د پلازمینې کابل په ګډون د بیلابیلو ولایتونو د یو شمېر دولتي او شخصي روغتونونو له ودانیو بهر، د یو شمېر ناروغانو پایوازان په ساعتونو، ساعتونو انتظار باسي څو د خپلو ناروغانو د وضعیت په اړه معلومات ترلاسه او د دوی ځینې اړتیاوې پوره کړي.
دوی د انتظار لپاره د ځانګړي ځای له نشتوالي شکایت کوي او وايي، دا وضعیت د دوی د سرګردانۍ لامل شوی دی.
جومات په توګه یو وړوکی ځای جوړ کړی پایوازان ټول په کې نه ځایېدل، کمپلو کې به بهر پراته وود کابل اوسیدونکی
د کابل یو اوسېدونکي مومن خان ازادي راډیو ته وویل:"ما خپله دې ژمي کې دولتي روغتون کې ناروغ درلود، هلته یې د جومات په توګه یو وړوکی ځای جوړ کړی پایوازان ټول په کې نه ځایېدل، کمپلو کې به بهر پراته وو، خلک ډېرو ستونزو سره مخ دي، زموږ غوښتنه دا ده چې روغتونونو کې د پایوازانو لپاره مناسب ځایونه جوړ شي."
نوموړی دا هم وايي، چې شخصي روغتونونو کې دننه کانټینونه اړین توکي هم ډېر ګران پلوري، چې ناروغان اړ دي پایواز ولري او اړتیاوې یې له بهر پوره کړي.
د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکي حکمت خان هم ازادي راډیو ته ورته خبره وکړه:"افغانستان کې له ناروغانو سره د پایواز موجودیت اړین دی، خو پایوازانو ته هېڅ ډول امکانات نشته، چې دا ستونزې هم ناروغ او پایوازانو ته تکلیف رسوي، او هم یې په اقتصادي لحاظ ورته ضربه رسوي، که چېرې خپله روغتونونه مجهز شي او له بهره د درملو راوړلو اړتیا نه وي یا تسټونه بهر نه بلکې روغتون کې دننه وشي، بیا که پایواز نه وي هم بیا ستونزه نه وي."
د کونړ ولایت اوسېدونکې لطیفه وایي ،خورزه یې له کابو یوې اونۍ راهیسې په ولایتي روغتون کې بستر ده، او په خبره یې نه یوازې نارینه پایوازانو بلکې ښځینه وو ته هم هلته داسې مناسب ځای او امکانات نشته:
لطیفې ازادي راډيو ته وویل:"دولتي روغتونونو کې خو ناروغ ته ډېره کمه اندازه خواړه برابروي او یوازې یو چپرکټ ورته وي، خو د پایواز لپاره یې د پاتې کېدو، د خوب او خوړو یا لمونځ لپاره هېڅ ډول امکانات نشته، ناروغ چې درملو ته اړتیا ولري، پایواز ځي او له بهره یې ورته راوړي نور دننه روغتون کې (ښځینه)پایواز د ناروغ له کټ لاندې یوه کمپله چې له کوره یې راوړې، هواروي او همدلته ورته پاتې وي،او نارینه بیا بیرون د روغتون شاوخوا کې ناست وي."
دې پایوزانو کې داسې کسان هم شته چې خپل ناروغان یې له بېلابیلو ولایتونو لویو ښارونو، کابل، مزار شریف، کندهار، هرات او جلال اباد ته راوستي وي.
د ارزګان ولایت اوسیدونکي شفیع الله چې خپله ناروغه کوچنۍ لور یې د درملنې لپاره کندهار ښار ته راوستې، ازادي راډیو ته یې وویل چې د هغو ناروغانو پایوازان چې له لرې پرتو ولایتونو ښارونو ته راځي، د اسانتیاوو د نشتوالي له امله مجبوره دي چې د روغتونونو شاوخوا کې سخت شرایط وزغمي." که یخ وي که ګرمي، باید بهر پاتې شو، اوس مو چې ماشوم بستر کړی یوه ښځینه دننه ورته ناسته وي، موږ بهر ناست یو، که چېرې درمل یې په کار وي، نسخه راته راباسي، بیا د ښار له دواخانو یې ورته راوړم، نور دلته بهر ورته ناست یم."
په راپور کې مرکه شوي کسان وايي، د اسانتیاوو نشتوالي دوی ډیر ستړي او بې خوبه کوي، چې له امله یې نه شي کولای خپلو ناروغانو ته سمه رسېدنه وکړي.
دوی ټینګار کوي چې د پاتې کیدو لپاره ځانګړي ځایونه رامنځته کول او په روغتونونو کې اړین خدمات وړاندې کول، کولای شي د دوی ځینې ستونزې کمې کړي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت نظر ولرو، خو ویاند یې شرافت زمان په دې اړه د راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.
خو هغه مخکې ځینو کورنیو رسنیو ته ویلي وو چې د ناروغانو د پایوازانو وضعیت ته د رسېدنې لپاره یوه ځانګړې کمیټه جوړه شوې، چې دنده یې د کابل او ولایتونو په په ډیرو بستر لرونکو روغتونونو کې د انتظار خونو جوړول دي.
بلخوا د ځینو دولتي روغتونونو مسولین وایي چې په دې وروستیو کې یې ښځینه او نارینه پایوزانو ته جلا، جلا انتظار خونې جوړې کړي خو دا چې د ناروغ لرونکو شمېر زیات دي نو ستونزمنه ده چې ټولو ته مناسب امکانات برابر شي.
ستونزه دا ده چې یو ناروغ سره څلور پنځه پایوازان وي، یو ناروغ سره یو پایواز ته ستونزه نه وي خصوصا ښځو ته دننه وارډ کې هم ځای ورکويد ابن سینا روغتون مشر
له دې ډلې په کابل کې د ابن سینا دولتي روغتون سرپرست ډاکتر سفیر ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل:"موږ سږکال یوه پایواز خونه د ښځو لپاره جوړه کړه او یوه بله مو تېرو کې تیاره د نارینه وو لپاره درلوده، خو ستونزه دا ده چې یو ناروغ سره څلور پنځه پایوازان وي، یو ناروغ سره یو پایواز ته ستونزه نه وي خصوصا ښځو ته دننه وارډ کې هم ځای ورکوي، پایوازخونه کې هم ځای وي،خو چې کله ناروغ سره پنځه پایوازن شي دا بیا سخته ده چې دومره ځای ورته جوړ شي، ځکه د پاکارۍ موضوع یې د غلاوو مخنیوي او امنیت، دا ټول باید په نظر کې ونیول شي."
د یو شمیر خصوصي روغتونونو ناروغ لرونکي هم ورته شکایتونه لري، که څه هم مخکې د ځینو دې روغتونو مسولینو دغه ډول ستونزې رد کړي دي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) مخکې ویلي وو چې د افغانستان په روغتونونو کې ناروغان ځینې وختونه اړ کیږي چې د خپلو پایوازانو انتظار وکړي ترڅو له روغتونه بهر اړین درمل ترلاسه کړي، ځکه چې په روغتونونو کې لازمې اسانتیاوې نشته.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) هم له کال زیاته موده مخکې راپور ورکړی و چې د افغانستان په یو شمیر روغتونونو کې ناروغان او د دوی پایوازان اړ دي چې په ځینو مواردو کې له روغتونه بهر په شپو، شپو او ورځو، ورځو له سرپناه پرته انتظار وکړي.