د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۴۱

تهران له امریکا سره د سولې خبرو ته هیلمن شوی

تهران له امریکا سره د روغې جوړې په خبرو کې د پرمختګ خبره کوي او وایي چې ایران ته د کنګل شویو پیسو سپارل او په لبنان کې د جګړې ختمیدل د دې خبرو اساسي شرطونه دي. بل لور ته د جمعې په ورځ اسراییل پر لبنان بمبارۍ کړي او واشنګتن وايي چې ایران ته د کنګل شویو پيسو د سپارلو مساله د روغې جوړې برخه نه ده.

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر کاظم غریب ابادي وايي چې اسلامي جمهوریت له متحده ایالاتو سره د خبرو اترو په ترڅ کې د روغې جوړې د متن په برخه کې ښه پرمختګ کړی دی.

ښاغلي غریب ابادي د ایران له مهر خبري اژانس سره په مرکه کې دا هم وویل چې د ایران حکومت ټینګار کوي چې د کنګل شویو پیسو پنځوس په سلو کې باید د تفاهم لیک له لاسلیک سره تهران ته وسپارل شي او پاتې کنګل شوي پیسې باید له یوې مناسبې مودې وروسته ایران ته ورکړل شي چې دا موده هم باید له یوې دوو میاشتو زیاته نه وي.

بل لور ته د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې له ایران سره د روغې جوړې په بدل کې به ایران ته هیڅ پیسې ورنه کړي. واشنګتن د روغې جوړې د خبرو په ترڅ کې هم پر ایران نور بندیزونه لګولي دي.

ولسمشر ټرمپ دا هم ویلي دي چې له ایران سره د روغې جوړې خبرې د دغه هیواد د اټومي فعالیتونو په اړه دي او هڅه یې دا ده چې ایران ته غني شوي یورانیم پاتې نه شي او نور یورانیم غني نه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال غریب ابادي بیا د لبنان د جګړې په شمول په ټولو جبهو کې د جګړې د پای ته رسیدو او د سمندري محاصرې د لرې کیدو خبره وکړه او څرګنده یې کړه چې دا موضوع د روغې جوړې یوه اساسي برخه ده.

خو د راپورونو له مخې د جمعې په ورځ څو ساعته وروسته تر دې چې اسراییل د لبنان د جنوب خلکو ته خبرداری ورکړ چې له دې سیمو ووځي، هلته یې بمباري وکړه. اسراییل دا بریدونه وروسته تر دې کړې دي چې د لبنان د حزب الله عمومي منشي د اسراییل او لبنان حکومت تر منځ مشروط اوربند رد کړ. نعیم قاسم وویل چې هر اړخیز اوربند دې وشي او له ټول لبنان څخه دې اسراییلي ځواکونو وځي.

حزب اله ډله د واشنګتن په تور لست کې ده او اروپایي ټولنه د دې ډلې پوځي څانګه ترهګره ګڼي او سیاسي برخه یې چې د لبنان په پارلمان کې هم غړي لري د ترهګرو په ډله کې نه شمیري.

ایران د روغې جوړې په متن کې د پرمختګ او د سمندري محاصرې د پای ته رسیدو غوښتنه په داسې حال کې کوي چې د امریکا د هند پاسفیک قوماندې د جمعې په ورځ وویل چې امریکایي ځواکونو د هند په سمندر کې د تیلو د لېږد یوه لویه بیړۍ چې د کوم هیواد بیرغ باندې نه رپیده وګرځوله. د رویټرز اژانس د راپور له مخې دا ګرځول شوې ستره بیړۍ د دوه میلیونه بیرل خامو تیلو د لیږد ظرفیت لري.

د امریکا د هند پاسفیک قوماندې په ایکس کې لیکلي دي چې د سمندري قوانیو پر بنسټ به غیرقانوني هڅې شنډې کړي او هغه کښتۍ به ودروي چې له ایران سره په مالي برخه کې مرستې کوي.

متحده ایالاتو د اپریل له وروستیو راهیسې په سمندر کې ایران محاصره کړي دی، ایران بیا پر یوشمیر هغو بیړیو ډزي کوي چې د هرمز له تنګي د دوی له خوښي پرته تیریږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG