د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۲

د هرمز له تنګي ۲۸کښتۍ اوښتي؛ ډونالډ ټرمپ وايي تر پوځي بریده له ایران سره هوکړه غوره بولي

د هرمز تنګی
د هرمز تنګی

د یکشنبې په ورځ د ایران سپاه پاسداران ځواکونو اعلان وکړ چې د هرمز له تنګي څخه د دوی په همغږۍ ۲۸ کښتۍ تېرې شوې.

سپاه ویلي چې په دې ۲۸ کښتیو کې تیل وړونکې، کانټینرې او نورې سوداګریزې کښتۍ شاملې وې چې د ایران د سپاه د سمندري ځواکونو په همغږۍ او اجازې له هرمز تنګي واوښتې.

ایران له کله چې امریکا او اسراییلو د فبروري په ۲۸مه بریدونه پیل کړل د هرمز تنګی وتاړه سره له دې چې د امریکا سمندري ځواکونو د ایران بحري محاصرې ته دوام ورکړ.

اخوا یوې اسراییلۍ ورځپاڼې اسراییل هیوم هم لیکلي چې لسګونه تېل وړونکې او د مایع ګازو بېړۍ تېره اوونۍ د امریکا په اجازې او ایران ته د عوارضو په ورکړې سره له هرمز تنګي تېرې شوي.

خو د امریکا حکومت په وار وار اعلان کړی چې له هرمز تنګي څخه د تېرېدو لپاره د ایران رژیم ته د عوارضو له ورکړې سره مخالفه دی.

اخوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه مرکه کې ویلي چې دی له ایران سره هوکړې ته ترجیح ورکوي ځکه له پوځي لارې یې واردمخه ایران مات کړی.

هغه ویلي د هوکړې په لاسلیک سره سمدستي د هرمز تنګی پرانیستل کېږي.

دا لا دمخه یوه بریا ده. موږ د دوی پوځ ته ماتې ورکړې ده. په اصل کې د دوی پوځ مو مات کړی. زه به غوره ګڼم چې یوه هوکړه ترلاسه کړم ځکه چې موږ کولی شو له لاسلیک سره سم تنګی پرانیزو.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ښاغلی ټرمپ زیاتوي: «یو تضمین چې زه یې باید ولرم دا دی چې هیڅ اټومي وسلې به نه وي. دوی موافقه کړې ده. دا ډیره په زړه پورې وه، دوی په اصل کې ویل چې موږ به اټومي وسلې نه جوړوو. ما وویل چې که تاسو اټومي وسلې واخلئ نو څه پیښیږي نو اوس دوی وايي چې موږ به هېڅ وسلې نه جوړوو یا په هیڅ ډول یې نه پیرو. دا یو لوی توپیر دی. نو، موږ ورو – ورو هغه څه ترلاسه کوو چې غواړو یې.»

له هرمز تنګي د نړۍ یو پر پنځمه برخه تیل تیریږي او له هغه راهیسې چې دا تنګی تړل شوی په نړۍ کې د تېلو بیې خورا لوړې شوي.

که څه هم له ایران سره د هوکړې د راپورونو او د اوربند تر ټینګښت وروسته د تیلو بیې د لنډ وخت لپاره څه ناڅه بدلون مومي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG