د ملګرو ملتو په باور وروستیو ورښتونو د افغانستان په ډیرو سیمو کې د وچکالۍ وضعیت بدل کړی دی، خو د چاپیریال او اوبو یوشمیر متخصصین په دې نظر دي چې د تیرو څلورو کلونو د وچکالۍ د اغیزو د مخنیوي لپاره باید دا اوبه سمې مدیریت شي او د ضایعاتو مخه ونیول شي.
د افغانستان د چاپيریال ساتنې د ادارې پخواني مرستیال ولي مدقق ازادي راډيو ته وویل چې د کلونو وچکالیو سربیره ګڼ افغانان له اوبو سره احتیاط نه کوي:
« له اوبو سره چې کوم چلند کیږي، که دې ته زموږ هیوادوال توجه ونه کړي، ښایي په ډیر نژدې راتلونکې کې به موږ د څښاک اوبه ونه لرو او دا ستونزه راروانه ده. زموږ هیوادوال باید دومره پاملرنه وکړي چې د اوبو د استعمال په برخه کې داسې فکر وکړي لکه څوک چې تیل مصرفوي. تیل که چیرته په چاپيرال کې نه وي انسانان مړه نه شي، خو د اوبو په نه شتون کې ژوند امکان نه لري، ژوند هم د انسان لپاره، هم د حیوان لپاره، هم د نبات لپاره»
افغانان باید د اوبو د استعمال په برخه کې داسې فکر وکړي لکه څوک چې تیل مصرفويمحمد ولي مدقق د چاپيریال ساتنې متخصص
د ملګرو ملتو د بشري چارو د همغږۍ ادارې( اوچا) د ۲۰۲۶ کال د فبروري په دولسمه په یوه راپور کې څرګنده که چې له فضا څخه د اخیستل شویو تصویرونو له مخې د افغانستان په ځینو سیمو کې سږکال ورښتونه د پروسږکال په پرتله ډیر زیات دي.
د زراعت متخصص ذاکر الله ساپي له ازادي راډيو سره په خبرو کې د اوچا دا خبر د افغانانو لپاره زیری وباله:
« دا ډير ښایسته زیری دی. دا واورې د ډير وخت لپاره پاتیږي. چې هم پر اقلیم مثبت اغیز کوي او ورسره د ټول اوړي لپاره د اوبو زیرمې برابروي او اوبه تهیه کوي»
د ښاغلي ساپي په باور د څښاک اوبه به هم په څاګانو کې له ورښتونو سره زیاتې شي.
د چاپیریال ساتنې متخصص ښاغلی مدقق ټینګار کوي چې سږکال د ورښتونو د زیاتیدو سربیره باید خلک اوبه ضایع نه کړي او اوبه وسپموي:
« د دې لپاره چې موږ موټر په اوبو وینځو یو نمناکه صافي باید پرې تیر کړو، خو زموږ هیوادوال دغه زحمت په ځان نه قبلوي هرڅوک کوشش کوي چې د موټر وینځلو ځای ته ورشي او ډیرې زیاتې اوبه مصرف کړي، ډیرې نورې لارې دي د اوبو د سمې استفادې لپاره خصوصا که چیرته څوک په کور کې بوټي لري، چمنونه لري د دغو د اوبو لګولو او ابیاري لپاره باید اوبه وسپموي، د کور دننه په ورځني ژوند کې چې موږ له اوبو استفاده کوو که اودس کوو، که ځان وینځو، یا جامې وینځو باید له اوبو سره احتیاط وکړو یعني ښې لارې شته چې د اوبو په سپما کې هر کس ونډه واخلي»
مدقق زیاته کړه چې کله ناکله یو بوټی اوبو ته ضرورت نه لري خو خلک اوبه ورکوي یا بوټو ته غرمه اوبه ورکوي چې هغه ګټه نه کوي او د اوبو لویه برخه بیرته تبخیر کیږي.
د کرهڼې متخصص هدایت الله عمرخیل ازادي راډيو ته وویل چې ځیني خلک فکر کوي چې ډيرې اوبه بوټو ته ګټه کوي خو په ګڼو مواردو کې ډيرې اوبه ونو او بوټو ته زیان اړولي. ښاغلي عمرخیل بیا له لویه سره د زراعت په برخه کې د اوبو پر مدیریت نیوکه کوي او وایي چې په افغانستان کې نژدې نوي فیصده اوبه ضایع کیږي:
« اوس ډیرې کمې اوبه پنځه یا لس فیصده ښایي مدیریت شي. افغانستان له هغو هیوادو څخه دی چې کافي اوبه لري. افغانستان ټول درې درې نیم میلیونه هکتاره مځکه لري او دا د هغو اوبو په پرتله چې په افغانستان کې یې لرو ډیره کمه مځکه ده. په منبع کې چې څوک مځکه لري د هغوی مځکه له ډيرو اوبو خرابه شوې ده او اخرې مځکې له ډيرو کمو اوبو، نو که دا اوبه سمې مدیریت شي زه باور لرم چې په افغانستان کې کافي اوبه شته»
افغانستان کافي اوبه لري، خو په منبع کې چې څوک مځکه لري د هغوی مځکه له ډيرو اوبو خرابه شوې ده او اخرې مځکې له ډيرو کمو اوبو،هدایت الله عمرخیل د کرهڼې متخصص
د ښاغلی عمرخیل په نظر اوبه باید له سرچینې مدیریت شي چې د مځکې لاندې اوبه ورسره تغذیه شي بیا هغه اوبه چې له منبع تر مزرعې رسیږي کنټرول شي داسې چې پخې ویالې او نهرونه ورته وایستل شي یا د پایپونو په سیسیتم انتقال شي او دریم او اساسي کار دا دی چې د پټې دننه اوبه مدیریت شي، داسې چې پټي هوار شي او له څو ورخو هغه اوبه کړو.
د کرهڼې متخصص عمرخیل په افغانستان کې تر مځکې لاندې اوبو استعمال ته هم اندیښمن دی:
« والله متاسفانه دا یو ډیر جدي مشکل دی زه یو څو وخته مخکې جنوبي خواته تللی وم د کندهار خواته هلته ډیر زیات مشکل دی، خو ضرورت عامه پوهاوي ته لري. خو خلک داسې دي چې هیڅ چاره نه لري خو ځیني کښتونه په دې نه ارزي چې د مځکې له لاندې اوبه ورته راوباسو، لکه غنم. د هلمند د نوزاد له ولسوالي ځیني کلي کډه شوي د اوبو د نشتوالي له امله، د څښاک اوبه لا نه شته او یو علت یې همدا دی چې دا اوبه یې له مځکې بې حده راوایستل شوې او د دې ترڅنګ تغذیوي بندونه نه شته، نور سیستمونه نه شته نو دا خبره دقیقه ده چې دا اوبه ډیر ارزښت لري پر هغو نباتاتو یې مصرف کړو چې ارزښت یې ولري»
د اوچا د راپور له مخې په افغانستان کې هغه طبیعي یخچالونه چې تیرو پر له پسې وچکالیو سخت اغیزمن کړي وو او اوبه یې ډیرې ښکته شوې وې اوس پکې د ورښتونو له امله د پام وړ مثبت تغییر راغلی دی، خو دا مهم سوال په خپل ځای پاته دی چې د اوبو د مد یریت لپاره به چارواکي او ولس تر څه بریده هڅې وکړي چې د سږکال ورښتونه تر یوه بریده د تیرو څلورو کلونو د وچکالۍ منفي اغیزې څه ناڅه کمې کړي.