د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۲ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۵

یونسیف: د نجونو پر زده کړو بندیز د افغانستان ناخالص کورنی تولید د پام وړ کم کړی

د ملګرو د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار دوامداره محدودیتونه د دغه هیواد په ناخالص کورني تولید (GDP) کې د صفر اعشاریه پنځه سلنه کمښت لامل شوي دي.

د کابل ښار اوسېدونکې او له زده کړو راګرځول شوې نجلۍ بهار وايي: غږ"دې وضعیت نه یوازې زما پر شخصي ژوند بلکې زما د کورنۍ پر اقتصاد هم منفي اغیزې کړې دي."

دې همداراز وویل، د طالبانو حکومت له خوا یې پر زده کړو او د هغو مهارتونو زده کولو محدودیتونو چې په خبره کولای یې شول، پر مټ یې خپلې کورنۍ سره په اقتصادي لحاظ مرسته وکړي او کار په کې ومومي، سختو فشارونو سره مخ کړې ده.

بهار وړاندې ازادي راډیو ته وویل:

"زه خپله یو له دغو نجونو وم چې کلونه مې د مختلفو مهارتونو د زده کولو او کار موندلو لپاره درس ووایه او هڅه مې وکړه، او تل هیله منده وم چې وکړای شم له خپلې وړتیا او تعلیمه استفاده وکړم، مناسب کار ولرم او له اقتصادي اړخه خپلۍ کورنۍ سره مرسته وکړم خو د دې محدودیتونو او افغان ښځو او نجونو ته د امن کاري فرصتونو د کمښت له امله دا امکان ما ته برابر شوی نه دی، چې دې مسلې نه یوازې زما پر شخصي ژوند بلکې زما د کورنۍ پر اقتصادي وضعیت هم منفي اغیزې کړې، زما هیله دا ده چې ټول؛ نجونې، ښځې او نارینه په مساوي توګه د تعلیم او کار حق ته لاسرسی ولري."

په دولتي اداره کې له کاره تنقیص شوې مېرمن چې د خپلې کورنۍ نفقه ګټونکې وه او له تېر کال راهیسې په کور ناسته ده؛ هم وایي ،

دې محدودیتونو یې ژوند وار دمخه په اقتصادي لحاظ شدیدا اغیزمن کړی دی.


دې د نوم نه ښودلو په شرط وړاندې ازادي راډیو ته وویل:

"د ښځو د کار او نجونو د زده کړو حق د انسان اساسی حق دی چ نه باید محدود شي، په دې برخه کې چې کوم محدودیتونه موجود دي، دې د افغانستان پر راتلونکي او زموږ پر ژوند جدي اقتصادي فشارونه راوستي دي، پایلې یې دا دي چې کاري فرصتونه کم، عاید کم او کورنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي، موږ کورنیو په اقتصادي لحاظ ډېره شدیده ضربه لیدلې."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق ویلي، په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار محدودیتونو د دغه هېواد په ناخالصو کورنيو تولیداتو کې کمښت راوستی دی.

د یونیسف د ستراتیژۍ او شواهدو د دفتر په دې ۱۶ مخییز راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ د جون پر ۳مه «د غبرګولي په ۱۳مه» یې پر خپله وېب پاڼه خپور کړی، راغلي چې په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار دوامداره محدودیتونه د دغه هیواد په ناخالص کورني تولید (GDP) کې د ۰.۵ سلنه کمښت لامل شوي دي.

دې ادارې ویلي چې د دې محدودیتونو دوام هر کال زده کړو او کاري ځواک ته د نجونو د نوي نسل د ننوتلو مخه نیسي، چې اوږد مهاله منفي ټولنیزې او اقتصادي پایلې لري.

دې ادارې ویلي چې د طالبانو دا محدودیتونه هر کال له افغانستان سره د ۸۴ میلیون امریکایي ډالرو بهرنیو مرستو مخه نیسي چې په ټکو یې ۲۰ سلنه کلنۍ اقتصادي ودې سره برابر دي.

یونیسف دا خبرداری هم ورکړی چې د دې وضعیت دوام کولای شي د ماشومانو پر روغتیا منفي اغیزه وکړي.

د دې ادارې د راپور له مخې، له زدکړو د میندو محرومول کولای شي د ماشومانو په وده، د واکسیناسیون پر ټیټې کچې او تر زیږون مخکې روغتیایي پاملرنې ته پر لاسرسي منفي اغیزې رامنځته کړي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې تعلیم او کار ته د ښځو د لاسرسي پراخول کولای شي د افغانستان اقتصادي وده په کال کې صفر اعشاریه پنځه سلنه زیاته کړي.

د راپور له مخې، تر اوسه نږدې یو ملیون نجونې د دې بندیز له امله په مستقیمه توګه اغیزمنې شوې دي.

دا هغه څه دي چې د نجونو د تعلیم ځینې فعالان یې هم په اړه اندېښنه ښیي.

له دې ډلې د نجونو د زده کړو د حقونو فعال او د شرعیاتو استاد دکتور فضل الهادي وزین ازادي راډیو ته په دې اړه وویل:

"د دې ناورین استمرار او دوام په مختلفو اړخونو کې منفي تاثیرات لري، پر ټولنیز ژوند، تعلیم، اقتصاد او ګڼ نور مشکلات رامنځته کوي، یوازې دا څو محدودې برخې لکه صحت او نور نه بلکې د افغانستان ټول ملت له ننګونو سره مخ کوي،څومره چې وخت تېرېږي او دا ناورین مستمر پاتې کېږي، کړاونه ډېرېږي."

یونیسف خبرداری ورکړی چې که دا بندیزونه پر خپل ځای پاتې شي، په راتلونکو پنځو کلونو کې به دوه ملیونه نورې نجونې هم له شپږم ټولګیو پورته له زده کړو محرومې شي.

د ملګرو ملتوتو دې ادارې له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار باندې ژر تر ژره محدودیتونه او بندیزونه لرې کړي.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمېندو راهیسې په تېرو پنځو کلونو کې له شپږم ټولګیو پورته نجونې له زده کړو او هم پوهنتونونو او طبي انسټیټیوتونو ته له تللو راګرځول شوي او ښځې هم په ډېرو دولتي او نادولتي ادارو کې له کاره منع شوې دي.

که څه هم د طالبانو د حکومت دغه اقدام د بېلابېلو هېوادونو او ملي او نړيوالو سازمانونو له خوا په کلکه غندل شوى، خو د طالبانو حکومت په خپلو پرېکړو او دریځ کې کوم بدلون نه دی راوستی.

د یادونې ده چې ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونسیف) د اپرېل په ۲۸ مه هم په یو راپور کې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو روان بندیز کولای شي تر ۲۰۳۰ کال پورې دغه هیواد له شل زره زیاتو ښځینه ښوونکو او له پنځو زرو ډيرو روغتیایي کارکوونکو له کمښت سره مخامخ کړي.

تر هغه وړاندې د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري ادارې (یونسکو) هم په پرلپسې راپورونو کې ویلي چې په افغانستان کې دا مهال ۱.۴ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي او که پر زده کړو دا بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، له ۴ میلیونو زیاتې نجونې به له زده کړو بې برخې شي.


راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG