د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۴ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۵۴

د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلونو اټکل شوی

د طالبانو تر کنټرول د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت خبر ورکړی چې نن (ينجشنبه) د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د بارانونو، تندر او ناڅاپي سېلونو احتمال شته.

د وزارت له لوري په اېکسپاڼه کې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په بدخشان، تخار، کندوز، پنجشېر، بغلان، سمنګان، بامیان، سرپل، خوست، پکتیا، لوګر، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا او ننګرهار ولایتونو کې د نسبتاً سختو بارانونو، تندر او سېلابونو اټکل شوی دی.

دا په داسي حال کې ده چې پرون (چهارشنبې) په بغلان ولایت کې طالب چارواکو وویل چې د کابل- بغلان پر لویه لار د سېل د جاري کېدو له کبله دا لویه لار د بغلان د دوشي ولسوالي په کفترخانه سیمه کې بنده شوې ده.

په بغلان کې له پېښو سره د مبارزې د ادارې چارواکو ویلي چې د دغه ولایت په ۷ ولسوالیو کې د سېلونو د راتلو له کبله خلکو ته درانه مالي تاوانونه اوښتي دي.

په بغلان کې تر لوی اختر مخکې هم شیدیدو سېلونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

د بغلان د پلخمري د زمانخېلو د سیمې اوسېدونکی فریدالله وايي چې دغو سېلونو د مرګ ژوبلو ترڅنګ مالي زیانونه هم خلکو ته اړولي دي:

«موږ د یوې بوجۍ وړو د اخیستلو توان نه لرو، نو څنګه به دا کورونه ورغوو، حکومت او مرستندویه بنسټونه باید مرسته وکړي او د سیلاب ځپلو لاس نیوی وکړي.»

د پلخمري یو بل سیلاب ځپلی دین محمد هم، چې د روانې میاشتې د دوهمې نېټې سېلونو ځپلی، ورته خبره کوي، وايي:

« له سختې ږلۍ او باران وروسته سخت سیلاب راغی، خلک یې له امله مړه شول، کورونه یې ویجاړ کړل، زما خپله کور نړېدلی دی او اوس بې سرپنا پاتې یم.»

افغانستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې اقلیمي بدلون پرې ډېر اغېز کړی دی. بې وخته بارانونه، سېلونه، یا وچکالۍ د اقلیمي بدلون عوامل بلل کېږي.

د هواپېژندنې ادارې سبا (جمعه) هم په ۱۶ ولایتونو کې د بارانونو، تندر او سېلونو وړاندوینه کړې او ویلي یې دې چې په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت اندازه له ۱۰ تر ۳۰ میلي‌مترو پورې وي.

د تیزو بادونو خبرداری

وزارت همداراز ویلي چې نن او سبا د هېواد په مرکزي، ختیځو، شمالي، جنوب ختیځو، جنوبي او لوېدیځو ولایتونو کې د تیزو بادونو د لګېدو احتمال هم شته.

د اټکل له مخې، د بادونو چټکتیا به په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلومتره پورې ورسېږي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې د سېلونو او سختو اقلیمي حالاتو پر مهال لازم احتیاطي تدابیر ونیسي او سیندونو او سېلابي سیمو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG