د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۴۰

د اروپا پارلمان د طالبانو د جزايي اصولنامې د لغوه کیدو غوښتنه کوي

په ستراسبورګ کې د اروپايي پارلمان یوه غونډه ، ارشیف
په ستراسبورګ کې د اروپايي پارلمان یوه غونډه ، ارشیف

د اروپا پارلمان د پنجشنبې په ورځ دیوه پریکړه لیک په صادرولو سره د طالبانو د حکومت جزايي اصولنامه وغندله او د لغوه کیدو غوښتنه یې وکړه. د پارلمان غړو وویل چې دغه قانون په افغانستان کې د ښځو او نجونو سیستماتیکه ځپنه پراخوي او دبشر له اساسي حقوقو سرغړونو ته رسميت ورکوي.

د اروپا پارلمان د پنجشنبې په ورځ دیوه پریکړه لیک په صادرولو سره افغانستان کې د طالبانو د حکومت «د محاکمو جزایي اصولنامه» په کلکه وغندله او د لغو کیدو غوښتنه یې وکړه.

د اروپا د پارلمان غړو وویل چې دغه قانون په افغانستان کې د ښځو او نجونو سیستماتیکه ځپنه پراخوي او دبشر له اساسي حقوقو سرغړونې لکه جنسیتي اپارتاید، مریتوب او بدني سزاګانو ته رسميت ورکوي.

د اروپا پارلمان د طالبانو له حکومت غوښتي چې دغه اصولنامه ژرترژره لغو کړي.

تردې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو هم خبرداری ورکړی وو چې د طالبانو «د محاکمو جزایي اصولنامه» به د افغانستان د خلکو اساسي حقونه نور هم کمزوري کړي.

دغو کارپوهانو په یوه لیک کې چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت په مشرۍ لیکل شوی، له طالبانو غوښتي چې دا اصولنامه لغوه کړي. د طالبانو حکومت د اروپايی اتحادیې ددغه نوي پریکړه لیک په هکله تراوسه څه نه دي ویلي خو مخکې ددوی عدلیې وزارت ویلي چې په قوانینو اعتراض شرعي او علمي اساس نلري .

د اورپا د پالمان غړو د غه راز له طالبانو غوښتي چې د درو وهلو سزا ، اعدامونه او په ښځو ،نجونو او قومي او مذهبی اقلیتونو او نورو زیانګالو خلکو محدودیتونه لیرې کړي.

د اروپا پارلمان د اروپايي اتحادیې د پیاوړواقداماتو غوښته کوي چې په کې دنړیوالې جزايي محکمی لخوا دصادر شویو احکامو عملي کول او په هغو طالب مشرانود بندیزونو پراخول شامل دي چې د ښځو او نجونو د ځورونې مسؤل ګڼل کیږي.

د اروپا پارلمان د اروپايی اتحادیې له شورا او اروپايي کمیسیون غواړي چې مریتوب، جنسیتي اپارتاید او د ماشومانو جبري ودونه په ټولو ډیپلوماتیکو کچو وغندي او د بشریت ضد جرمونو د وړاندیز شوي تړون په چوکاټ کې د دغو کړنو د جرم په توګه د پېژندلو ملاتړ وکړي.

دوی دغه راز له اروپايي کمیسیون او غړو هېوادونو غواړي چې د طالبانو رژیم په رسمیت ونه پیژني ، او بروکسل ته د طالبانو د بلنې پرېکړه خواشینوونکې بولي.

د پنجشنبې په ورځ دا پرېکړه لیک د ۴۸۰ موافقو رایو، ۵ مخالفو رایو او ۸۳ ممتنعو رایو سره تصویب شو.

د رواداري په نامه دبشري حقوقو د سازمان مشره شهرزاد اکبر د اروپا دپارلمان پریکړه لیک په اوسنیو شرایطو کې ځکه مهم ګڼي چې په ټکو یې طالبان هڅه کوي د بشري حقوقو پراخې سرغړونې په جزايي اصولنامه کې او هم د ازواجو دتفریق په اصولنامه کې قوانینو ته واړوي.میرمن اکبر د اروپايي پارلمان پریکړه لیک ارزښتناک ګڼی خو وايي چې اغیزې یې محدودې دي.

طبعا دغه پریکړه لیک محدود اغیز ځکه لري چې د اروپايي حکومتونو او دسیمې سیاسي اراده باید ورسره وي
شهرزاد اکبر


" طبعا دغه پریکړه لیک محدود اغیز ځکه لري چې د اروپايي حکومتونو او دسیمې سیاسي اراده باید ورسره وي او مونږ وینو چې دې سره همهاله په اروپا کې حکومتونه او خپله اروپايی اتحادیه د کډوالۍ د مسایلو په هکله علاقمندي لري چې طالبانو سره خبرې وکړي چې په دې سره دویته یو ډول فرصت ورکوي او حتی که مشروعیت نه ورکوي خو دوی سره یوډول اړیکه او نږدې تعامل ښيي."

په برلین کې دپوهنتون استاد دوکتور اسحاق اتمر د اروپايی پارلمان لخوا دغه پریکړه لیک د طالبانو په نظام باندې یو شدید نړیوال انتقاد ګڼي او وايي:

باید طالبان په دې برخه کې ملامت وګڼل شي او ځوابګوی وبلل شي
اسحاق اتمر


"د اروپايي اتحادیې غوښتنه له نړیوالو داده چې د بشري حقوقو د نقض په ارتباط داسلامي امارت په حکومت باندې خپل فشارونه ډیر کړي او په مشرانو یې بندیزونه ولګوي. او باید طالبان په دې برخه کې ملامت وګڼل شي او ځوابګوی وبلل شي."

د اروپا د پارلمان لخوا دغه پریکړه لیک په داسې حال کې صادریږي چې اروپایی کمیسیون یوه اونۍ مخکې وویل چې د طالبانو د حکومت چارواکي په نژدې راتلونکې کې د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته ورغواړي. د دغه سفر هدف له شلو اروپایي هېوادونو څخه د افغان کډوالو، په ځانګړې توګه هغو کډوالو اخراج دی چې جرمي دوسیې لري.

فرانس ‌پریس خبري اژانس په دی وروستیو کې د یوې باخبره سرچینې په حواله رپوټ ورکړ چې "ډېر ژر" به کابل ته یو لیک واستول شي او بروکسل کې له طالب چارواکو سره د غونډې نیټه به مشخصه شي.

د طالبانو د حکومت «د محاکمو جزایي اصولنامه» کې راغلي دي چې مجرمینو ته تعزیري جزا ورکولو کې باید ددوی مقام او اجتماعي مرتبه په پام کې ونیول شي.

کارپوهان وايي د اصولنامې په متن کې داسې ستونزې شته چې د اسلامي فقه او شریعت له راجحو او معتبرو آراوو سره په ټکر کې دي او د اجراآتو په بڼه کې هم ستونزې رامینځ ته کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG