د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۱۹

یو شمیر ځوانان وايي په «حال یا حاضرې شېبه کې ژوند کول» سخت شوي

په افغانستان کې د یو شمیر خلکو په باور «حال یا حاضرې شېبه کې ژوند کول» سخت او بې خونده شوي، دوی وايي د ورځنیو فشارونو او اندېښنو له امله یا په تېر کې ګیر پاتې دي او یا هم د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

زه کله کله د کورنۍ په خبرو هم نه پوهېږم، بیا په لوړ اواز راباندې غږ کوي یا راځي په اوږه راته لاس ږدي او ښوروي مې، یا په لاس اشاره کوي چې ډوډۍ خورې که نه؟ یا مثلاً چې په لاره ځم، په فکرونو کې غرقه یم
فاطمه مدثر

د کابل اوسېدونکې او د زده‌کړو له حقه محرومه پخوانۍ محصله فاطمه مدثر وايي، د افغانستان د ځوانانو لپاره د خراب رواني حالت، نامعلوم راتلونکي او د ژوند د شرایطو له امله په نن کې ژوند کول په یوه ستره ستونزه بدل شوي دي:

"زه کله کله د کورنۍ په خبرو هم نه پوهېږم، بیا په لوړ اواز راباندې غږ کوي یا راځي په اوږه راته لاس ږدي او ښوروي مې، یا په لاس اشاره کوي چې ډوډۍ خورې که نه؟ یا مثلاً چې په لاره ځم، په فکرونو کې غرقه یم. د هېواد حالت، د کار نشتوالی او نورې مسئلې انسان داسې حالت ته رسوي چې په حاضره شېبه کې ژوند نه شې کولای."

د بادغیس ولایت اوسېدونکی عبدالله صداقت هم وایي، یو شمېر افغانان په داسې حال کې مجلسونو او ټولنیزو غونډو ته ځي چې فکر یې ټول ورځینو ستونزو ته وي.

"فکرونه دومره ګډوډ شوي وي چې انسان کله له چا سره وګوري، کېني او خبرې ورسره کوي، پنځه دقیقې وروسته ترې پوښتنه وکړي چې ما درته څه ویل؟ وایي نه پوهېږم، ذهن مې بل ځای و، ځکه ستونزې دي، قرضونه دي، زه خپله کله په لاره کې څوک نه وینم. ځینې رانه پوښتنه کوي چې په لاره دې فلانی ولید؟ وایم نه. وایي ولې هغه خو لیدلی وې، تا ولې نه دی لیدلی؟"

فکرونه دومره ګډوډ شوي وي چې انسان کله له چا سره وګوري، کېني او خبرې ورسره کوي، پنځه دقیقې وروسته ترې پوښتنه وکړي چې ما درته څه ویل؟ وایي نه پوهېږم، ذهن مې بل ځای و
عبدالله

د کابل اوسېدونکی یو بل افغان چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي رادیو ته یې وویل، په حاضرې شېبه کې د ژوند کولو او په حال تمرکز کول تر ډېره ټولنیزو او رواني شرایطو پورې تړلي دي؛ ځکه څومره چې د راتلونکي په اړه اندېښنه او ناڅرګندتیا کمه وي، هومره په حال کې ژوند کول اسانه کېږي:

" په افغانستان غوندې هېوادونو کې راتلونکی نامعلوم دی، کومه ښه نښه نه ښکاري چې ایا موږ به سبا هم لکه نن بې‌کاره، بې‌وسه او بې‌نفقې پاتې کېږو که ښه کېږو. د فکر تمرکز د تېر، اوس او راتلونکي په حالت پورې تړلی دی او دا له هغه چاپېریال سره چې انسان پکې ژوند کوي."

په ورته وخت کې ارواپوه ډاکټر عارف صداقت وایي، پر تېر تمرکز معمولاً د خپګان لامل کېږي او انسان په خاطرو کې ښکېلوي، په داسې حال کې چې پر راتلونکي تمرکز کول تشویش زیاتوي، ځکه د کار، ژوند او عاید په اړه اندېښنې ذهن بوخت ساتي.

ده ازادي رادیو ته وویل د «منلو او ژمنې پر بنسټ درملنه» ټینګار کوي چې په تېر یا راتلونکي تمرکز کولی شي د تشویش او خپګان لامل شي، خو رواني روغتیا تر ډېره د حاضرې شیبې له منلو او ورسره له اړیکې ساتلو سره ښه کېږي.

نوموړی د دې لارو، چارې وړاندیز کوي:

"حل لاره زموږ په لاس کې ده، انسان پرېکړه کوونکی دی، باید پرېکړه وکړي چې تېر پرېږدي، راتلونکی پرېږدي او په خپل حال یا موجود وضعیت تمرکز وکړي. دا ډېره ګټه لري؛ نو که موږ وکولای شو خپلې شیبې مدیریت کړو، ځان ته یې خوښې او ګټورې وګرځوو، راوروسته شیبې مو هم په حال بدلېږي."

ښاغلي صداقت زیاتوي، دا په دې مانا نه ده چې انسان دې د راتلونکي په اړه فکر نه کوي، بلکې باید ورته پلان جوړ شي؛ نو د هوساینې او خوشحاله لپاره دې تمرکز پر حال وي او په اغېزناک ډول دې ترې استفاده وشي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG