د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۲۹

پلازمینه کیف او د اوکراین نورو ښارونو باندې د روسي ځواکونو نویو بریدونو ګنه مرګ ژوبله رامینځ ته کړې

په کیف باندې د روسیې د سه شنبې ورځې ( جون ۲) د برید د ویجاړیو یو انځور
په کیف باندې د روسیې د سه شنبې ورځې ( جون ۲) د برید د ویجاړیو یو انځور

د اوکراین پلازمینه کیف او نورو ښارونو باندې د روسي ځواکونو نویو هوايي بریدونو ګنه مرګ ژوبله رامینځ ته کړې. کیف او دینیپرو ښار باندې ددغو بریدونو په نتیجه کې لږترلږه ۱۳ تنه وژل شوي دي . مسکو وايي دغه بریدونه یې دننه په روسیه کې د" تروریستې اعمالو" په ځواب کې کړي دي.

د اوکراین پلازمېنه کییف باندې د سه شنبې په ورځ د روسیې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو دیوه لوی برید په نتیجه کې ۴ کسه مړه اولسګونه نورټپیان شول. دا په تېره یوه میاشت کې دوهم دا ډول برید دی چې ترسره کیږي.

د اوکراین په منځنۍ برخه د ډنیپرو په ښار هم برید شوی چې په نتیجه کې یې نهه کسه مړه شوي دي.

مسکو لدغو بریدونو څو ورځې مخکې ګواښ کړی وو چې په کیف کې به په ځانګړې توګه په تصمیم نیوونکو مراکزو بریدونه وکړي او له بهرنیانو او د یپلوماتانو څخه یې غوښتي وو چې د اوکراین له پلازمینې ووځي.

د اوکراین هوايي ځواکونو د سه شنبې په ورځ ( د جون په دوهمه) وویل روسیې تیره شپه د اوکراین په لور ۷۳ توغندي او ۶۵۶ ډرونونه وتوغول چې اصلي هدف یې کییف وو.

د کییف ښاروال ویتالي کلیشکو د روسیې د بریدونو په نتیجه کې لږترلږه ۴ کسه مړه او د کوچنیانو په شمول ۵۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین ولسشمر ولودیمیرزیلنسکي په کیف او ددغه هیواد په نورو ښارونو باندې د روسیې بریدونه چې په نتیجه کې لږترلږه ۱۳ کسه وژل شوي وغندل.

هغه وویل په کیف باندې بریدونو کې د هستوګنې لسګونه ودانۍ او نور ملکي تاسیسات تخریب شوي دي.

د اوکراین ولسمشر په خپله ایکسپاڼه لیکلي : " یوپراخ برید او د روسیې لخوا یوبشپړ څرګند پیغام : که اوکراین د بالیستیک او نورو توغندیو له بریدونو ونه ساتل شي دغه بریدونه به دوام وکړي."

ښاروال کلیچکو رپوټ ورکړ چې کیف کې د هستوګنې ودانیو ، یوه کلینیک ، د پټرولو یو پمپ ، موټرو او نورو تاسیساتو ته زیان رسیدلی دی ، څو ځایونو کې اورلګیدلی ، ودانۍ نسکورې شوي او برښنا پرې شوې ده.

د کییف یوه اوسیدونکي سرګي د برید په ځای کې د ازادې اروپا راډیو/ ازادي راډیو ته وویل:

چاودنه دومره پیاوړې وه چې خاورې او ټوټې د ما جیبو ته راولویدلې او ما نه شوکولی د خپل اپارتمان کیلیانې پیدا کړم.


بلخوا د روسیې دفاع وزارت وویل چې ځواکونو یې د سه شنبې په ورځ "د اوږده واټن ویشتونکو دقیقو وسلو په مټ پراخ برید کړی دی" او زیاته کړه چې دغه برید چې په کې په کییف او د اوکراین په نورو ښارونو کې پوځي تاسیسات ویشتل شوي په روسیه کې د تروریستي اعمالو په ځواب کې شوی دی.

د کیف یوې بلې اوسیدونکې یولیا وویل : "مونږ په خپل موټر کې د سپریدو او حرکت په حال کې وو چې چاودنه وشوه او مونږ یې په موټر وغورځولو. "

هغې زیاته کړه چې دا واقعا یوه حیرانونکې معجزه وه چې هغه او کورنۍ یې ژوندي پاته شوي دي.

د اوکراین د بشري حقوقو څیړونکي دیمیترو لوبینیتس په خپله ایکسپاڼه ولیکل :

"روسیه د اوکراین د ملکي وګړو پر ضد خپلو ترهګریزو بریدونو ته دوام ورکوي،"

هغه زیاته کړه چې :

نړۍ باید اقدام وکړي. دا بریدونه باید ودرېږي. د ځنډ هره ورځ د انسانانو ژوند اخلي.

روسي ځواکونو د اوکراین په دینیپرو ښارباندې هم برید وکړ چې په نتیجه کې یې د چارواکو په وینا لږترلږه نهه کسه مړه اود کوچنیانو په شمول ۳۶ تنه نورټپیان شول.

د بیړنیو خدماتو ادارې د د ینیپرو ښار د ۶ اوسیدونکو د لادرکۍ رپوټ ورکړ.

د دینیپرو ښاروال بوریس فیلاتوف وویل وروسته له هغې چې "روسي وحشیانو" یو ځل بیا پر یوې ګڼ مېشتې استوګنیزې سیمې برید وکړ، لږ تر لږه ۴۹ د استوګنې ودانۍ زیانمنې شوې، چې له هغو څخه اووه ودانۍ تقریبا په بشپړ ډول ویجاړې شوې او د ترمیم وړ نه دي.

بلخوا والي اولیکسندر هانژه په ټیلیګرام ولیکل چې دیوې ۱۳ کلنې نجلۍ په شمول ۲۳ کسه ټپیان روغتون ته یوړل شول او د دریو ټپیانو وضعیت نازک دی.

د اوکراین په دوهم لوی ښار خارکیف باندې هم د روسیې د ډرونونو او توغندیو په برید کې د ښاروال ایهور تیریخوف په وینا ، دیوې ۱۱ کلنې نجلۍ په شمول لږترلږه ۶ کسه ټپيان شوي ، په څو ځایونو کې اورلګیدلی او ګڼې ودانۍ اوموټر ویجاړشوي دي.

د تیرې مې میاشتې له پیل راهیسې روسیې او اوکراین پریوبل باندې د شاوخوا ۹۰۰۰ اوږده واټن ویشتونکو ډرونونو او توغندیو بریدونه کړي او لوی بریدونه له هغه اوربند وروسته وشول چې د مې میاشتې له نهمې تر یوولسمې پورې یې دوام وکړ.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG