د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۵۳

د ترمذ په دوهمه غونډه کې د افغانستان د ترانزیتي رول پر اهمیت ټینګار وشو

د منځنۍ او جنوبي اسیا جګپوړي چارواکي د ازبکستان په تاشکند ښار کې د ترمذ د خبرو اترو په دوهمه غونډه کې راټول شوي وو، چې پکې د سیمه‌ییز اتصال، سوداګرۍ پراختیا او د افغانستان د ترانزیتي رول په اړه بحثونه وشول.

ګډونوالو په دې غونډه کې موافقه څرګنده کړه چې افغانستان د خپل مهم جغرافیایي موقعیت له امله د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره کلیدي ارزښت لري.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونو د مشرتابه پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي، د افغانستان او ازبکستان اړیکې زیاتې شوي او ازبکستان لېواله دی چې له افغانستان سره راکړه ورکړه زیاته کړي او د دوو هیوادونو ترمنځ په تجارت کې ستونزې لېرې شي.

ده په دې اړه د ازبکستان د ولسمشر هغه فرمان ته اشاره وکړه چې د خپل هیواد ټولو ادارو ته یې صادر کړی څو له افغانستان سره په سوداګرۍ کې ټولې ستونزې پای ته ورسوي.

خو خان جان الکوزی د ازبکستان له دې لېوالتیا سره سره وايي، تر څو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې پرانیستل شوې نه وي، د ترمذ د غونډې پرېکړې اغېز نه لري ځکه چې د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ راشه درشه ممکنه نه ده.

ده ازادي راډیو ته وویل:

الکوزی: د جنوبي اسیا او مرکزي اسیا هیوادونه باید پاکستان دې ته مجبور کړي چې له افغانستان سره خپلې ترانزیتي او تجارتي اړیکې له سره پیل کړي

« له اولې ورځې د ترمذ د غونډې هدف او مفهوم دا دی چې جنوبي اسیا له مرکزي اسیا سره د افغانستان له لارې ونښلي، تاسو ته معلومه ده چې په منځنۍ اسیا کې ډېر او پرېمانه خام مواد موجود دي او جنوبي اسیا ورته ضرورت لري. په جنوبي اسیا کې بیا ډېر تولیدي او صنعتي توکي شته چې هغه باید مرکزي اسیا ته لاړ شي خو د دې یوازینی مشکل دا دی چې تر څو افغانستان بیا ونه رغول شي او په افغانستان کې تاسیسات جوړ نه شي او د افغانستان او پاکستان روابط ښه نه وي د دې هدف عملي کول یو ناممکن کار دی، دا غونډه ښه ده خو د جنوبي اسیا او مرکزي اسیا هیوادونه باید په دې فشار راوړي چې پاکستان دې ته مجبور کړي چې له افغانستان سره خپل ترانزیتي او تجارتي اړیکې له سره پیل کړي او بالاخره دا ډول اړیکې له سیاست څخه جلا کړي.»

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال بخرومجان علییف د ترمذ په دوهمه غونډه کې وویل، یو باثباته او له اقتصادي پلوه مدغم افغانستان کولای شي له لسیزو جګړو وروسته د سیمې ثبات ته وده ورکړي. هغه زیاته کړه چې د منځنۍ اسیا هېوادونه، له شته ستونزو سره سره، له افغانستان سره خپلې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پراخوي.

د چارواکو په وینا، د ۲۰۲۵ کال له وروستیو راهیسې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سلګونو میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریز او اقتصادي قرادادونه لاسلیک شوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د زیاتېدو څرګندونه کوي.

د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا ژمنه

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په غونډه کې د افغانستان ژمنتیا تکرار کړه چې سیمه‌ییزه سوداګري پراخه کړي، لوژستیکي زیربناوې پیاوړې کړي او د هېواد ترانزیتي وړتیاوې لوړې کړي.

افغان استازو هم له سیمه‌ییزو شریکانو وغوښتل چې د هغو نړیوالو بندیزونو د نرمولو ملاتړ وکړي چې د سوداګرۍ او پانګونې پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.

د خصوصي سکتور اندېښنې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس سید کریم هاشمي وویل چې اوسني بندیزونه تر ټولو ډېر خصوصي سکتور زیانمنوي، په داسې حال کې چې د هېواد شاوخوا ۷۰ سلنه اقتصادي فعالیتونه د همدې سکتور له لارې ترسره کېږي.

هغه د بانکي او مالي محدودیتونو د نرمولو غوښتنه وکړه، څو د پولې هاخوا سوداګري او پانګونه اسانه شي.

د اروپایي ټولنې دریځ

له بلې خوا، د منځنۍ اسیا لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي اډوارډس سټرپایس وویل چې اروپایي ټولنه به په نژدې راتلونکې کې د طالبانو په اړه خپله تګلاره د پام وړ بدله نه کړي. هغه د دې دلیل د حکومتولۍ او بشري حقونو په اړه موجودې اندېښنې وبللې.

د ترانس افغان رېللارې پروژه

سره له دې، ګڼو ګډونوالو ټینګار وکړ چې له افغانستان سره دوامداره تعامل د سیمه‌ییزو نښلوونکو پروژو لپاره مهم دی، په ځانګړي ډول د ترانس افغان ریرېللارې پروژه چې هدف یې د منځنۍ اسیا له بازارونو سره د جنوبي اسیا بندرونو سره نښلول دي.

د ترمذ د خبرو اترو بهیر د ۲۰۲۲ کال د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیک له مخې رامنځته شوی او د سوداګریزو لارو، ترانسپورتي شبکو او اقتصادي ادغام د پیاوړتیا لپاره د سیمه‌ییزې همکارۍ یو مهم پلیټفارم ګڼل کېږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG