د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۲۴

ولې د کریکټ په لوبو کې د مبصرینو شتون اړین دی؟

وايي، مبصر د کرکټ ژبه ده، که مبصرین نه وي ښايي خلک ډېر، د کرکټ په خوند پوه نشي.

خو یو ښه مبصر باید کومې وړتیاوې ولري؟

رحمت الله شیرزاد، د کرکټ لوبو افغان مبصر دی.

زه لا محصل وم، یو محلې راډیو کې مې کار کاوه، دا شپږیزې لوبې وې، په دې مو تبصره کوله، دا لومړنۍ تجربې وې چې په پښتو ژبه مې تبصره شروع کړله، بیا په کندهار کې ۲۰۲۰ کال و چې د زون په کچه یو لوی تورنمنت و، ما په پښتو او انګلیسي ژبه دواړو په کې په میدان کې داخلي کمنټري کوله
شیرزاد

دی ۲۹ کلن او د کندهار ولایت اوسېدونکی دی، د ژورنالیزم په برخه کې یې د لیسانس تر کچې زده کړې کړي او له شپږو کلونو راهیسې کمنټري کوي.

شیرزاد ازادي راډیو ته وویل، په لومړیو کې یې په پښتو ژبه کمنټري کوله خو وروسته یې بیا په انګلیسي ژبه پیل کړه:

"زه لا محصل وم، یو محلې راډیو کې مې کار کاوه، دا شپږیزې لوبې وې، په دې مو تبصره کوله، دا لومړنۍ تجربې وې چې په پښتو ژبه مې تبصره شروع کړله، بیا په کندهار کې ۲۰۲۰ کال و چې د زون په کچه یو لوی تورنمنت و، ما په پښتو او انګلیسي ژبه دواړو په کې په میدان کې داخلي کمنټري کوله، دا د رسمي لوبو لومړی پړاو و چې ما په انګریزي ژبه کمنټري پیل کړه."

نوموړی وايي، پلازمینې کابل او د افغانستان بېلابیلو ولایتونو کې یې د لوبو کمنټري کړې خو تر اوسه یې کوم بهرنی سفر نه دی کړی.

دا چې په افغانستان کې په انګلیسي ژبه د لوبو د کمنټرۍ ګټه څه ده، شیرزاد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، دا نړۍ ته د افغانستان غږ رسول دي:

"دلته چې په افغانستان کې د کرکټ کومې لوبې کېږي، د افغانستان د کرکټ لوبغاړو د وړتیاوو ښودلو لپاره، د افغانستان د کلتور، د افغانستان لوري څخه یو مثبت پیغام لپاره، نور ډیر مهم مسایل چې ښيي دا برخه ډېره مهمه ده"

یو ښه مبصر باید کومې وړتیاوې ولري، رحمت الله شیرزاد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

" ښه معلومات، په ښه ډول وړاندې کول په ښه غږ دا د کمنټر لپاره ډیر مهم او د یو ښه مبصر ښې ځانګړتیاوې دي. "

رحمت الله شیرزاد وايي، ده د کرکټ لوبې د کمنټرۍ په برخه کې یو کتاب هم لیکلی خو تر اوسه نه دی چاپ شوی:

"ما خپلې تجربې، خپلې مشاهدې دا راټول کړي دي او کوم ماخذونه چې ما کار کړي او څېړنه مې کړې ده داسې د یو کتاب په شکل باندې، د دې کتاب ټول مواد چې دي د کرکټ د تبصرې اړوند دي، څنګه د کرکټ تبصره وشي، یو ښه مبصر چاته ویل کېږي، بېلابیلې برخې دي، نشرات دي، نشراتي پالیسۍ دي، نو د کتاب کار تر ډیره پورې خلاص دی. "

وايي، مبصر د کرکټ ژبه ده، که مبصرین نه وي ښايي خلک ډېر، د کرکټ په خوند پوه نشي.

دوی لوبه تشریح کوي، د لوبغاړو او قوانینو په اړه معلومات ورکوي، د ستراتېژۍ تحلیل کوي، د راډیو او تلویزیون لیدونکو سره په لوبه د پوهېدو په برخه کې مرسته کوي او په ټوله کې جوش او جذبه زیاتوي.

د نړۍ په نورو هیوادونو دوی یوازې د لوبې پر مهال نه، بلکې په ټولنیزو رسنیو کې هم د کرکټ لوبو، لوبغاړو او اړوند نورو مسایلو په اړه تبصرې کوي، چې لوړ شمیر فالورز یا تعقیبونکي لري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG