د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۰۸

شدیدو طوفانونو دافغانستان په څو ولایتونو کې پراخې ویجاړۍ او زیانونه اړولي

ارشیف
ارشیف

د افغانستان د څو بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي وایي شدیدو طوفانونو پراخې ویجاړۍ او زیانونه وراړولې دي. دوی ازادي راډیو ته وویل، د چهارشنبې له غرمې راهیسې د شدیدو بادونو له امله یې کورونه، باغونه، لارې او پلونه تخریب شوي او په ځينو ولسوالیو کې یې ان ځاني تلفات اړولي دي.

د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار اوسېدونکی ګلاب شاه وایي د چهارشنبې د ورځې «ثور ۳۰مې» له غرمې راهیسې د دې ولایت په په بېلابیلو ولسوالیو او سیمو کې شدیدو طوفانونو او بادونو خلکو ته ګڼ مالي او په خبره یې په ځینو سیمو کې ان ځاني تلفات اړولي دي.

ده د پنجشنبې په ورځ «د ثور په ۳۱مه» ازادي راډیو ته وویل:

د خلکو د کورونو سولري سیسټمونه ټول له منځه تللي او مات شوي دي


"د خلکو د کورونو سولري سیسټمونه ټول له منځه تللي او مات شوي دي،په سنګین ولسوالۍ کې یې یوه کوچنۍ نجلۍ هم شهیده کړې ده، په ښار کې یې هم خلکو ته ډېر تلفات اړولي دي،بل دلته ښار کې د برښنا ستنې او ونې یې نړولي دي، خلک چې ډېری دې وضعیت کې کلنیکونو ته اړتیا لري، دواګانې نشته، هوا هم ډیره زیاته ګرمه ده."

دی وایي نن یې په ښار کې د هوا د تودخي درجه ۴۲ ته رسېدلې ده.

د کندهار ښار د ۵مې ناحیې اوسېدونکي احسان الله هم د دغو بادونو د زیانونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

کندهار کې یې ډېر تخریب کړی دی، د خلکو سولرې، هیندارې، دېوالونه، د کورونو خونې ویجاړ کړي


"کندهار کې یې ډېر تخریب کړی دی، د خلکو سولرې، هیندارې، دېوالونه، د کورونو خونې ویجاړ کړي او ګڼ نور مالي تاوانونه یې هم ورسولي دي، خو تر اوسه ځاني تلفات نه شته، دا اوس هم دلته د شیشو او چوکاټونو په ټولولو بوخت یو، اوس هم هوا خړه ده."

دی وایي د دې شدیدو بادونو او طوفانونو له امله کندهار ښار عینو مېنه کې د یو لوی جومات دېوالونه هم نړېدلي دي.

ها خوا بیا د کونړ ولایت ځینې اوسېدونکي وایي له تېرو دوو ورځو راهیسې په سیمو کې شدید ورښتونه روان دي او د ګڼو خلکو کروندې ویجاړې شوې دي.

له دې ډلې د یاد ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالستار ایوبي ازادي راډیو ته زیاته کړه:

دا دوه ورځې کېږي چې شدید بارانونه روان دي په ځینو سیمو کې ان ږلۍ ورېدلې چې فصلونه یې له منځه وړي


" دا دوه ورځې کېږي چې شدید بارانونه روان دي په ځینو سیمو کې ان ږلۍ ورېدلې چې فصلونه یې له منځه وړي، بلخوا دا یوه اونۍ کېږي چې د همدې شدیدو ورښتونو له امله سېلابونه راغلي چې سړکونه، مواصلاتي لارې یې ویجاړې او بندې کړي، سېلابونو کورونه وړي، ځمکې او فصلونه یې ویجاړ کړي، موږ اوس ډېر وېرېږو چې دلته ږلۍ ونه شي ځکه فصلونه مو رسېدلي خو لا مو راټول کړي نه دي."

د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو هم ازادي راډیو ته وویل چې په بېلابېلو سیمو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو له امله کرنیزې ځمکې، باغونه، سړکونه او فصلونه زیانمن شوي دي.

داپه داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې نن پنجشنبه هم د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو، سېلابونو، دوړو او تیزو بادونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

دې ادارې د چهارشنبې په ورځ ناوخته پر خپله ایکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي چې د معتبرو نړیوالو بنسټونو د وړاندوینو له مخې، په کابل، پروان، کاپیسا، پنجشیر، بامیان، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، بلخ، سمنګان، سرپل، کندوز، بغلان، تخار، بدخشان،ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې د تالندې او برېښنا پېښېدو، د نسبتاً شدید باران، د تېزو بادونو، دوړو او د سېلابونو د راتلو احتمال موجودی دی.

د هوا پیژندې ادارې د معلوماتو له مخې، په یادو ولایتونو کې د باران ورېدو اندازه له ۱۰ تر ۳۵ میلي‌متره پورې اټکل شوې.

دې ادارې پر خلکو غږ کړی چې د سیندونو غاړو او هغو سیمو ته چې د سیلابونو ګواښونه په کې دی، له نږدې کېدو ډډه وکړي او له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ولایتي کمېټو د لارښوونو سره سم لازم تدابیر ونیسي او عملي کړي.

یادې ادارې د دې پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ولایتي ادارو ته لارښوونه کړې چې د چمتوالي لپاره تیارسئ حالت کې اووسي.

د یادونې ده چې افغانستان د تېر ۲۰۲۴ له لومړیو میاشتو راهیسې د اقلیم د چټک بدلون د پراخو پایلو له امله د شدیدو ورښتونو، ویجاړوونکو سېلابونو او مرګونو زلزلو شاهد دی.

ګڼو او بېلابېلو نړیوالو سازمانونو په دوامداره توګه په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د خطرناکو پایلو اړوند خبرداری ورکړی او په دې اړه یې خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د تېر حمل میاشتې په ۳۱ مه یو راپور کې ویلي و چې افغانستان د نړیوال اقلیمي ناورین په لومړۍ کرښه او د پایلو د مدیریت له پلوه یې تر ټولو زیانګالی هېواد دی؛ په داسې حال کې چې تر نیمایي زیات وګړي یې له پراخو بې وزلیو، اقتصادي ننګونو، د خوړو نه خوندیتوب سره مخ او بیړنیو بشري مرستو ته اړ دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG