د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۰ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۴۹

د طالبانو یوه باوري سرچینه: " په نژدې راتلونکې کې یو پاکستاني پلاوی کابل ته ورځي."

أرشیف
أرشیف

د طالبانو یوې باوري سرچینې کابل ته په نژدې راتلونکې کې د یوه پاکستاني مرکچي پلاوي سفرتایید کړ.

دغې سرچینې چې نه یې غوښتل هویت یې په ډاګه شي، نن یکشنبې ازادي راډیو ته د دغه پلاوي د کیدونکي سفرپخلی وکړخو دقیقه نیټه یې ونه ښوده. د دې سرچینې په خبره د دې سفرهدف دادی چې د دواړو لورو ترمنځ موجود اختلافات د خبرو له لارې هوارشي. پاکستاني چارواکو تراوسه په دې اړه رسمي څرګندونې ندي کړي.

د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمینځ وروستی ځل په تیره اپریل میاشت کې د چین په کوربتوب په ارومچي کې خبرې ترسره شوې وې. هغه مهال دواړو لورو د ارومچي خبرې د خپل منځي شخړو د هواري لپاره ګټورې بللې وې خو کومه هوکړه په کې نه وه شوې.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکیچ ته په پام د طالبانو د حکومت دفاع وزیرملا محمد یعقوب مجاهد وایي، پاکستان ښایي بیا جرات ونکړي چې پرافغانستان بمباري وکړي. هغه دغه څرګندونې د شنبې په ورځ د مسکو له سفر وروسته کابل ته د ستنیدو په مهال په یوه خبري غونډه کې وکړې. نوموړي په دې سفرکې چې د مسکو په نړیوال امنیتي فورم کې د ګډون په هدف ترسره کړی، د روسیې او افغانستان ترمنځ د پوځي – تخنیکي همکارۍ یو تړون هم لاسلیک کړ. که څه هم د دغه تړون جزیات ندي په ډاګه شوي خو ښاغلي مجاهد وویل چې روسي وسلو ته په پام چې افغانستان یې لري او ترمیم او نوي کیدو ته اړتیا لري لازمه وه چې دغسې یو تړون وشي. هغه په دې اړه اندیښنې بې ځایه وبللې او ویې ویل چې دا یوازې او یوازې دفاعي اړخ لري او د افغانستان ګټې خوندي کوي.

له مسکو سره پوځي ـ تخنیکي تړون د هیڅ یوه هیواد پرضد ندی؛ بلکې هدف یې د افغانستان دفاع اوامنیت خوندي کول دي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د شنبې د ورځې ناوخته پرخپله ایکسپاڼه کې د دفاع د وزیر د څرګندونو ځینې برخې راخیستې دي. هغه ویلي چې دفاع وزیرټینګارکړی چې له مسکو سره پوځي ـ تخنیکي تړون د هیڅ یوه هیواد پرضد ندی؛ بلکې هدف یې د افغانستان دفاع اوامنیت خوندي کول دي. نوموړي په دوام لیکلي، که نور هیوادونه هم لیواله وي چې له افغانستان سره ورته تړون وکړي، موږ چمتو یو چې ورسره په دې اړه خبرې وکړو. په دې اړه هرډول اندیښنې بې ځایه دي.

د طالبانو دفاع وزیرپه کابل کې په خبري غونډه کې له امریکا سره هم ورته تړون ته چمتوالی وښود او ویې ویل، په افغانستان کې ډیرې امریکایي وسلې شته او که هغه هیواد هم داسې تړون ته لیواله وي، دوی هم چمتو دي چې ورسره لاسلیک یې کړي. ښاغلی مجاهد له امریکا سره د دغسې تړون خبره داسې مهال کوي چې د امریکا ولسمشردونالډ ټرمپ په کراتو کراتو ویلي چې ټولې هغه امریکایي وسلې او پوځي تجهیزات چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په دې هیواد کې پاتې دي باید بیرته امریکا ته ورکړل شي. نوموړي د دغو وسلو چې اوس د طالبانو په لاس کې دي، ارزښت ملیارډ‌ونه ډالر یاد کړی.

په عین حال کې اسلام آباد هم کله ناکله تور پورې کړی چې ډیری پرمختللې وسلې د هغو سخت دریځو وسله الو لاسونه ته لویدلې چې د دوی په خبره د افغانستان له خاورې په استفاده په پاکستان کې پرحکومتي ځواکونو او نورو اهدافو بریدونه کوي. خو طالبانو تل دغه تورونه ردکړي دي.

که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ پراخې شخړې دریدلي خو بیاهم ځینې وختونه د ډیورند د پولې په اوږدو کې د نښتو او د افغانستان په هوایي قلمرو کې د پاکستاني الوتکو د لیدل کیدو راپورونه ورکړل شوې دي.

خو د تیرکال د اوکتوبرله میاشتې راهیسې چې د افغانستان پرڅو ښارونو پاکستان بریدونه وکړل او وروسته طالبانو هم غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړل، د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري په ټپه درلې، افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو له استثنا پرته د تورخم او سپین بولدک په ګډون لویې لارې د سوداګرۍ او ترانزیت پرمخ تړلې دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG