د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۶

امریکا افغان کډوال خپلې خاورې ته نه پریږدي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي په اوسنیو شرایطو کې به هېڅ افغان کډوال ته اجازه ورنکړل شي چې متحده ایالاتو ته داخل شي. له دې وړاندې نیویارک ټایمز راپور ورکړی و چې امریکا پلان لري چې په قطر کې میشت شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي.

متحده ایالاتو ته په اوسنیو شرایطو کې د افغان کډوالو د نه انتقال په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو تازه څرګندونو په قطر او پاکستان کې امریکا ته د تګ په تمه د مېشتو هغه افغانانو اندېښنې زیاتې کړي چې په افغانستان کې یې له امریکايي پوځیانو او په بهرنیو پروژو کې کار کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تازه ویلي په اوسنیو شرایطو کې به هېڅ افغان کډوال ته اجازه ورنکړل شي چې متحده ایالاتو ته داخل شي.

خو د قطر د سیلیه کمپ او د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې مېشت یو شمېر افغانان وايي چې دوی د امریکا د حکومت له لوري او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په لارښوونه له افغانستانه وتلي او اوس په بې برخلیکه وضعیت کې پرېښودل د دوی په حق کې ستره جفا ده.

د قطر په سیلیه کمپ کې مېشت یو افغان چې په خبره یې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې له خپلې دوه کسیزې کورنۍ سره یوځای له کابله قطر ته انتقال شوی، ازادي راډيو ته وویل چې دوی داسې معلومات ترلاسه کړي چې پنځو نورو هیوادونو ته به ولیږدي:

"دلته په کمپ کې ټول خلک په دې تمه دي چې دا پنځه کوم هېوادونه چې دوی یاد کړي کوم هېوادونه دي، دوی له موږ سره ډېره ستره جفا کوي ځکه دا خلک له دښتو او غرونو نه وو راغلي، بلکې دوی خپله موږ انتقال کړو او اوس یې په نیمه لاره کې پرې اښي یوو."

په همدې کمپ کې مېشت یو بل افغان چې دې هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې دغلته د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېر شمېر افغانان د زندانیانو په څېر ژوند لري او ګڼو ته یې بېلابېلې ناروغۍ پیدا شوې دي:

"دا زموږ مسلم حق دی، موږ خپله نه و راغلي، بلکې امریکایانو خپله راوستي یوو، دلته ځیني کسان له دوه کلونو، ځیني له څلورو کلونو راهیسې استوګن دي، خلک په ذهني تکلیفونو اخته دي، خلکو ته بېلابېلې ناروغۍ پیدا شوې دي او اوس مهال له سختو ستونزو سره مخ یوو."

دا کډوال غوښتنه کوي چې که له قطر څخه بل درېیم هېواد ته انتقالېږي نو لږ ترلږه داسې یو ځای دې وي چې د کار تر څنګ د دوی اولادونو ته په کې د زده کړو زمینه برابره وي.

خو دا یوازې قطر نه دی چې سلګونه افغانان پکې امریکا ته د تګ په تمه شپې سبا کوي، بلکې په ګاونډي پاکستان کې هم د هغه کسانو شمېر د پام وړ دی چې «پي ۱»، «پې ۲» او «اېس ای وي» کېسونه لري او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه د کېسونو د پرمخ وړلو لپاره هغه هېواد ته تللي دي.

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې مېشت يو پخواني افغان خبریال احسان الله احمدزي ازادي راډيو ته وویل چې «پي ۲» کېس لري او له تېرو درېیو کلونو راهیسې دغلته اوسېږي او د ده په څېر د سلګونو نورو کسانو سرنوشت هم نه دی معلوم.

هغه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ سره د امریکا حکومت ژمنه کړې وه چې پناه به موږ ته راکول کېږي، خو اوس موږ له ګڼو ستونزو سره مخ یوو، غوښتنه مو داده چې د امریکا حکومت دې په خپلو پالېسیو بیا ځل غور وکړي، ځکه یو خو موږ د ژوند څو مهم کلونه دلته بې سرنوشته تېر کړل او بل دا چې ژوند مو په خطر کې دی، نو امریکا دې مستحق کسان انتقال کړي."

د راپورونو له مخې د قطر په سیلیه کمپ کې شاوخوا ۱۱ سوه او د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نږدې ۲۰ زره هغه افغانان شته چې امریکا ته د تګ کېسونه لري او اوس مهال یې سرنوشت نامعلوم دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سې شنبه د جوزا «۱۲مه» د امریکا کانګرس په یوه غونډه کې وویل چې په اوسنیو شرایطو کې به د ولسمشر ټرمپ د اجراییوي فرمان له مخې هېڅ افغان کډوال ته امریکا ته د ننوتلو اجازه ورنکړل شي.

نوموړي دغه راز د قطر په «سیلیه» کمپ کې د مېشتو افغان کډوالو د برخلیک په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دغه کسان به نورو خوندي هېوادونو کې مېشت کړل شي.

د غونډې پر مهال، امریکايي سناتور کریس کونز وویل، د امریکا شاوخوا ۱۱۰۰ پخواني افغان همکاران چې ۴۰۰ ماشومان او د امریکايي پوځیانو د کورنیو ۱۵۰ غړي هم پکې شامل دي، لا هم په قطر کې بند پاتې دي.

نوموړي خبرداری ورکړ چې دا کسان ښایي یا بېرته افغانستان ته واستول شي او یا هم د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په څېر هېوادونو ته ولېږدول شي، چېرته چې د ده په خبره ایبولا ناروغي پکې خپره شوې ده.

دغه ډیموکرات سناتور د امریکا د بهرنیو چارو له وزیره وغوښتل چې له کانګرس سره په ګډه کار وکړي څو متحده ایالاتو ته د دغو کسانو په ځانګړي ډول د امریکايي پوځیانو د کورنیو غړیو د لېږد زمینه برابره شي.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دغه سناتور د خبرو په ځواب کې وویل:

"زه دا ژمنه نه شم کولای، د تېر کال له هغې حملې وروسته چې د ملي ګارد پر غړیو وشوه، یو اجراییوي فرمان صادر شو، له همدې امله، دا مهال موږ نه شو کولای هېڅ افغان هېواد ته راولو."

نوموړي زیاته کړه، د امریکا حکومت له څو هېوادونو سره په خبرو بوخت دی چې سلګونه افغانان درېیمو خوندي هېوادونو ته ولېږدوي او هڅه کوي چې هغوی افغانستان ته له بېرته ستنېدو څخه وساتي.

روبیو وویل لږ تر لږه پنځه هېوادونه چمتو دي چې د دوی یو شمېر ومني، خو په دې اړه یې ډېر جزئیات ورنکړل.

له دې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی و چې امریکا پلان لري چې د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ پخواني افغان همکاران چې د امریکايي پوځیانو د کورنیو ۱۵۰ غړي هم پکې شامل دي د کانګو دموکراتیک جمهوریت ته ولېږدوي، خو د امریکا دا پلان د سنا جرګې د یو شمېر غړیو له سخت مخالفت سره مخ شو.

د تېرې ثور په لسمه د امریکا د سنا جرګې لږ ترلږه ۲۲ غړیو په یو لیک کې له حکومته وغوښتل چې کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د افغان کډوالو د لېږلو له هر ډول احتمالي پلان څخه لاس واخلي او خبرداری یې ورکړې وو چې دا هڅه به هغو افغانانو ته جدي خطر پېښ کړي چې پخوا یې له امریکايي پوځیانو سره همکاري کړې ده.

د تېر کال په نومبر میاشت کې وروسته له هغې چې یو افغان کډوال په واشنګټن کې د امریکا د ملي ګارد په غړیو ډزې وکړې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو اجراییوي فرمان کې متحده ایالاتو ته د افغانانو د داخلېدو او سفر محدودیتونه لا سخت کړل.

په دې اجراييوي فرمان کې د افغانستان په ګډون د ۱۲ نورو هېوادونو په وګړو هم امریکا ته د ورتګ بندیز ولګول شو.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG