا خلک مرستو ته اړتیا لري، باید مرسته وشي.»

خو وروستیو سیلابونو نه یوازې د افغانستان ختیځه سیمه وځپله بلکې د دې هیواد په شمالي ولایتونو کې یې هم لسګونه کورنیو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.

د بغلان د پلخمري ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې وروستیو سیلابونو د دوی په سیمه کې لسګونه کورونه ویجاړ کړي دي.

هغه وویل:« دلته د قول اهن دره په سیمه کې له زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوي دي، خلک له ډېرو سختو ستونزو سره مخ دي، نه یوازې مالي زیانونه خلکو ته رسېدلي بلکې خلکو خپل خپلوان هم له لاسه ورکړل.»

د کندز د امام صیب ولسوالۍ یو استوګن محمد الله ازادي راډيو ته وویل چې د دوی په سیمه کې داسې کورنۍ هم سیلابونو ځپلي چې اوس مهال د ویده کېدو اسانتیاوې لا نه لري:« د خلکو کورونه تخریب شوي دي، او خلک ان د خوب لپاره ځایونه نه لري، موږ له اسلامي امارت غواړو چې له خلکو سره مرستې وکړي.»

په تېرو نژدې دوه نیمو میاشتو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله ۳۰۱ کسان مړه او ۳۸۵ نور ټپیان شوي دي
د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره

د سیلاب ځپلو سره د مرستو په اړه د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي د ادارې ویاند یوسف حماد د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو مخکې تر دې نوموړي ویلي چې په ځینو سیمو کې سیلاب ځپلو ته مرستې رسېدلي او په ځینو نورو کې د مرستو لړۍ روانه ده.

په افغانستان کې د سختو اورښتونو او مرګونو سېلابونو دې څپې چې د تېرې حمل میاشتې له ۶مې راهیسې پیل شوې، زرګونه کورنۍ زیانمنې کړي او خلکو ته یې د سر او مال درانه زیانونه اړولي دي.

د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې اعلان کړی چې په تېرو نږدې دوه نیمو میاشتو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله ۳۰۱ کسان مړه او ۳۸۵ نور ټپیان شوي دي.

د دې ادارې ویاند یوسف حماد په یو ویډیو بیان کې چې سې شنبه د جوزا ۱۹مه یې خپور کړی ویلي د حمل له ۶مې راورسته په دغه پېښو کې له ۱۸ زره ډېرې کورنۍ زیانمنې شوي او نږدې ۱۰ زره کورونه په بشپړ او نیمه ډول ویجاړ شوي دي.

نوموړي دغه راز ویلي چې د دغه طبیعې افتونو له امله له پنځوس ډېر پلچکونه، لسګونه جوماتونه، سلګونه د اوبو څاه ګانې، له ۵ سوه کیلومتره ډېر سړکونه او نږدې ۳۶ زره جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.

له دې وړاندې د روانې جوزا په ۴مه د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي وو چې وروستیو سیلابونو د افغانستان د ۳۱ ولایتونو په ۱۶۵ ولسوالیو کې ۵۴۶ کلي اغیزمن کړي دي.

اوچا ویلي وو د سرپناه په ګډون د عاجلو اړتیا سربیره دغو سېلابونو د خلکو پخوانۍ ستونزې هم لا ژورې کړې دي، ګڼو کورنیو نه یوازې خپل کورونه، بلکې د عاید اصلي سرچینې هم له لاسه ورکړې دي، په ځانګړي ډول هغو کورنیو چې په کلیوالو سیمو کې په کرنه او موسمي مزدورۍ متکي وې.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG