د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۲۸

یوناما په هرات کې د طالبانو له خوا د یو شمېر ښځو په نیول کېدو اندېښنه ښوولې

هرات کې طالب عسکر
هرات کې طالب عسکر

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په هرات کې طالبانو د پام وړ حجاب د نه رعایت لپاره د یو شمېر ښځو په نیولو اندېښنه ښوولې ده.

یوناما یکشنبه ناوخته په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دا مسله د بشري حقونو جدي اندیښنې راپورته کوي.

په هرات کې یو شمېر ښځې او نجونې وايي چې په دې وروستیو اونیو کې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د محتسبینو له خوا د دوی په جامو، محرم او په تګ راتګ باندې محدودیتونه زیات شوي دي.

یوې ښځې، چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په دغه راپور کې واخیستل شي شي، په هرات کې د ښځو د توقیف په اړه د سترګو لیدلی حال له ازادي راډیو سره شریک کړ.

څه چې ما ولیدل ښځې یوه هم حجابه نه وه، ټولو یې حجابونه اغوستي وو، له سر تر پښو پورې پوښلې وې
د هرات یوه اوسیدونکې

هغې زیاته کړه: «حتی تور حجابونه هم وو. ځینې ښځې له خپلو وړو ماشومانو سره وې، او امرباالمعروف هغوی هم ونیولې او په موټرو کې یې واچولې.»

هغې وویل دې وضعیت په هرات کې د ښځو او نجونو لپاره د ویرې او اندېښنې فضا رامنځته کړې ده.

په هرات کې د نیول شویو ښځو او نجونو کره شمېر نه دی معلوم، خو د ولسي جرګې یوې پخوانۍ غړې او د افغان ښځو د بنسټ مشرې فوزیې کوفي د یکشنبې په ورځ په خپل ایکس پاڼه ادعا کړې چې د طالبانو د امر باالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو یواځې د شنبې او یکشنبې په ورځو په هرات کې شاوخوا ۶۰ ښځې نیولې دي.

یوناما په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی چې ټول خلک د تګ راتګ د آزادۍ حق لري او ښځې او نارینه باید د قانون په وړاندې مساوي حقونه ولري.

دغه سازمان د طالبانو له چارواکو غوښتي چې د اتباعو اساسي حقونو ته درناوی وکړي او د ښځو په وړاندې له محدودیتونو څخه ډډه وکړي.

په ورته وخت کې، څو باخبره سرچینې، پرته له دې چې خپل نومونه یاد کړي، ادعا کوي چې د جمعې په ورځ د هرات په یو شمیر جوماتونو کې امامانو خلکو ته په خطبو کې خبرداری ورکړ چې ښځې باید هغه څه چې "اسلامي حجاب" بلل کیږي، مراعات کړي؛ که نه نو، دوی به د نیول کیدو او زندان ته د لیږدولو په ګډون له قانوني اقدام سره مخ شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه تبصره نه ده کړې.

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند یوسف سعیدي او په دغه ولایت کې د طالبانو د امرباالمعروف ادارې مشر عزیز الرحمن مهاجر په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې بې ځوابه پرېښودې.

یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په خپل وروستي راپور کې، چې د غويي/ثور په ۲۲مه خپور شو، دا هم لیکلي چې په هرات کې د طالبانو چارواکو له ښځو څخه غوښتي چې "ټیکری یا چادري/برقع" واغوندي.

په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې ښځې د طالبانو د پام وړ جامو د نه رعایت په خاطر د تګ راتګ له محدودیتونو سره مخ شوي او ځینې وختونه له موټرو ښکته شوي، نیول شوي او ان زندانو ته وړل شوي.

د یوناما په وینا، دا ډول محدودیتونه یوازې په هرات پورې محدود ندي، او ورته قضیې د افغانستان په یو شمیر نورو ولایتونو کې هم راپور شوي دي.

نږدې پنځه کاله وړاندې واک ته له رسیدو وروسته، طالبانو د ښځو او نجونو په تعلیم، کار او تګ راتګ سخت محدودیتونه ولګول، چې د بشري حقونو سازمانونو او د ښځو د حقونو د فعالانو له خوا پرې سختې نیوکې شوي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG