شدیدې ږلۍ، باران او سیلابونو د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو خلکو ته پراخه زیانونه اړولي دي.
د بغلان د مرکز پلخمرۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي شنبه د جوزا دوهمه مازدیګر له سخت باران او ږلۍ وروسته سیلابونو د دوی کورونه ونړول او کرنیزې ځمکې یې ورویجاړې کړې.
ډېره سخته ږلۍ او باران وو، له هغې وروسته سخت سیلابونه راغلل، چې موږ ته یې ډېر زیانونه واړول، د کرکر سیمه کې یې ډېر کورونه ونړل، د بغلان بندر سیمه یې هم ووهله، دغه راز قولآهندره یې هم ډیره خرابه کړې، موږ یو کس زخمي هم لروصفت الله
د کرکر سیمې یو اوسېدونکي صفت الله یکشنبه د جوزا درېیمه ازادي راډيو ته وویل چې په دې سیلابونو کې یې د کورنۍ یو غړی هم ټپي شوی دی.
هغه وویل:
" ډېره سخته ږلۍ او باران وو، له هغې وروسته سخت سیلابونه راغلل، چې موږ ته یې ډېر زیانونه واړول، د کرکر سیمه کې یې ډېر کورونه ونړل، د بغلان بندر سیمه یې هم ووهله، دغه راز قولآهندره یې هم ډیره خرابه کړې، موږ یو کس زخمي هم لرو."
دغو سیلابونو او سختو اورښتونو د بغلان د نورو سیمو ترڅنګ څنګلورو ولایتونو په ځانګړي ډول کندز او تخار کې هم خلکو ته پراخه مالي زیانونه اړولي دي.
د کندز یو سیلاب ځپلي د نوم د نه خپرېدو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د خلکو کورونه نړېدلي او ان د ویدو کېدو لپاره امکانات نه لري:
"دلته خلکو ته ډېر زیانونه رسېدلي دي، زموږ کورونه نړېدلي او اوس مهال د ویده کېدو لپاره امکانات لا نه لرو، زموږ غوښتنه له حکومته داده چې باید له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړي."
د تخار او بدخشان یو شمېر اوسېدونکو هم ازادي راډيو ته وویل چې د سیلابونو وروستۍ څپې سخت ځپلي خو ورته مناسبې مرستې نه دي ورسېدلي دي.
سخت باران نه وروسته سیلابونو زما کور په بشپړ ډول ویجاړ کړو، هر څه مو تر خاورو لاندې شول، هر څه تراوسه لا تر خاورو لاندې ديحاجي اغا
هاخوا د کندهار ښار د دولسمې ناحیې یو اوسېدونکې حاجي اغا ازادي راډيو ته وویل چې د وروستیو سیلابونو له امله یې کور په بشپړ ډول ویجاړ شوی دی او هغه له خپلو ماشومانو سره اوس مهال له سرپناه پرته ژوند کوي:
" سخت باران نه وروسته سیلابونو زما کور په بشپړ ډول ویجاړ کړو، هر څه مو تر خاورو لاندې شول، هر څه تراوسه لا تر خاورو لاندې دي."
د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد شنبه د جوزا دوهمه ویلي وو چې تېرو ۴۸ ساعتونو کې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې طبیعي پېښو په ځانګړي ډول سیلابونو ۲۸ تنه مړه او ۱۰ نور ژوبل کړي دي.
ده بیا تازه یکشنبه ازادي راډیو ته ولیکل، چې سېلابونو دوه کسان نور هم مړه کړي دي.
نوموړي دغه شان ویلي چې د دې سیلابونو له امله له پنځه سوه ډېر کورونه په بشپړ او نیمه ډول تخریب شوي او لسګونه جریبه کرنیزې ځمکه هم له منځه تللې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې افغانستان د ورښتونو، سېلابونو او او زلزلو په څېر د طبیعي افتونو له اړخه سخت زیانمن شوی دی.
د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي د ادارې د رسمي شمېر له مخې په دې هیواد کې د روان لمریز کال د حمل له ۶مې بیا تر دې دمه د بیلابیلو طبیعي پېښو له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۲۸۵ او د ټپیانو شمېر ۳۵۴ ته رسېدلی دی.
دغه راز نږدې ۲ زره کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي او په ټوله کې له ۱۸ زره زیاتې کورنۍ زیانمنې شوي دي.
په همدې حال کې د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې یکشنبه د جوزا درېیمه هم د بارانونو، سیلابونو او توپانونو وړاندوینه شوې ده.
د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې په بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، پروان، پنجشیر، بامیان، نورستان او کونړ ولایتونو کې په ځینو کې لس ملي متره او په ځنیو سیمو کې تر دیرش ملي متره پورې بارانونه ووریږي.
دغه وزارت د یادو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتي چې د سیندونو غاړو او هغو سیمو ته چې د سیلاب خطر په کې شتون لري، له نږدې کېدو ډډه وکړي.