د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۸

افغانستان او هند په ټیستلوبه کې مخامخ کېږي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او هند د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ نن (شنبه) د هند د چاندي‌ګړ ښار په مهاراجا یاداویندراسینګ لوبغالي کې ټیست سیالي پیل شي.

افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د کرکټ د نړیوالې شورا غړیتوب او د ټیستلوبو وړتیا ترلاسه کړې خو په دې موده کې یې ډېرې کمې ټیستلوبې کړي دي.

په دې ټیستلوبه کې، د هند د لوبډلې کیپتاني شوبمن ګیل کوي چې د هند د غوره لیګ په وروستیو سیالیو کې خورا ښه ولوبېد. د افغانستان د لوبډلې کیپتاني حشمت الله شهیدي په غاړه لري.

تر دې وړاندې افغانستان او هند په ۲۰۱۸ کال کې ټیستلوبه کړې وه چې په ډېر توپیر هند ګټلې وه. له ۲۰۱۸ راوروسته هند ۶۷ ټیستلوبې کړي خو افغانستان ټولټال ۱۱ ټیست سیالۍ کړي دي.

د هند په وړاندې په ټیستلوبه کې به د افغانستان او نړۍ نامتو لوبغاړی راشد خان نه وي خو له ټیستلوبې وروسته به په درو یو ورځنیو سیالیو کې، چې بله شنبې (د جون ۱۳ مه) د هند په دهرمسالا کې پیلېږي، راشد خان ګډون ولري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG