د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۵ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۳۳

منځني ختیځ کې دسولې د هیلو سره د سږني حج مراسم

عرفات کې د حج د مراسمو یو انځور ، ارشیف
عرفات کې د حج د مراسمو یو انځور ، ارشیف

د افغانستان د لسګونو زرو حاجیانو په شمول دنړۍ د بیلابیلو هیوادونو سلګونه زره حاجیان نن د عرفې د مراسمو لپاره چې دحج اساسي مراسم ګڼل کیږي په عرفات غونډۍ کې راټولیږي.

افغان حاجیان چې پرون دوشنبې د مکې معظمې څخه د منې ، مزدلفې او عرفات په لور وخوځیدل تیره شپه یې منې کې تیره کړه، سه شنبې به د نورحاجیانو سره په عرفات کې وي.

دافغانستان یوحاجی ډاکټر عبدالحنان احمدزي د دوشنبې په ورځ له منی څخه ازادي راډیو ته وویل چې هوا ډیره ګرمه ده خو دننه په خیمو کې ایرکانډیشنونه لګیدلي او تسهیلات شته.

خلک چې دعا کوي ژاړي ، ډیر خدای ته توبې باسي ، اکثره خلک د قران شریف تلاوت کوي
ډاکټر عبدالحنان احمدزی


" حالت خو ښه دی، حاجی صاحبان خوشحاله دي او د اوسیدو ځای هم ډیر ښه دی، یخ دی ،ایرکنډیشنونه په کې دي ، صرف د اودسونو ځای کې ډیر بیروبار وي، حاجیان په لویو کتارونو کې منتظر وي ، خلک ډیر په تکلفیږي، نور ډوډۍ هم ښه ده او میوه هم ورکوي ، خلک چې دعا کوي ژاړي ، ډیر خدای ته توبې باسي ، اکثره خلک د قران شریف تلاوت کوي."

افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ارشاد حج او اوقافو وزارت ویلي چې د نورو ترتیباتو ترڅنګ هرو ۴۵ حاجیانو ته یو معلم ټاکل شوی دی.

د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه څه د پاسه ۱.۵ میلیونه حاجیان چې سپین احرامونه یې اغوستي وو د دوشنبې په ورځ د سږني حج مراسم په داسې حال کې پیل کړل چې هیله شته منځني ختیځ کې جګړه پایته ورسیږي.

کله چې حاجیان په ډلو ډلو منا ته رسېدل، د سیمې تودوخه ۴۵ درجې سانتي‌ګراد ته ورسېده. د سعودي روغتیايي چارواکو له حاجیانو وغوښتل چې د لمر ضد چترۍ وکاروي او د لمر وړانګو سره مستقیم تماس کم کړي ترڅو د ګرمۍ او ستړیا څخه وژغورل شي.

د حج پیل سره همهاله د امریکا ولسمشردونالد ټرمپ د ایران سره د اوربند د غځولو او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په اړه بېلابېل او متضاد پیغامونه ورکړل.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشیال کې ولیکل:
"له ایران سره تړون به یا ډېر ښه او مانادار وي، او یا به هېڅ تړون ونه شي. "

سږنی حج له هغو بریدونو وروسته ترسره کېږي چې ایران د امریکا دبریدونو په غبرګون کې په سعودي عربستان او د خلیج په نورو هېوادونو کې پر اهدافو کړي دي.

سعودي چارواکو هڅه کړې چې د حاجیانو ذهنونه له جګړې ځکه لرې وساتي چې اکثرو یې د نړۍ د ترټولو لویو دغو کلنیو دیني مراسمو لپاره د نړۍ له لرې سیمو اوږده سفرونه کړي.

سعودي چارواکو ویلي چې د ۲۰۲۵ کال په پرتله سږ کال له بهرنیو هېوادونو څخه ډېر حاجیان راغلي دي.

خو د حج د روحاني خوښۍ ترڅنګ، د سعودي حکومت چمتووالی هم څرګند کړی.

د سعودي دفاع وزارت په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړه چې په کې د مکې ښار شاوخوا پرمختللي هوايي دفاعي سیستمونه لیدل کیږي.

په پوسټ کې راغلي:
“د هوايي دفاع ځواکونه د سپېڅلو ځایونو د اسمانونو د ساتنې او د هر ډول هوايي ګواښ پر وړاندې د مبارزې مسؤلیت لري، ترڅو د حاجیانو امنیت او ذهني سکون ډاډمن کړي.”

ګڼ شمیر حاجیانو د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې ژر سوله وشي.

په ایران کې جګړې ټوله نړۍ اغېزمنه کړې ده
محمد شحاته


د مصر یو پنځوس کلن حاجي، محمد شحاته، وویل:
“په ایران کې جګړې ټوله نړۍ اغېزمنه کړې ده. هېڅوک جګړې او خلکو ته زیان نه غواړي.”

حج د اسلام له پنځو اساسي ارکانو څخه دی، او هر هغه مسلمان نارینه او ښځه چې وس او توان یې ولري، باید لږ تر لږه یو ځل یې ادا کړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG