د نړۍ د ګڼو اسلامي هیوادونو په څېر په افغانستان کې هم نن چهارشنبه د جوزا ۶مه د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.
په دې هیواد کې کې عموما د اختر له لمانځه وروسته خلک د قربانۍ مراسم ترسره کوي او له یو بل کره د اختر مبارکۍ ته ورځي.
خو په افغانستان کې پرلپسې بې وزلۍ، بې کارۍ او وروستیو طبیعي پېښو د خلکو د اختر په خوښیو سیوري غوړولی دی.
د کابل د ده سبز ولسوالۍ یوه اوسېدونکې وزیر ګل ازادي راډيو ته وویل نن د اختر له لومړۍ ورځ یې هم دا هڅه کوله چې د خپلو اولادونو لپاره یوه مړۍ نفقه پیدا کړي ځکه په خبره یې که یوه ورځ کار ونه کړي د شپې یې اولادونه وږي پاتې کیږي.
د بې وزله خلکو څه اختر دی، لاړ شه لمونځ وکړه او بېرته راشه کورته، جامې او څپلکې هم خیراتي وي، یا به دې پښو کې تنګې وي یا ازادهد کابل یو اوسیدونکی
دی زیاتوي: «اخترونه خو پخوا وو چې د خلکو روزګارونه جوړ وو، کارونه وو، اوس خو هیڅ نشته، بې وزلي ده، د بل لاس ته ناست یو.»
د بلخ یو اوسېدونکي د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د تېرو ورځو په پرتله په مزار شریف ښار کې د طالب ځواکونو ګڼه ګوڼه او د امنیت د ساتنې په هدف د پلټنې پوستې زیاتې شوي خو په خبره یې په ټوله کې د اختر پخوانۍ مزې نشته.
نوموړي وویل:
«خلکو سره پیسې نشته چې میلې وکړي او نه هم خلکو سره پیسې شته چې قرباني وکړي، محدود شمېر کسان چې په بهر کې یې خلک دي هغوی ته یو څه اندازه پیسې راستول شوي او هغوی قرباني کړې ده، خو په ټوله کې د پخوا په څېر خوند نشته، ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی.»
خو د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ یو اوسیدونکي حذیفه ازادي راډيو ته وویل چې ستونزې شته خو په خبره یې له لمانځه وروسته یې قرباني وکړه او خپلو خپلوانو کره د اختر د خوښیو د شریکولو په هدف ولاړو.
هغه وویل:
د معمول سره سم مو د اختر لمونځ وکړو، وروسته مې قرباني وکړه، څاروی مو ذبح کړو، او د خپلو خپلوانو کره د اختر مبارکۍ ته ورغلم، نو اختر ښه دی په خوښۍ تیریږي.د ننګرهار اوسیدونکی
د بغلان ولایت چې له اختر څو ورځې مخکې پرلپسې سیلابونو وځپه یوه اوسېدونکي یې سعید خان ازادي راډيو ته وویل، د سیلابونو له امله ګڼو خلکو خپل خپلوان له لاسه ورکړل او مالي زیانونه ورته ورسېدل او د اختر خوښي یې په غم بدله شوه.
نوموړي وویل له همدې امله د بغلان په پلخمري کې د اختر د خوښۍ خوند نشته.
«وروستیو سیلابونو خلک ډېر زیانمن کړل، بند دو، کرکر، حسین خیلو کې یې خلک ووژل، د خلکو کورونه یې ونړول، نو دې پېښو د اختر په خوښیو اغیز کړی دی او خلک یې ډېر خفه کړي دي، دغه راز بې وزلي او بې کاري هم زیاته ده، په ځینو ولسوالیو کې سیلابونو د خلکو کروندې خرابه کړې او د اختر خوښي یې ورته ګډه وډه کړه.»
په افغانستان کې د سیلابونو څپې چې د تېرې حمل په شپږمه پیل شوې سلګونه کسانو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
بله خوا د لوی اختر لومړۍ ورځ د لمانځه مراسم د کندهار په ګډون په بیلابیلو ولایتونو کې په دولتي کچه تر سختو امنیتي تدابیر لاندې ترسره شوي دي.
د کندهار یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل چې زرګونه کسانو د دې ولایت په عیدګاه کې د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امامت د اختر لمونځ ادا کړ.
د ملاهبت الله اخوند زاده د وینا غږیزه بڼه چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله اېکس پاڼه خپره کړې تر دېره د امیر په اطاعت، امر منلو او د خپل منځي اختلافاتو په لمنځه وړولو ورټوله ده.
په پلازمینه کابل کې بیا په ارګ او سپیدار ماڼیو کې لوړ پوړو طالب چارواکو د اختر لمونځونه کړي دي.
د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په اختریز پیغام کې د چې د ملي راډیو تلویزیون په ایکس پاڼه خپور شوی د ستونو شویو او بې ځایه شویو کډوالو او بې وزله کسانو سره د مرستې غوښتنه شوې وه.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون بیا د تېر حکومت بیلابیلو چارواکو په اختریزو بیانونو کې په افغانستان کې یو وار بیا د نجونو په زده کړو تینګار کړی ویلي یې دي چې افغانستان ابادۍ او پرمختګ ته اړتیا لري او هرڅه د زده کړو له لارې ممکن دي.