د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۸

هند د افغانستان په وړاندې د ټیستلوبې په لومړۍ ورځ د ۳ لوبغاړو له بایللو وروسته ۳۶۸ منډې وکړې

ارشیف
ارشیف

هند د افغانستان په وړاندې د ټیستلوبې په لومړۍ ورځ په داسي حال کې چې درې لوبغاړي یې وسوځېدل، ۳۶۸ منډې وکړې.

د هند لپاره کې ایل راهول او کیپتان شبمن ګیل سلیزې پوره کړې.

د افغان توپ اچونکو په منځ کې محمدسلیم صافي د هند دوه او زبیرالرحمان یو لوبغاړی وسوځول.

نن ورځ د هند لوبډله برلاسي ښکاري او ګومان کېږي چې په لومړۍ پاڼۍ کې به، افغانستان ته لوړ هدف وټاکي.

د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دا ټیستلوبه نن د هند په توپ وهنه یا بیټنګ پیل شوې ده.

د دې سیالۍ، چې د هند د چاندي‌ګړ ښار په مهاراجا یاداویندراسینګ لوبغالي کې کېږي، پچه د هند لوبډلې وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی په خپله بیټنګ وکړي.

افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د کرکټ د نړیوالې شورا غړیتوب او د ټیستلوبو وړتیا ترلاسه کړې خو په دې موده کې یې ډېرې کمې ټیستلوبې کړي دي.

په دې ټیستلوبه کې، د هند د لوبډلې کیپتاني شوبمن ګیل کوي چې د هند د غوره لیګ په وروستیو سیالیو کې خورا ښه ولوبېد. د افغانستان د لوبډلې کیپتاني حشمت الله شهیدي په غاړه لري.

تر دې وړاندې افغانستان او هند په ۲۰۱۸ کال کې ټیستلوبه کړې وه چې په ډېر توپیر هند ګټلې وه. له ۲۰۱۸ راوروسته هند ۶۷ ټیستلوبې کړي خو افغانستان ټولټال ۱۱ ټیست سیالۍ کړي دي.

د هند په وړاندې په ټیستلوبه کې به د افغانستان او نړۍ نامتو لوبغاړی راشد خان نه وي خو له ټیستلوبې وروسته به په درو یو ورځنیو سیالیو کې، چې بله شنبې (د جون ۱۳ مه) د هند په دهرمسالا کې پیلېږي، راشد خان ګډون ولري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG