د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې د یکشنبې په ورځ د بارانونو، د سیلابونو د راوتلو او توپانونو وړاندوینه شوې ده.
د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې یکشنبه د ( مې ۲۴ مه) په بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، پروان، پنجشیر، بامیان، نورستان او کونړ ولایتونو کې په ځینو کې لس ملي متره او په ځنیو سیمو کې تر دیرش ملي متره پورې بارانونه ووریږي.
د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې یکشنبه( د مې ۲۴ مه) د ورښتونو او سیلونو بهیدو وړاندوینه کیږيد ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت
دا وړاندوینه په داسې حال کې کیږي چې د شنبې په ورځ د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتوالي ادارې ویاند محمد یوسف حماد په یوه پيغام کې چې له رسنیو سره یې شریک کړی دی، خبر ورکړ چې په تیرو اته څلویښت ساعتونو کې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله نژدې دیرش تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی:
« له بده مرغه د تالندې بریښنا، توپانونو، ډبرو ښوویدو، ږلۍ، بارانونو او سیلابونو له امله اته ویشت تنه شهیدان او لس تنه ټپیان شوې دي او یوسل او شپږ اویا کورونه په بشپړ ډول، پنځه سوه څلور دیرش کورونه په نیمه ډول، سل دوکانونه په بشپړ ډول، شل دوکانونه په نیمه ډول ویجاړ شوي او لس کیلومتره سړک تخریب شوی»
له بده مرغه د دوو ورځو په ترڅ کې د تالندې بریښنا، توپانونو، ډبرو ښوویدو، ږلۍ، بارانونو او سیلابونو له امله۲۸ تنه شهیدان او ۱۰ تنه ټپیان شوې ديمحمد یوسف حماد
ښاغلي حماد زیاته کړه چې د طبیعي پېښو له امله د جمعې او شنبې په ورځو په ټولیز ډول نهه سوه اتیا کورنۍ زیانمنې شوې دي. د راپورونو له مخې سیلونو د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې باغونه او حاصلات له منځه وړې دي او د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتوالي ادارې په وینا شاوخوا سل کورنۍ مجبوره شوې دي چې نورو سیمو ته کډه وکړي.
د جمعې په شپه د سیلونو له کبله د سالنګ لویه لار هم د ترافیک پر مخ بنده شوه چې د شنبې په ورځ بیرته پرانیستل شوه، خو د راپورونو له مخې لاهم پر دې لاره د نقلیه وسایطو تګ اسانه نه دی. د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس د شنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو د سختو توپانونو او سیلابونو د راوتلو وړاندوینه شوې ده چې له دې امله باید مسافر د سالنګ پر لویه لار د سفر پرمهال له بشپړ احتیاطه کار واخلي.
د روان کال د وري میاشتې له شپږمې تر اوسه په افغانستان کې د طبیعي پېښو له امله د تلفاتو شمیر تر درې سوه پنځوسو واوښت.