یو شمېر افغانان وايي که څه هم د شپې له خوا کار کول ورته سخت دي خو له کلونو راهیسې خپلو کورنیو ته د نفقې د پیدا کولو او د هغوی د ارام لپاره د شپې کار کوي.
دوی وايي که څه هم د ورځې په پرتله د شپې کار سخت دی خو ګټه یې ډېره ده.
په ساعتونو، ساعتونو په تیاره کې سفر، د شپې نږدې اته بجې دي، د ۴۰۴ مارسډیز بس مسافروړونکي موټرچلوونکی محمدعزیز له خپلو کابو ۴۵ مسافرو سره د بدخشان فیض اباد پر لور روان شو.
زموږ بسونه (خدمتونه) د شپې دي، ځکه چې سړک فرصت وي، بل مسافر هم د ورځې کم ځي، ځینې کورنۍ کې د ورځې ولاړې شي، نور ټول د شپې ځي، د ورځې عموماً تر درې څلور بجو ګڼه ګوڼه وي، زموږ موټرې بیا نهه لس بجې راوځي، چې کله منزل ته ورسېږو، د سهار لمونځ کوم بیا ویده کېږممحمد عزیز
دی وایي له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې یې له بېلابیلو مسافر وړونکو شرکتونو سره د موټر چلوونکي په توګه دنده ترسره کړې او په خبره یې خپل ټول سفرونه د شپې لخوا کوي.
دا چې ولې، محمد عزیز یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:
"زموږ بسونه (خدمتونه) د شپې دي، ځکه چې سړک فرصت وي، بل مسافر هم د ورځې کم ځي، ځینې کورنۍ کې د ورځې ولاړې شي، نور ټول د شپې ځي، د ورځې عموماً تر درې څلور بجو ګڼه ګوڼه وي، زموږ موټرې بیا نهه لس بجې راوځي، چې کله منزل ته ورسېږو، د سهار لمونځ کوم بیا ویده کېږم."
محمد عزیز وایي د شپې له مخې سفر سره عادت شوی او په ورځ کې تر شپږو ساعتونو خوب کوي.
دا ۳۸ کلن موټر چلوونکی چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ مشري کوي، په خبره یې په یوه پېره ۵۰۰۰ افغانۍ اخلي، لرو لارو کې زر افغانۍ زیاتې ترلاسه کوي او هره اوونۍ یو یا دوه سفره کوي.
حکم خان بیا د پلازمینې کابل د دولسمې ناحیې اړوند سیمه کې یو نانوایي کې د شپې له خوا د وړو لمدولو دنده ترسره کوي او هم د چپلي کباب یوه غرفه لري، چې د شپې له خوا ورته مواد چمتو کوي.
ده ازادي راډیو ته وویل چې دی د شپې له لسو بجو خپل کار پیلوي او سهار مهال یې پای ته رسیږي:
"ټوله شپه کار کوم، کله کله بیا تر یوې یا دوه بجو پورې وي، ما د ورځې کار هم کړی دی، د ورځې کار ډېر ښه وي راحته وي، د شپې ټوله شپه مواد چمتو کوو بیا په (وقفه کې) یو یا نیم ساعت استراحت کوو، ملا اذان نه وروسته بیا کباب پخوو، د ورځې بیا سهولت وي، ځکه د شپې مو هر څه چمتو کړي وي، د شپې کار کې ناراحتي وي د انسان مغز ژر په څه نه خلاصېږي."
حکم خان بیا ۲۳ کلن او د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ مشر دی، دی وايي، د میاشتې لس زره افغانۍ معاش اخلي.
د یادونې ده چې اقتصادي ستونزې، معشیتي شرایط او د دې تر څنګ ځیني خدمتونو ته اړتیاوې د دې لامل شوي چې یو شمیر خلک د شپې له مخې کار وکړي.
خو روغتیاپالان بیا دې ته په پام چې د شپې کار او خلکوته خدمتونه وړاندې کول یو ضرورت دی او خپله هم دا کار ترسره کوي سپارښتنه کوي، چې د شپې کار باید دوامداره نه وي او اشخاص په کې تغیر او تبدیل شي، که نه نو د دوی په خبره په اوږدمهالي کې یې پر روغتیا خپل اغیز درلودلای شي.