د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۷ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۵۷

یعقوب مجاهد: افغانستان غواړي یو مسلکي دفاعي سیسټم جوړکړي

د طالبانو د حکومت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد وایي، افغانستان غواړي یو مسلکي دفاعي سیسټم جوړکړي چې هغه به هیڅ یوه ګاونډي ته ګواښ نه وي. د روسیې د انټرفاکس خبري آژانس د راپورله مخې هغه دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ لوړپوړو امنیتي چارواکو ته په مسکو کې د نړیوال امنیتي فورم په غونډه کې وکړې. نوموړي د غونډې ګډونوالو ته وویل: "زموږ هدف دادی چې یو مسلکي دفاعي سیستم رامنځته کړو، داسې سیستم چې نه یوازې د افغانستان امنیت تضمین کړي، بلکې د سیمې د لا زیات ثبات لپاره هم مثبت اغېز ولري."

روسیې او افغانستان د چهارشنبې په ورځ د مې په ۲۷مه د همدې فورم په ترڅ کې د پوځي- تخنیکي همکاریو یو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون په اړه دواړو لورو تراوسه رسمي څرګندونې ندي کړي خو د طالبانو یوې باورې سرچینې نن ازادي راډیو ته تایید کړه چې له روسیې سره دغسې یو تړون شوی دی.

مجاهد د سیمې له هیوادونو سره د طالبانو اړیکو ته په اشاره وویل: "زه په ښکاره اعلانوم چې افغانان د ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه د خپلو ګاونډیو پر وړاندې نېکې ارادې لري. هغه زیاته کړه: "زموږ خلکو سترې قربانۍ ورکړې او د نړیوال پرمختګ له کاروانه وروسته پاتې شوي دي. زه له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوم چې د انسانیت، خواخوږۍ او عدالت له مخې له موږ سره هر اړخیزه مرسته وکړي."

د طالبانو دفاع وزیر د چهارشنبې په ورځ د مسکو د نړیوال امنیتي کنفرانس په څنډه کې د روسیې فدراسیون د امنیت شورا له منشي سرګې شویګو سره کتنه ترسره کړه. د طالبانو دفاع وزارت پرخپله ایکسپاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې د دواړو خواوو ترمنځ د دوه ‌اړخیزو همکاریو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وشوه. دا لومړی ځل دی چې د طالبانو دفاع وزیر د نړیوال امنیتي فورم کې د ګډون لپاره مسکو ته ځي. روسیه یواځینې هیواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پیژندلی.

د طالبانو حکومت له روسیې سره د دفاعي همکاریو په برخه کې تړون داسې مهال لاسلیک کوي چې د طالبانو امنیتي ځواکونو ته د امریکایي او نورو لورو د پرمختللو وسلو ترڅنګ د پخواني شوروي د اشغال د مهال ډیرې روسي وسلې او پوځي تجهیزات ورپاتې دي چې ډیری یې زاړه او له کاره لویدلې دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG