د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۳۴

چین ته د پوتین سفر؛ پیکینګ د انرژۍ د نویو تړونونو په لټه کې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به نن سې شنبې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د خبرو لپاره په دوه ورځني رسمي سفر پیکینګ ته ورسیږي. په ټوله کې له لویدیځ او هم د ایران د جګړې پرسر چې د انرژۍ نړیواله عرضه یې ګډوډه کړې، د دواړو هیوادونو اړیکې کړکیچنې دي.

دا له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې چې پوتین د روسیې واګې په لاس کې لري، چین ته د هغه ۲۵ سفردی.

دغه کتنه یوه اونۍ وروسته له هغې ترسره کیږي چې شي جین پینګ په پلازمینه پیکینګ کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کوربه وو.

د کریملین د سلاکار یوري اوشاکوف په خبره دوی به د "څو قطبي نړۍ" او د "نړیوالو اړیکو د نوي ډول" د جوړولو په اړه یو ګډه اعلامیه هم لاسلیک کړي.

دغه سفرهمدارنګه د ۲۰۰۱ کال د چین-روسیې د دوستۍ د تړون له ۲۵مې کلیزې سره هم مهاله دی او مسکو ویلي چې پوتین او شي به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکارۍ په اړه خبرې وکړي. د کریملین د سلاکار یوري اوشاکوف په خبره دوی به د "څو قطبي نړۍ" او د "نړیوالو اړیکو د نوي ډول" د جوړولو په اړه یو ګډه اعلامیه هم لاسلیک کړي.

په هغه ویډیويي پیغام کې چې چین ته د پوتین د سفر دمخه د سې شنبې په ورځ خپره شوې، نوموړي وویل:
"زه د ولسمشرشي جین پینګ د هغه ژمنې چې له روسیې سره یې د اوږدمهاله همکارۍ په اړه کړې، صادقانه قدرکوم. زه باور لرم چې زموږ ښه او دوستانه اړیکې له موږ سره مرسته کوي چې د راتلونکې لپاره زړور پلانونه جوړ او عملي کړو."

ټاکل شوې چې پوتین او شي د مې په ۲۰ سهار سره وویني. د کریملین سلاکار اوشاکوف د دغې کتنې په اړه نورجزیات ندي ورکړې خو یوازې دومره یې ویلي چې دواړه مشران به "پرمهمو نړیوالو او سیمه ‌ییزو مسایلو" بحث وکړي. تمه کېږي چې خبرې به د ایران په وړاندې جګړې، د هرمز تنګي د بندېدو او د انرژۍ په برخه کې د پیکینګ او مسکو ترمنځ پر راتلونکو تړونونو متمرکزې وي. کریملن همدارنګه ویلي چې په دې کتنه کې به پوتین د شي او ټرمپ ترمنځ د وروستۍ سرمشریزې په اړه معلومات ترلاسه کړي. د اوکراین جګړه به چې له پیلیدو یې پنځه کاله وځي هم د دوی د خبرو برخه وي.

په واشنګټن کې میشت د کینان انسټیټوټ مشر مایکل کمیج د دغې کتنې په اړه د ازادې اروپاـ ازادي راډیو ته وویل: "دا پوتین ته د درناوي نښه ده چې ګواکې هغه امریکا او چین سره برابر ځای لري.” هغه زیاته کړه: "دا د انځورونولپاره او ظاهري ده او زه فکر کوم چې د چین له خوا د توازن هڅه ده، یوه اونۍ د ولسمشر ټرمپ کوربه توب او بله اونۍ د ولسمشر پوتین کوربه توب."

د انرژۍ خوندیتوب لومړیتوب دی

چین د روسیې په تر ټولو لوی سوداګریز شریک بدل شوی او پیکینګ اوس د روسیې د تېلو او ګازو تر ټولو لوی پیرودونکی دی. مسکو تمه لري چې د ایران جګړه به دغه سوداګري لازیاته کړي.

په منځني ختیځ کې جګړې د مسکو لپاره د نویو لومړیتوبونو اړتیا رامنځته کړې ده. د ایران له خوا د هرمز تنګي له بندېدوسره د نړیوالې انرژۍ یو پرپنځمه عرضه ګډوډه شوې چې ورسره د چین د انرژۍ واردات هم اغېزمن شوي. دغې جګړې همدارنګه د ځمکنیو پایپ لاینونو د بدیلونو اړتیا نوره هم مهمه کړې ده.

د انرژۍ او پاکې هوا د څېړنیز مرکز د معلوماتو له مخې، پیکینګ د ایران د جګړې له پیل راهیسې د څه باندې ۳۶۷ میلیارډ ډالرو په ارزښت د روسیې د سون فوسیلي توکي پیرلي دي.

د ایران جګړې چین ته د ټرمپ د سفر پر مهال په بحثونو سیوری غوړولی و
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:31 0:00

دغه کړکیچ د "سایبریا۲" ګازو پایپ لاین پروژې ته هم نوې پاملرنه زیاته کړې ده. چین ته د پوتین د ۲۰۲۵ کال د سپټمبرد میاشتې په سفرکې روسیې او چین د دې ۲۶۰۰ کیلومتره اوږه پایپلاین د پروژې د پرمخ بیولو لپاره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ چې د روسیې له یامال سیمې څخه د منګولیا له لارې چین ته ګاز انتقالوي.

خو دواړه لوري لا هم د بیو او نورو مهمو جزئیاتو په اړه توافق ته نه دي رسېدلي او د شنونکو په اند چې په اړه یې خبرې ممکن کلونه دوام وکړي او ښایي نتیجه هم ورنکړي.

چین له ۲۰۲۲ کال راهیسې، له کله چې د اوکراین د جګړې پرسر پر روسیې د لوېدیځ بندیزونو لګول شوي، د روسیې اومه تیل په تخفیف سره پیري او د هرمز تنګي بندېدوهم چین اړکړی چې نورتیل او طبعي ګاز له روسیې وپیري.

پیکینګ د اړتیا وړانرژۍ په برخه کې د سرچینو متنوع ستراتیژي عملي کړې او له ترکمنستان سره یې هم د اکمالاتو په اړه خبرې کړې دي.

پرچین د روسیې زیاتېدونکې اتکا

د اوکراین جګړه به هم په پیکینګ کې په ترسره کیدونکو خبرو سیوری وغوړوي.

د ټرمپ او شي ترمنځ د وروستۍ کتنې په اړه د چین په بیانونو کې یوازې د "اوکراین د کړکېچ" لنډه یادونه شوې او د امریکا په رسمي بیانونو کې خو هېڅ یادونه نه وه شوې.

لوېدیځ هېوادونه چین تورن کړی چې د اوکراین په وړاندې جګړه کې یې د روسیې خوا نیولې ده. چین نه یوازې داچې د روسیې د انرژۍ لوی پېرودونکی دی، بلکې هغه هیواد ته د هغو دوه‌ ګونو کارېدونکو توکو مهمه سرچینه هم ده چې د روسیې د پوځي صنعت د وړتیا لپاره حیاتي دي.

چین د اوکراین د جګړې په اړه تل ویلي چې هیڅ لوري وژونکې وسلې نه برابروي او د دوه ‌ګونو کارېدونکو توکو صادرات هم په کلکه کنټرولوي.

خو شنونکي وایي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ورځ تر بلې نامتوازنه کېږي او د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې پرچین د روسیې اتکا ورځ تربلې زیاتیږي.

په لندن کې میشت د چټم هاوس د څېړنیز مرکز غړي ټیموتي اش ازادي راډیو ته وویل:
"د اوکراین جګړې روسیه ډېره پر چین متکي کړې ده." هغه زیاته کړه: "پوتین به ډېر لیواله وي چې د امریکا او چین اړیکې د روسیې پر زیان تودې نه شي."

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG