د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۴

لوی اختر او بېوزلي؛ خلک وايي بېوسه دي

د اختر دمخه بازار
د اختر دمخه بازار

د لوی اختر په درشل کې یو شمېر افغانې کورنۍ وايي اقتصادي ستونزو او بېکارۍ د اختر لپاره د دوی تیاري د تېر په پرتله ډېره محدوده کړې ده.

د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو ازادي راډيو ته وویل چې یوازې د ژوند بنسټیزې اړتیاوې په ډېرې سختې پوره کولای شي او د نویو جامو، خوږو او د اختر د نورو اړتیاوو پوره کول یې له وسه پورته دي.

د کندهار اوسېدونکې راضیه چې د خپلو اولادونو سرپرستي ور په غاړه ده او د خلکو په کورونو کې د کار کولو له لارې د کورنۍ خرڅ برابروي ازادي راډيو ته وویل:

«هر سهار چې کار ته ځم، دومره پیدا کوم چې خپلو اولادونو ته سپوره ډوډۍ راوړم، الله دې اختر په خیر کړي او ټولو خلکو ته دې الله وسه ورکړي چې ښه اختر ولري، خو ما هیڅ ډول تیاری ورته نه دی کړی ځکه داسې وضعیت کې یم چې په ډېرې سختۍ ایله اولادونو ته سپوره ډوډۍ پیدا کولای شم او بس، له دې ور خوا مو هیڅ توان نشته، یوازې د الله دربار ته ناست یو.»

د کابل اوسېدونکې ګلدسته هم وايي اقتصادي ستونزو رایساره کړې ده:

«زه په ډېرو ستونزو ګې راګیره یم، اختر ته به څه تیاری ونیسم، ډېر خلک خپلې ډوډۍ ته حیران دي، د تېر جمهوریت په وخت کې ښه وو، خاوند مې دنده لرله، شل زره افغانۍ تنخوا یې اخیسته او ژوند مو ښه روان وو خو اوس هیڅ نه لرو.»

د جوزجان اوسېدونکي باز محمد ازادي راډيو ته وویل:« د قربانۍ د اختر لپاره هیڅ تیاری نه لرو، نه مې نوې جامې کړي او نه بل څه، ان اولادونو ته مې هم نوې جامې نه دي اخیستي ځکه وس مې نشته، کار نشته بې کاره ګرځو، نو وچه او تازه میوه به څه شي واخلو.»

د کابل د منډوي بازار، هغه ځای چې هر کال د اخترونو د رانږدې کېدو پر مهال د خلکو له ګڼې ګوڼې ډک وي خو سږ کال د دې بازار د دوکاندارانو په خبره د پخوا په څېر ګڼه ګوڼه نه لري.

د منډي د وچې میوي یو پلورونکي د نوم د نه خپرېو په شرط ازادي راډيو ته وویل:

«د خلکو اقتصادي وضعیت ډېر خراب شوی دی، موږ د وچې مېوې دوکانداران یو، زموږ کاروبار د تېر په نسبت شاید نیم یا تر هغه هم خراب شوی وي، پخوا به چې اختر شو، بازار به ډېر تود و، خلک به ډېر خوشحاله وو او اخېستل یې کول، خو اوس اکثره خلک یوازې بیه کوي او بیرته ځي، خلک مجبور دي چې یوازې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ګڼو نړیوالو مرستندویه ادارو په افغانستان کې د روان بشري بحران د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» د روان ۲۰۲۶ کال په مۍ میاشت کې په یو راپور کې ویلي په افغانستان کې میلیونونه کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي او د ژوند د دوام لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

خو طالب چارواکو له دې وړاندې په وار ورا ویلي چې د افغانستان اقتصادي وضعیت دومره بحراني نه دی لکه ځینې نړیوال سازمانونه یې چې ښيي.

دا په داسې حال کې ده پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته پر ښځو ګڼ محدودیتونه لګول شوي دي، چې له امله یې ګڼې هغه کورنۍ چې سرپرستانې یې میرمنې وې د عاید سرچینې له لاسه ورکړې.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو د حکومت د سترې محکمې د اعلان له مخې، چهارشنبه چې د جوزا ۶ کیږي د لوې اختر له لومړۍ ورځې سره برابره ده.

لوی یا د قربانۍ اختر د مسلمانانو یو مهم مذهبي مناسبت دی چې د حج د مراسمو ترڅنګ په کې هغه کسان چې توانايي لري قرباني کوي او دغه راز خلک په کې د ملګرو او دوستانو لیدلو ته ځي خو په افغانستان کې د بې وزلۍ او بې کارۍ زیاتېدو د خلکو په خبره د اختر پخوانی رنګ له منځه وړی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG