د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۷

په نړیوال جام کې د ایران ګډون؛ ایراني لوبغاړي د هرې لوبې لپاره له مکسیکو امریکا ته ځي

د ایران د فوټبال ځینې ملي لوبغاړي
د ایران د فوټبال ځینې ملي لوبغاړي

د ایران د فوټبال ملي لوبغاړي د یکشنبې په ورځ د مکسیکو تیخوانا ښار ته رسېدلي څو د نړیوال جام لپاره چمتووالی ونیسي.

د ایران لوبغاړي د تمرین او استوګنې لپاره د امریکا د اریزونا پر ځای د مکسیکو په تیخوانا کې میشتیږي.

د ایران د فوټبال فدراسیون مشر مهدي تاج ویلي ملي ټیم تر هرې لوبې یوه ورځ مخکې امریکا ته ننوتلی شي.

خو مخکې رسنیو په مکسیکو کې د ایران د سفیر ابوالفضل پسندیده په حواله راپور ورکړی وو چې د ایران لوبغاړي د لوبو د ورځې په سهار امریکا ته ننوتلی شي خو باید بېرته تر لوبې وروسته په هماغه ورځ ووځي.

په ایراني لوبغاړو دغه محدودیت پراخ غبرګونونه پارولي خو امریکا په نړیوال جام کې د ایران لوبېدونکو لوبغاړو او د فوټبال فدراسیون ځینو محدودو کسانو ته ویزې ورکړي.

د ایران د فوټبال فدراسیون د مشر، سکرترجنرال، د رسنیو د څانګې کارکوونکو او څو نورو کسانو ته امریکا ویزې نه دي ورکړي که څه هم ایراني چارواکو ویلي چې د فدراسیون رییس په خپله د ویزې غوښتنه نه وه ورکړې.
مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د ایران د فوټبال د ملي ټیم په چوکاټ کې د سپاه پاسداران د تړلیو کسانو د شاملېدو د مخنیوي لپاره پوره هوډ لري.

د ایران دوه لومړنۍ لوبې په لاس انجلس کې د جون په ۱۶مه د نیوزیلنډ او د جون په ۲۱مه د بلجیم په وړاندې دي.

دریمه لوبه به یې د جون په ۲۷مه د مصر په وړاندې په سیاټل کې وشي.

د ایران لوبغاړي د تمرین او استوګنې لپاره د امریکا د اریزونا پر ځای د مکسیکو په تیخوانا کې میشتیږي.

امریکا، مکسیکو او کاناډا د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړیوال جام کوربانه دي چې تمه ده را روانه پنجشنبه د جون ۱۱مه د مکسیکو او جنوبي افریقا په لوبې پیل شي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG