د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۲

شي جین پینګ: د چین او پاکستان ترمنځ دوستي "نه ماتیدونکې" ده

د چین ولسمشر شي جین‌ پینګ د دوشنبې په ورځ د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف سره د لیدنې پر مهال د پیکینګ او اسلام ‌اباد ترمنځ دوستي وستایله او هغه یې "نه ماتېدونکې" وبلله.

د رویترز د راپورله مخې پاکستان د هغو ځانګړو هېوادونو له ډلې څخه دی چې چین یې خپل "د هر موسم ستراتیژیک شریک" بولي، اوترمینځ یې په اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي برخو کې همکاري د پام وړده. خو په دې هیواد کې پر چینایي وګړو او پروژو د سختدریځه وسله ‌والو پرله ‌پسې بریدونو پردغو اړیکې تر یوه حده سیوری غوړولی. د راپورله مخې له واشنګټن سره د اسلام‌اباد د اړیکو ښه کېدو هم د پیکینګ او اسلام‌ اباد اړیکې یوڅه پېچلې کړې دي.

شي جین ‌پینګ د چین د خلکو په لوی تالار کې د شریف هرکلی وکړ، هغه یې "زوړ دوست" وباله او ویې ویل چې دواړو هېوادونو له لسیزو راهیسې "یو بل درک کړي، باور یې کړی او ملاتړ یې کړی" دی، او په دې توګه یې "نه ماتېدونکې دودیزه دوستي" رامنځته کړې ده.

هغه وویل: "د نړیوال وضعیت د هر ډول بدلون سره سره، چین تل د خپل ګاونډیتوب ډیپلوماسۍ په چوکاټ کې د چین-پاکستان د اړیکو پراختیا ته لومړیتوب ورکوي."

د پاکستان صدراعظم په خپل وار چین او پاکستان " اوسپنیز وروڼه" هېوادونه وبلل او ویې ویل چې د دوی اړیکه "بې سارې" ده.

له هغه سره د دوشنبې د ورځې په لیدنه کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر هم ملګری و، چې تازه یې په تهران کې د ایران له مشرتابه سره خبرې کړې دي.

د ایران په جګړه کې له یوه لنډ اوربند وروسته چې په اپرېل کې ترلاسه شو، پاکستان په اسلام‌اباد کې د واشنګټن او تهران د پلاوو ترمینځ د خبرو کوربه توب کړی او د جګړې د ښکیلو لورو ترمنځ یې پیغامونه او وړاندیزونه تبادله کړي دي.

د راپورله مخې د چین ولسمشرهم د سولې لپاره د پاکستان مثبتې هڅې وستایلي او ایران ته د عاصم منیرسفرته په اشاره یې وویل: "زه پوهېږم چې تاسو تازه له ایران څخه راستون شوي یاست او د سولې لپاره مو مثبتې هڅې کړې دي. موږ هم د پاکستان رغنده رول ستایو."

د رویترز په وینا د پاکستان لپاره هم مهمه ده چې چین په دې منځګړیتوب کې شامل کړي، ځکه چې پیکینګ هم له تهران سره نږدې اړیکې پالي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG