د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۵۳

تېر اختر شاوخوا ۸۰ ترافیکي پېښې شوي چې ګڼې کورنۍ یې د ویر په ټغر کېنولي

افغانستان کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ویجاړ شوی موټر
افغانستان کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ویجاړ شوی موټر

د لوی اختر په ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا ۸۰ ترافیکي پېښو ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر کېنولې. د طالبانو د حکومت د معلوماتو له مخې، دا پېښې تر ډېره د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ او د ترافیکي قوانینو د نه مراعتولو له امله رامنځته شوې دي. د دغو پېښو د قربانیانو ځینې کورنۍ غوښتنه کوي چې موټر چلونکې باید د موټر چلولو پر مهال ترافیکي اصول او قوانین مراعت کړي، څو د دغه ډول مرګونو پېښو مخه ونیول شي.

محمد ظریف ابراهیمي په کندز کې د یوې ټرافیکې پېښې د قربانیانو د کورنۍ غړی دی، هغه پېښه چې د دوی تېر اختر یې په ماتم بدل کړو:

دا پېښه د امام صاحب او کندز ښار ترمنځ په لویه لاره کې رامنځته شوه، په دې زړه بوږنوونکې پېښه کې ټولټال د ابراهیمي د کورنۍ شپږ غړي ووژل شول
محمد ظریف ابراهیمي په کندز کې د یوې ټرافیکې پېښې د قربانیانو د کورنۍ غړی

دی زیاتوي: «زموږ غوښتنه له موټر چلونکو دا ده چې د تګ راتګ پر مهال بشپړ احتیاط وکړي او د ترافیکو هغه قوانین چې د ټولنې د نظم لپاره وضع شوي، مراعت کړي، څو داسې غمجنې پېښې بیا تکرار نه شي.»

په کندز کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند جمعه‌الدین خاکسار رسنیو ته ویلي، دا پېښه د جوزا په څلورمه له عرفې یوه ورځ مخکې د امام صاحب ولسوالۍ اړوند د الچین پله په سیمه کې شوې چې په کې شپږ کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

خو دا یواځینۍ پېښه نه وه چې په افغانستان کې یې د تېر اختر پر مهال د خلکو خوښي په غم بدله کړه.

په دې اختر کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې شاوخوا ۸۰ لوی او وړې ټرافیکي پېښې رامنځته شوي چې په له امله یې ګڼ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

په بلخ کې د طالبانو د حکومت د امنیې قومندانۍ یکشنبه د جوزا په لسمه په یو بیان کې ویلي چې د اختر په ورځو کې په مزارشریف ښار او بیلابیلو ولسوالیو کې ۱۸ ترافیکي پېښې شوې، چې شپږ کسان پکې وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان شوي دي.

د طالب چارواکو په وینا، دا پېښې تر ډېره د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ او د ترافیکي قوانینو د نه مراعتولو له امله رامنځته شوې دي.

همداراز د پکتیا د امنیه قوماندانۍ د رسنیو دفتر ویلي چې د اختر په شپو او ورځو کې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۶ ترافیکي پېښې شوې، چې په پایله کې یې یو ماشوم وژل شوی او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

په غزني کې هم طالبانو د اختر په ورځو کې د ۳۴ ترافیکي پېښو د ثبت خبر ورکړی دی.

د د چارواکو په وینا، په دې پېښو کې درې کسان وژل شوي او ۳۴ نور ټپیان شوي، او ډېری پېښې د کابل–کندهار پر لویه لاره رامنځته شوې دي.

د غزني د عامې روغتیا مسؤلینو رسنیو ته ویلي چې یوازې د اختر په درې ورځو کې شاوخوا ۲۸۰ د ترافیکي پېښو ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ، راپور ورکړی چې په کونړ ولایت کې د اختر په ورځو کې ترافیکي پېښو کې دوه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د کونړ د امنیه قوماندان ضیاءالحق حامد د دې پېښو علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي، زیات سرعت او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول بللي دي.

خو تر ټولو مرګونې پېښه د جوزا په نهمه، د شنبې په ورځ، د کابل–جلال‌آباد پر لویه لاره د لغمان د سرخکانو په سیمه کې رامنځته شوه، چېرته چې له کونړه د داخلي بې ځایه شویو کډوالو د لیږد یو بار وړونکی موټر له سړکه وواته.

په دې پېښه کې د ۱۰ ماشومانو او ۵ میرمنو په ګډون د یوې کورنۍ ۲۰ غړي ووژل شول او ۳۳ نور ټپیان شول.

که څه هم د دې پېښې د رامنځته کېدو دقیق لامل نه دی معلوم د قربانیانو د کورنۍ یو شمېر غړو ازادي راډيو ته ویلي چې ښايي موټر چلونکی ویده شوی وو.

په ډېرو دغه ډول پېښو کې عموما د پړۍ ګوته تر ډېره موټر چلونکي ته نیول کیږي، او ویل کیږي چې سرعت یې زیات او ټرافکي قوانین نه مراعتوي،خو ځینې موټرچلوونکي وایي نور عوامل هم لري.

یو موټرچلوونکی چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل:

«د سړکونو خرابوالی، له پاکستان څخه راوارد شوي زاړه موټرونه او بېکاري لامل شوي چې بې تجربې کسان یې چلوي، همدا موضوعات د پېښو له لاملونو څخه دي، له بلې خوا په ډېرو لارو کې د ترافیکي نښو او اشاره ګانو نشتوالی هم موجود دی.»

ځینې ترانسپورتي شرکتونه وایي چې د اختر په ورځو کې د خلکو زیاته ګڼه ګوڼه، اوږده سفرونه، د شپې موټرچلونه، د موټرچلوونکو ستړیا، د قوانینو کم پوهاوی او د سړکونو خراب وضعیت د پېښو د زیاتوالي مهم عوامل دي.

د طالبانو د حکومت د ترافیکو د عمومي ریاست د څارنې او تعقیب مدیر عبدالودود خیرخواه وایي،د ترافیکي پېښو اصلي علتونه د موټرچلوونکو بې احتیاطي، د سرعت زیاتوالی، له بله موټره په بې خایه ځای کې مخکې کېدل او د خوندي فاصلې نه مراعتول دي:

«کله چې یو موټرچلوونکی د ترافیکو اصولو له مخې تګ راتګ وکړي هیڅکله پېښې نه رامنځته کیږي، خو کله چې څو قواعد په یو وخت نقض شي، د پېښو رامنځته کېدو ته زمینه برابریږي.»

د طالبانو حکومت په روان ۱۴۰۵ کال کې د ټرافیکي پېښو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې د شمېرو په اړه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې د ترافیکو عمومي ریاست ویلي چې د ۱۴۰۳ لمریز کال له حمل تر جدي میاشتې پورې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د ټرافیکي پېښو له امله ۲ زره کسان مړه شوي او لږ ترلږه ۷ سوه نور ټپیان شوي دي.

دا شمېرې ښيي چې په افغانستان کې له کلونو جګړو وروسته، ترافیکي پېښې لا هم د مرګ ژوبلې له سترو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG