د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۴۱

زیلنسکي پوتین ته پرانیستي لیک کې د مخامخو خبرو او د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کوي

د روسيې او اوکراین ولسمشران  ولادیمیر پوتین او ولودیمیر زیلنسکي
د روسيې او اوکراین ولسمشران ولادیمیر پوتین او ولودیمیر زیلنسکي

د اوکراین ولسشمر خپل روسي ساري ته په پرانیستې لیک کې د مخامخ خبرو او د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه وکړه .پوتین سمدستي د دې لیک په اړه کوم غبرګون ونه ښود. خو د کرملین ویاند، دمیتري پیسکوف ، وویل چې مسکو د اوکراین د ولسمشر له لیک څخه خبر دی او دا لیک به ولسمشر پوتین ته ورسول شي.

د اوکراین ولسشمر ولودیمیر زېلېنسکي،د پنجشنبې په ورځ په یوه پرانیستي لیک کې خپل روسي سیال، ولادیمیر پوتین، ته د مخامخ لیدنې وړاندیز وکړ او ویې ویل چې د «بشپړ اوربند» لپاره هم چمتو دی.

د روسیې او اوکراین ترمنځ خبرې اترې له څو میاشتو راهیسې درېدلې دي، او د امریکا په مشرۍ مذاکرات هم د ایران د جګړې له امله عملاً په ټپه ولاړ دي.

په استانبول، ابوظبۍ او ژنیو کې د دواړو خواوو د خبرو پخوانیو پړاوونو د جګړې له پای وروسته د سیمو د وضعیت په څېر مهمې مسئلې کې کوم پرمختګ ونه کړ.

زېلېنسکي په دغه لیک کې، چې د اوکراین د ولسمشرۍ پر ویبپاڼه خپور شوی، لیکلي دي: «اوکراین وړاندیز کوي چې دا جګړه زما او ستا ترمنځ د مستقیمو خبرو له لارې پای ته ورسېږي. زه د یوې لیدنې وړاندیز کوم.»

هغه زیاتوي: «اوکراین د مذاکراتو د مودې لپاره د بشپړ اوربند لپاره چمتو دی.»

زېلېنسکي همدارنګه د دواړو خواوو د ټولو جنګي بندیانو د تبادلې وړاندیز وکړ او ویې ویل چې دا کار کولای شي «د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو مناسب پیل» وي.

د اوکراین ولسمشر په خپل لیک کې لیکلي: «که تاسو په شخصي توګه دې پایلې ته ونه رسېږئ چې د دې جګړې د پای وخت رارسېدلی، اوکراین به د خپلې بقا لپاره مبارزې ته دوام ورکړي.»

زیلنسکي خبرداری هم ورکړ چې د جګړې دوام ښايي د پوتین شخصي دریځ له خطر سره مخ کړي او زیاته یې کړه: «دا د روسیې په تاریخ کې یو حقیقت دی چې تاسو یې ښه پېژنئ: کله چې روسیه ستړې شي، بدلون راځي.»

د کرملین غبرګون

پوتین سمدستي د دې لیک په اړه کوم غبرګون ونه ښود. دا لیک په داسې وخت کې خپور شو چې د روسیې ولسشمر په سن پټرزبورګ ښار کې له بهرنیو خبریالانو سره په یوې غونډې بوخت و.

خو د کرملین ویاند، دمیتري پیسکوف ، وویل چې مسکو د اوکراین د ولسمشر له لیک څخه خبر دی او دا لیک به ولسمشر پوتین ته ورسول شي.

هغه زیاته کړه چې ولودیمیر زېلېنسکي کولای شي «هر وخت» د خپل روسي سیال، ویلادیمیر پوتین، سره د لیدنې لپاره مسکو ته سفر وکړي.

د روسیې دولتي خبري آژانسونو د پسکوف له قوله لیکلي: «زېلېنسکي هر وخت چې وغواړي مسکو ته راتلای شي.»

زېلېنسکي څو ځله له پوتین سره د مخامخ لیدنې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې یوازې مستقیمې خبرې کولای شي د سیمو د مسئلې په اړه یوې موافقې ته لاره هواره کړي.

پوتین هم مخکې ویلي وو چې یوازې هغه وخت به له زیلنسکي سره وویني چې د سولې یوه هوکړه له مخکې چمتو شوې وي.

دا په داسې حال کې ده چې اوکراین په دې وروستیو کې د روسیې د خاورې دننه سیمو کې د خپلو بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه زیات کړي او د دې هېواد د نفتو تاسیسات یې په نښه کړي دي. د سې‌شنبې په ورځ هم د اوکراین بې‌پیلوټه الوتکو د سن پټرزبورګ ښار د یوه اقتصادي کنفرانس له پیل مخکې، چې پوتین پکې ګډون درلود، په نښه کړی و.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG